تازه خبرونه
په خوست ولایت کې یو ډلهییز قبر وموندل شو
د خوست ولایت ښاروالۍ په دې ولایت کې شیخ زاید پوهنتون ته نږدې د یو ډلهییز قبر له موندلو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه په کې ۱۰۰ مړي ښخ شوي دي.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې پر درویشتمه ) دغه ډلهییز قبر د څلبني په اړوند سیمه کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د یو بند د کېندنې پر مهال موندل شوی دی.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ دا کسان له خپلو جامو سره تر خاورو لاندې شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
د دې کسانو پېژندګلوي او د وژنې نېټه تر دې دمه په ډاګه شوې نهده؛ خو ویل کیږي، چې يوې کمیټې په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.
له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډلهییز قبرونه موندل شوي دي.
تازه خبرونه
د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ
ولادیمیر پوتین د سنټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن دی او دا حقیقت باید درک شي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي؛ مونږ تل په دې باور یوو، چې باید واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې واک لري. مونږ باید د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړو.
پوتین زیاته کړې، چې د روسیې او ازبکستان لپاره په افغانستان کې ثبات تر اقتصادي فرصتونو ډېر مهم دی؛ خو دی له اسلامي امارت غواړي، چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.
ولادمیر پوتین وایي: زمونږ او ازبکستان لپاره، په افغانستان کې امنیت او ثبات له اقتصادي فرصتونو څخه ډېر مهم دی. طالبان باید د ټولګډونه حکومتوالۍ په خورا حساسه موضوع کې د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو په ګډون خپلې ژمنې پوره کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولنې پر کچه لوی موضوعات هم باید حل شي.
په څه کم دوه اوونیو کې د روسیې حکومتي چارواکو په بېلابېلو کچو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې مسکو غواړي د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي، چې اسلامي امارت نور د روسیې دښمن نه ګڼل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له روسیې سره د اړیکو له پراختیا هرکلی کوي او څرګندوي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متوازنې پالیسۍ په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي.
له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا روسیې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو په نوملړ کې شامل کړ؛ خو په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمیدو وروسته په څه کم درې کلونو کې روسیې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ټینګې کړي او تر څنګ یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان هم ومنل.
تازه خبرونه
متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر امریکا غبرګون ته اړ کړه
د امریکا بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سراج الدین حقاني د سفر په اړه غبرګون ښودلی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر وايي، هېوادونه باید د اسلامي امارت د چارواکو د سفر بندیز ته درناوی وکړي.
میلر د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شپاړلسمه ) ابوظبۍ ته د سراج الدین حقاني د سفر په اړه ویلي؛ هېوادونه باید د اسلامي امارت د ځینو هغو چارواکو د سفر اجازه واخلي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.
هغه زیاته کړې، چې دا اجازه د سفر د معافیت ترلاسه کولو پروسې له لارې، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې په ۱۹۸۸ ز. کال پرېکړه کې ځانګړې شوې؛ ترلاسه کیږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید دغه بهیر رعایت کړي.
حقاني د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي پېنځلسمه) ابوظبۍ ته په سفر ولاړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د دغې غونډې په اړه لیکلي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو ګټو د خوندي کولو او د سیمې د ثبات لپاره د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په څو برخو کې هوکړې وکړې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا او یو لړ موضوعاتو خبرې او هوکړې کړې دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په کتنه کې له امنیتي بنسټونو سره په روغتیا او ودانیزو چارو کې د دغه هېواد د مرستې غوښتنه وکړه.
مجاهد ویلي، چې متحده عربي اماراتو ژمنه کړې، چې د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو مدیریت په ډیجیټل کولو کې به مرسته کوي.
نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې حقاني د متحده عربي اماراتو له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې او په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو د خلاصون په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د دې هېواد هوکړه لیکونه ترلاسه کړي دي.
هغه ویلي، د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو ټینګول، د کورنیو چارو په وزارت کې د ترافیکو مدیریت ډیجیټل کول، افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې هغه څه دي، چې دواړو لوریو پرې هوکړه وکړه.
مجاهد د متحده عربي اماراتو چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې افغانستان امن شوی او په افغانستان کې د اوسني امنیت او ثبات ملاتړ کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د افغانستان په بیارغونه او پانګونه کې به د حکومت تر څنګ اماراتي شرکتونو هم ونډه ولري.
سراج الدین حقاني د سې شنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.
-
لوبی4 days ago
افغانستان یوګانډا ته پر ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان لومړنۍ سووداګریزې لارۍ له لنډمهالو اسنادو سره پاکستان ته ننوتلې
-
تازه خبرونه4 days ago
قزاقستان د اسلامي امارت نوم د ترهګرۍ له نوملړه وویست
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days ago
په هند کې د تودوخې له څپې ۵۶ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
نریندرا مودي د هند په ټاکنیزو سیالیو کې له ډېر لږ اکثریت برخمن شو
-
تازه خبرونه3 days ago
له افغانستان څخه د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی – تاجکستان
-
لوبی3 days ago
د ۲۰۲۴ کابل کرکټ غوره لیک دوه یم پړاو سیالۍ پیل شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د روانو سیلابونو له کبله لسګونه زره ماشومان اغېزمن شوي