سیمه ییز خبرونه
د ټاکنو په وروستۍ شمېرنه کې د عمران خان خپلواک ملاتړي مخکښ شول
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون اوبپاڼې په ډاګه کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه په زندان کې د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند خپلواکو نوماندانو پر بریا پای ته ورسېده او ویل کیږي، چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند خپلواکو ملاتړیو له ۲۶۴ څوکیو څخه ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پنجشنبې د ورځې د پارلماني او ایالتي شوراګانو وروستۍ رایې له درې ورځني ځنډ وروسته خپرې شوې، چې دې ځنډ د ټاکنیز بهیر په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
خپلواک نوماندان د لومړي وزیر نواز شریف له ګوند څخه، چې ۷۵ څوکۍ یې وګټلې؛ مخکښ او په پارلمان کې ترټولو لوی واحد ګوند شو؛ ځکه، چې د خان خپلواک ملاتړي د انفرادي کسانو په توګه ودریدل.
نواز شریف ویلي: ګوند یې له نورو ډلو سره د ائتلافي حکومت پر جوړولو خبرې کوي؛ ځکه، چې په خپله د لوی اکثریت په تر لاسه کولو کې پاتې راغی.
د عمران خان تحریک انصاف ګوند د شنبې پر ورځ ګواښ کړی و که د یکشنبې پر شپه رایې اعلان نهشي په ټول هېواد کې به سولهییز لاریونونه وکړي او ځینې کوچني اعتراضونه د شپې لخوا هم ترسره شول.
د پاکستان لنډمهالي حکومت ويلي؛ د ټاکنو پر ورځ د انټرنټ د بندېدو او مخابراتي ستونزو له کبله رای شمېرنې وځنډېدلې؛ خو هغو چارواکو، چې دا ځنډ پر امنیتي دلایلو له کبله ګڼلی و، د امریکا په ګډون د بشري حقونو ډلو او بهرنیو حکومتونو اندېښنې راوپارولې.
د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې د عمران خان پي ټي آی ګوند سکرتر عمومي لاریونونه لغو کړل؛ خو څرګندوي: په هغو ټاکنیزو دفترونو کې دې لاریونونه وشي، چې د جعلي پایلو شک پرې کیږي.
شاوخوا ۹۳ خپلواک نوماندان، چې څوکۍ یې ګټلې د عمران خان له تحریک انصاف ګوند سره تړاو لري.
د خان ملاتړي د خپلواکو نوماندانو په توګه ودرېدل؛ ځکه، چې دوی د ټاکنو کمیسیون د ګوندي ټاکنیز سمبول له لارې په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه منع شوي وه.
د بندیز سره سره او خان د دولتي رازونو له افشا کولو څخه د فساد او غیرقانوني واده کولو په تورونو کې د محکومیت سره سره، د پخواني کرکټر ملیونونه ملاتړي هغه ته د رایې ورکولو لپاره راوتلي، که څه هم هغه په بند کې پاتې کیدو سره د هیڅ حکومت برخه نشي کیدی.
د ټاکنو کمیسیون له دې مخکې څرګنده کړې وه، چې د دوه څوکیو پایلې اوس هم راونغښتل شوې؛ خکه، په یوه کې یو کاندید وژل شوی، چې د رایې ورکولو ځنډولو ته اړتیا لري او په یو بل مرکز کې، چې رای اچونه یې د میاشتې تر پایه بشپړېده.
د یادونې ده، چې عمران خان د فساد، درغلۍ او ناقانونه واده پر تور د اس کلن بند شپې سبا کوي.
سیمه ییز خبرونه
ایران دې د حوثیانو وسلوال ملاتړ ودروي – د اووه هېوادونو ډله
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.
د اووه هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه غوښتي، چې په یمن کې د حوثیانو ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکول ودروي؛ ځکه دا چاره کولی شي د کړکېچ د زیاتېدا، د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډېدا او په سیمه کې د ډېرې بېثباتۍ خطر زیات کړي.
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.
