تازه خبرونه
د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې د امریکا ستره اندېښنه ده – ویډانټ پاټل
په افغانستان کې د حجاب د نه مراعتولو پر تور د نجونو او ښځو د نیول کېدو له اندېښنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تېره ورځ ( دوشنبه د سلواغې دوهیمه ) په یوه خبري ناسته کې ويلي، د ښځو پر وړاندې د افغانستان د واکمنو چارواکو کړنې د امریکا لپاره لویه اندېښنه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویډانټ پاټل ويلي؛ د افغانستان واکمن په داسې حال کې د رسمیت پېژندلوغوښتنه کوي، چې امریکا ته د نه منلو وړ کړنې پلې کوي.
ویډانټ پاټل وایي: څرنګه، چې دا مسله له افغانستان او طالبانو سره تړاو لري؛ نو له ښځو او نجونو سره د هغوی چلند د بشري حقونو او د ښځو حقونو د بنسټیزو اصولو خلاف عمل دی او دا کار زمونږ لپاره د ډېرې اندېښنې وړ دی. مونږ طالبانو ته یادونه کوو، چې د هغوی کړنې مونږ ته د منلو وړ نهدي. په داسي حال کې، چې دوی د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویډانټ پاټل وايي: امریکا د بشري مرستو د رسولو لپاره تدابیر او ستراتیژۍ په پام کې نیولي، چې اړوند مرستې د طالبانو لاس ته ورنهشي. د امریکا حکومت په افغانستان کې له خپلو باوري بنسټونو سره په نږدې تماس کې دی او ډاډه دی، چې د امریکا د مالیې ورکوونکیو پیسې به د طالبانو لاسونو ته نهورخي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او وایي؛ واکمن چارواکي د ښځو د کار، مطالعې او د تګ راتګ پر ازادۍ د محدوديتونو لګولو او اعلانولو ته دوام ورکوي او سزا ویني .
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي: په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوي راپورونه هغومره ښه نهدي لکه څنګه، چې تاسې فکر کوئ. په کابل کې زمونږ همکاران وايي، چې واکمن چارواکي د ښځو د کار، زدهکړې او د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونو لګولو او اعلانولو ته دوام ورکوي. امر بالمعروف او نهي عن المنکرد ښځو د کار کولو او خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي؛ ځکه، چې دوی یا مجرد او یا هم بې محرمه دي. دوی په عامه ځایونو کې د فزیکي مجازاتو سره مخ کیږي او معمولا په ټولنیزو رسنیو کې د دوی مجازات او جرمونه اعلانوي.
اسلامي امارت امریکا په افغانستان کې د ښځو د حقونو په نوم په ناوړه استفادې تورنوي او وايي، چې امریکا له دې موضوع د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما پرون په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د دشت برچي له هزاره ګانو او یو شمېر نورې یې په خیرخانه کې نیولي، چې اکثره اوسېدونکي یې تاجکان دي.
اسلامي امارت د دغو نجونو نیول د حجاب د نه مراعاتولو له کبله له شریعت سره په ټکر کې ګڼي او په دې راپور کې یې یوناما د اسلامي احکامو د بشر ضد او د یوه ملت د عقایدو په سپکاوي تورنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما لخوا خپور شوی راپور تر ډېره بریده پر ناسم پوهاوي ولاړ بولي او په دې اړه وایي: په دې راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق پر مواردو شوی، چې له شرعي احکامو څخه د یوناما پر ناخبرۍ دلالت کوي او ان په ځينو مواردو کې پر اسلامي احکامو د نیوکو بڼه لري.
د ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس پر ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړی. اوس يې، چې حاکمیت په لاس کی دی باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه له نرینهوو سره تړاو لري او که له ښځينهوو سره؛ ټول بشپړ پلي کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیریال، همدا ډول د محاکمو لخوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.
هغه ویلي: دا، چې یوناما پر یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي؛ دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی.
اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي، چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې ځایه نیوکی ونه کړي.
ویل کیږي؛ کوم کارونه، چې د اسلامي امارت امربالمعروف وزارت، محاکم او یا نور اصلاحي نهادونه یې ترسره کوي هغه له ژور تحقیق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه پر حکم ترسره کیږي، چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري. دا نه کومه خپلسري ده او نه هم د چا پر حق تېری، بلکې برعکس د یادو احکامو نه تطبیق ظلم او تجاوز ته لاره اواروي او د اسلامي احکامو ترک کول د ټولنې د فساد، بغاتونو او جنګونو د راپاریدو سبب ګرځي.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
