Connect with us

تازه خبرونه

 د دوحې د غونډې استازي دې د ننګونو په حل کې مرسته وکړي – ذبیح الله مجاهد

هغه وایي: مونږ په افغانستان کې د رښتينې اقتصادي ودې، د کار پيدا کولو، د فابريکو جوړولو، خلک له بې‌وزلۍ څخه د راايستلو او د ښځو لپاره د سوداګرۍ د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي او بریالۍ هڅې روانې دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۱۱, ۱۴۰۳

د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر ورځ د درې اړینو موضوعاتو د حل لپاره د کاري ګروپونو د جوړولو غوښتنه وکړه، چې پر هېواد یې ټول لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه لرې شي.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې په غونډه کې ګډون کوونکیو استازو ته په خپله وینا کې ویلي: مونږ د دوحې نننۍ ناستې ته د یوه اړین فرصت په توګه ګورو؛ ځکه زمونږ پر ځینو چارواکو، مالي او بانکي سکتورونو یو اړخیز او څو اړخیزو بندیزونه لګول شوي، چې باید په اړه یې رغنده خبرې اترې تر سره شي.

هغه ویلي؛ د دوحې ناسته د افغانستان د یو شمېر ننګونو د حل لپاره یو مثبت ګام دی او دا پوښتنه مطرح کېږي، چې ولې په مالي او سوداګریزو برخو کې بندیزونه پخپل حال پاتې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: افغانان له نږدې ۵۰ کلنو جګړو، بهرنیو یرغلونو او د نورو هېوادونو له لاسوهنو بشپړ ځپل شوي دي. اوس مو خپلواکي ترلاسه کړې، جګړه پای ته رسېدلې او داسې نظام یې جوړ کړی، چې موخه یې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ټینګول دي؛ خو په بدل کې یې له ستونزو، محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوي.

دغه راز مجاهد وپوښتل: آیا دا عادلانه او مناسبه ده؟

هغه څرګنده کړې: پوهېږي، چې ځینې هېوادونه د اسلامي امارت له تګلارو سره اختلاف لري؛ خو دا د تجربه لرونکیو ډیپلوماټانو دنده ده، چې یو له بل سره د تعامل او همغوۍ لارې چارې ومومي.

هغه وایي: د پاليسۍ توپيرونه بايد دومره زيات نشي، چې ځواکمن هېوادونه زمونږ پر خلکو د امنيتي، سياسي او اقتصادي فشارونو د اچولو لپاره داسې لارې وکاروي، چې ولسي ژوند مو ورسره اغېزمن شي.

هغه د کوکنارو د کښت مسله هم راپورته کړه او وایي، چې له بندیزونو او بهرنيو فشارونو سره – سره یې د کوکنارو پر کښت، پروسس او قاچاق بندیز لګولی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د کوکنارو کښت، چې په افغانستان کې د یوې ننګونې په توګه پاتې شوی، مونږ تقریباً صفر ته راټیټ کړ. په هرصورت د دې نوښتونو د پېژندلو او ستاینې پرځای ځینې هېوادونه د دې هېواد د اقتصاد د هڅولو لپاره د همکارۍ پر ځای پر بانکدارۍ او ملي زیرمو د لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو په اړه د نه همکارۍ پر پالیسۍ ټینګار کوي.

دغه راز مجاهد استازو ته د خپلې وینا په بله برخه کې ویلي؛ هڅه کوو، چې هېواد مو پرځان بسیا شي او د خوندي ملي اقتصاد د بنسټ له کېښودلو سره اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړو.

هغه وایي: مونږ په افغانستان کې د رښتينې اقتصادي ودې، د کار پيدا کولو، د فابريکو جوړولو، خلک له بې‌وزلۍ څخه د راايستلو او د ښځو لپاره د سوداګرۍ د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي او بریالۍ هڅې روانې دي.

مجاهد د بشري مرستو په اړه ویلي: دا د حل لاره نده ؛ ځکه د بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره نړیوالې ټولنې ته پکار دي، چې بندیزونه لرې کړي، پراختیايي مرستې ورکړي او د افغانستان حکومت او خلکو ته اجازه ورکړي، چې له محدودیتونو پرته له خپلو ظرفیتونو او د  ملي اقتصاد د بیا رغولو لپاره ترې کار واخلي.

هغه د افغانستان او پاکستان له ګاونډ هېوادونو سره د اتصال په برخه کې د اسلامي امارت د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د اوسپنې پټلۍ له پروژې یې یادونه وکړه، چې ازبکستان او افغانستان له پاکستان سره نښلوي. هغه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان اوهند (ټاپي) د ګازنللیکې پروژې په اړه هم خبرې وکړې.

هغه وایي: مونږ له ترکمنستان سره په تېرو دوه کلونو کې د ګاز‌نللیکې د پروژې (TAPI) د تطبیق په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا ګام د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د انرژۍ په تبادله او اړیکه کې د مثبت ګډون ډاډ ورکوي.

هغه په ​​ډاګه کړې، چې یو باامنه افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی او د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل او پالل د اسلامي امارت د ژمنتیا پوره ښکارندویي کوي.

دغه راز نور هېوادونه؛ په ځانګړي توګه لویدیځ هېوادونه کولی شي له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراختیا پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي او دا درک شي، چې د نظر اختلاف “طبیعي” دی.

مجاهد ویلي: د سیمې د هېوادونو په څېر دوی هم کولی شي د مثبتې ښکېلتیا لپاره رښتیني او عملي ګامونه پورته کړي.

په دې اړه هغه څرګنده کړې: د افغانستان اسلامي امارت له غربي هېوادونو سره هم د رغنده اړیکو غوښتونکی دی. مونږ هم هر خپلواک دولت ته ورته خپل دیني او کلتوري ارزښتونه لرو، چې باید له منازعې او رکود سره د مخ کېدو پر ځای د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختللو اسانتیاوو لپاره ومنل شي.

مجاهد ویلي: زمونږ هیله دا ده، چې د افغانستان اسلامي امارت ملي حاکمیت، استقلال، ارزښتونو، لومړیتوبونو او غوره توبونو ته په سمه توګه درناوی وشي. لکه څنګه، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې تائید شوي دي.

نوموړي په دې برخه کې د ډيپلوماټيکو پرمختګونو يادونه هم وکړه او وایي: لکه څنګه، چې د سيمې هېوادونو د يوه مسوول نظام په توګه د افغانستان له اوسني حکومت سره مثبت تعامل کړى؛ هيله لرو، چې لویديځ هېوادونه هم په ورته ډول دوه اړخيزو ګټو ته لومړيتوب ورکړي.


اړوند خبرونه:

په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه ناسته پیل شوه

ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!