په خبرپاڼه کې له حوثیانو غوښتل شوي، چې د ملکي بېړیو پر وړاندې ټول پوځي اقدامات او ګواښونه سمدستي ودروي او پر ښه نیت سیاسي بهیر ته بېرته راوګرځي.
دغه خبرپاڼه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خپره شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
که ایراني مشران هوکړه ونهکړي، له منځه به ولاړ شي – ټرمپ
د فاکس نیوز یوه خبریال ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې ورته ویلي، چې د ایران مشران باید هوکړې ته ورسېږي، که نه؛ نو له اقتصادي ړنګېدا یا له منځه تلو سره به مخ شي.
ایران او امریکا یکشنبه یو ځل بیا یو بل د سختو اقداماتو ګواښ وکړ. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران هوکړې ته ونهرسېږي؛ له اقتصادي ړنګېدا سره به مخ شي او یا به یې مشران له منځه ولاړ شي.
د فاکس نیوز یوه خبریال ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې ورته ویلي، چې د ایران مشران باید هوکړې ته ورسېږي، که نه؛ نو له اقتصادي ړنګېدا یا له منځه تلو سره به مخ شي.
دې خبریال زیاته کړې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره نیویارک ته د سفر پر تمه دی او ټرمپ ویلي، چې له هغه سره لیدنې ته چمتو دی.
ټرمپ د هغې نښتې پر مهال، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو پر بریدونو پیل شوې، څو ځله د پوځي عملیاتو د پراخولو ګواښونه کړي؛ خو تر اوسه یې داسې اقدام نهدی کړی.
له دې مخکې د ایران د وسلهوالو ځواکونو مرکزي قومندانۍ ویلي وه، چې پر ایران هر نوی برید به د امریکا پر اډو او ګټو د پرلهپسې بریدونو پر بڼه غبرګون ولري او د واشنګټن سیمهییز متحدان به هم د جګړې ښکېل لوري وګڼل شي.
د غه راز د ایران پوځ ادعا کړې، چې د نوي برید لپاره د چمتووالي په اړه معلومات لري؛ خو د دغو معلوماتو جزئیات یې نهدي خپاره کړي.
سیمه ییز خبرونه
د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ
دغه ادعا څو ساعته وروسته له هغې وړاندې شوه، چې د ریاض اصلي هوايي ډګر ته څېرمه د اور لمبې او لوګي ولیدل شول.
د یمن حوثیانو د شنبې پر ورځ اعلان کړی، چې د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو پر مټ یې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې څو «حساسې موخې» پر نښه کړې دي.
دغه ادعا څو ساعته وروسته له هغې وړاندې شوه، چې د ریاض اصلي هوايي ډګر ته څېرمه د اور لمبې او لوګي ولیدل شول.
سعودي عربستان هم د شپې پر مهال د ریاض اوسېدونکو ته د احتمالي هوايي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.
د رویټرز لهخوا خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې په سیمه کې تور لوګي آسمان ته پورته شوی دی. په دغو انځورونو کې د هوايي ډګر لویه لاره، د ترمینل اصلي ودانۍ او څو نور تاسیسات لیدل کېږي. د ویډیو په یوه برخه کې هم د هغو زېرمو تر شا د اور لمبې لیدل کېږي، چې داسې ښکاري د تېلو زېرمې دي.
حوثیانو، چې له جولای راپدېخوا یې پر سعودي عربستان څو بریدونه کړي؛ دا نه دي ویلي، چې په ریاض کې یې کومې موخې پر نښه کړې دي. دا ادعا د نوي پیل شوي کړکېچ له پیل راپدېخوا پر سعودي پلازمېنه د دغې ډلې لومړی راپور شوي برید ګڼل شوی دی.
حوثیانو همداراز ویلي، چې د سرې بحیرې په ساحل ینبع ښار کې یې د سعودي د ارامکو تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي. ینبع د سعودي عربستان د تېلو له مهمو صادراتي مرکزونو څخه دی.
دغې ډلې ویلي، چې بریدونه یې د یمن پر پلازمېنه صنعا د شوي برید په غبرګون کې کړي دي.
د سعودي پر مشرۍ پوځي ائتلاف، چې له حوثیانو سره جګړه کوي ویلي؛ د شنبې سهار د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټم ریاض ته توغول شوی راکټ شنډ او له منځه وړی دی.
