تازه خبرونه
په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بنسټ بېوسي او بېوزلي ده – بې پولې ډاکټران
د دغه راپور له مخې: د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شو، چې ډېري کسان په شخصي کلینیکونو کې د درملنې پر ځای د نړیوالو موسسو پر ملاتړ روغتیايي مرکزونو ته مخه کړي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنه (اماساف) ويلي؛ په افغانستان کې د خوارځواکۍ بنسټ بېوزلي ده او ډېري کورنۍ دې ته اړ کوي، چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره لرې واټنونه ووهي.
دې ټولنې د سېشنبې د ورځې ( د چنګاښ شپږویشتمه) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې افغانان لومړنیو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې په راپور کې راغلي: د دې ټولنې روغتونونو او کلینیکونو او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت هغو روغتونونو ته، چې دا ټولنه ترې ملاتړ کوي؛ ډېر ناروغان اوږده واټنونه وهي؛ ځکه، چې یا په خپلو سیمو کې باکیفیته روغتیایي کلینیکونو ته لاس رسی نلري او یا دا، چې خوارځواکي ماشومان یې ډېر کوچني دي.
په دې راپور کې له یو شمېر هغو کورنیو سره خبرې شوي، چې خپل ماشومان یې د درملنې لپاره دغو مرکزونو ته راوړي دي.
دوی وايي، د دې ستونزې بنسټیز علت د خوراکي توکو کمښت نه، بلکې د پيسو کمښت دی. د دغو ميندو تر څنګ، چې له ناکافي تغذيې سره مخ دي؛ بدن يې په کافي اندازه شيدې نه توليدوي، چې دا بیا پر ماشومانو ناوړه اغېز کوي.
د دغه راپور له مخې: د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شو، چې ډېري کسان په شخصي کلینیکونو کې د درملنې پر ځای د نړیوالو موسسو پر ملاتړ روغتیايي مرکزونو ته مخه کړي.
دغه راز یو شمېر کورنۍ، چې ماشومان یې خوارځواکي دي وايي؛ د دوی د ماشومانو د ناروغۍ لامل خراب اقتصادي وضعیت او د مناسبو خوړو نشتوالی دی.
د بغلان ولايت اوسېدونکى خداداد ويلي؛ يو نيم کلن ماشوم يې خوارځواکى دى او د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولى، چې شخصي کلينيک ته يې بوځي.
هغه زياته کړې؛ اوس یې ماشوم د نړيوالو موسسو پر مرسته په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دى.
د خوړو نړیوالې ټولنې د جولای پر نهمه په خپل نوي راپور کې ویلي وه: ۴ میلیون افغانان، چې ۳ اعشاریه ۲ میلیون یې له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان دي؛ له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ سږ کال ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او تر اوکتوبر پورې به ۱۲ اعشاریه ۴ میلیون خلک د خوراکي توکو له نهخوندیتوب سره مخ شي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.
امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.
لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.
د افبيای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه3 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه4 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تازه خبرونه2 days agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
تحول5 days agoتحول: له افغانستان سره د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د ایران هڅې
-
تازه خبرونه3 days agoکابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
-
لوبی3 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