دغه ائتلاف همداراز ویلي؛ هغه بریدونه یې شنډ کړي، چې د سعودي عربستان په سویللویدیځ کې یې پر بیشه او فرسان ښارونو، په لویدیځ کې طائف او د سرې بحیرې دساحل ینبع کې ملکي وګړي پر نښه کول. د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه جزئیات نهدي ورکړ شوي.
په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدا
د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه اوس په سیمه کې د پراخې جګړې له نویو جبهاتو څخه یوه ګرځېدلې ده؛ هغه جګړه، چې د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حوثیانو پر وړاندې په مستقیم پوځي اقدام کې د مداخلې په اړه د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې پر ورځ په یوه امنیتي خبرداري کې د منځني ختیځ له خپلو اتباعو غوښتي، چې د حوثیانو د بریدونو په ګډون د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ډېر هوښیار واوسي.
دغه وزارت له هغو امریکايي وګړو، چې له منځني ختیځ څخه بهر دي؛ غوښتي، چې دې سیمې ته د سفر یا له دې سیمې څخه د تېرېدا په اړه « بیا غور وکړي».
بریدونه به روان وي – حوثیان
حوثیان، چې د یمن پر ګڼ مېشتو سیمو او د دغه هېواد پر ډېره شمالي برخه واک لري؛ له جولای راپدېخوا یې پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي دي.
دغې ډلې له دې مخکې ویلي وه، چې پر سعودي عربستان یې بحري محاصره لګولې او په سره بحیره کې یې د سعودي بېړۍ پر نښه کړې دي.
په وروستیو بریدونو کې د سعودي عربستان ښارونه، د انرژۍ بېخبناوې او د بېړیو تګ راتګ پر نښه شوی او د نړۍ د تېلو پر عرضه د دغو بریدونو د اغېز په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دغو بریدونو د سرې بحیرې لاره هم له زیاتو ګواښونو سره مخ کړی ده. دا لاره د خلیجي هېوادونو د تېلو د صادراتو له مهمو بدیلو لارو څخه ده. په داسې حال کې، چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ اوس هم له محدودیتونو سره مخ دی.
له سعودي عربستان سره مرستې ته چمتو یوو – ترکیه
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان ویلي؛ د حوثیانو د پرلهپسې بریدونو له کبله ښايي سعودي عربستان پوځي مرستو ته اړتیا ولري او ترکیه چمتو ده، چې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د درېاړخیز دفاعي تړون له مخې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
فیډان له «NTV» شبکې سره په مرکه کې ویلي: اوس هم روښانه نهده، چې ترکیه به څه ډول مرسته وړاندې کړي؛ خو د سعودي اړتیاوې ښايي« ځینې تخنیکي مسایل» هم راونغاړي.
د تېرې میاشتې له لاسلیک شوي درېاړخیز تړون سره سم پر هر یوه له دغو درې هېوادونو وسلهوال برید به پر ټولو درې هېوادونو برید ګڼل کېږي.
ایران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پای غوښتنه کړې
د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د شنبې پر ورځ له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدا غوښتونکی دی.
هغه ویلي، د ده پر باور یمنیانو هم له سعودي عربستان سره د یوې هوکړې غوښتنه کړې ده.
رضايي همداراز ویلي، ایران له منځګړو او امریکا سره د جګړې د درېدلو خبرو د بیا پیل لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي دي. د هغه پر وینا، له دغو شرطونو څخه یو یې« په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای» دی.
هغه زیاته کړې، چې له قطري او پاکستاني منځګړو سره سلا مشورې روانې دي او تهران د ډونالډ ټرمپ ځواب ته منتظر دی.
د امنیت شورا د حوثیانو بریدونه وغندل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې پر ورځ پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي دي.
د دې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حوثیانو په بریدونو کې ملکي او د انرژۍ بېخبناوې پر نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته په کې مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د امنیت شورا په یمن کې د حوثیانو« پوځي زور زیاتول» هم غندلي دي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
-
لوبی3 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
