Connect with us

تازه خبرونه

غواړو له نړیوال سټنډرډ سره سم ټرانسټورټي خدمات وړاندې کړو  

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو هڅو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په خبري کنفرانس کې ویل، چې په  تېر یو کال کې  ځمکني او هوايي ټرانسپورټ د ښه کېدو په برخه کې د پام وړ هڅې شوي  او دا لړۍ  نوره هم  د پراختیا په حال کې ده.

خپور شوی

د

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي؛ هڅه کوي، چې د هېواد ځمکني او هوايي ټرا نسپورټي خدمات له نړیوال سټنډرډ سره سم وړاندې کړو.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو هڅو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په خبري کنفرانس کې ویل، چې په  تېر یو کال کې  ځمکني او هوايي ټرانسپورټ د ښه کېدو په برخه کې د پام وړ هڅې شوي  او دا لړۍ  نوره هم  د پراختیا په حال کې ده.

دوۍ وایي؛ افغانستان ته مهمه ده، چې د هوايي الوتنو له لارې له سیمي او نړۍ  سره خپلي اړیکي ټینګي وساتي اوهڅه کوي، هېواد د هوايي چلند په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي.

د دې وزارت چارواکو ویلي، چې په تېر یو کال کې د هېواد له هوايي حریم څخه ۴۰۰۱۶ عبوري  الوتنې تر سره شوي او ۱۲۵۰۳ الوتنې مود هېواد له هوايي ډګرونو کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي مرستیال فتح‌الله منصورویلي، چې په تېر یو کال کې د هېواد له فضا  څخه څلوېښت زره او شپاړ لس عبوري الوتنې شوي، چې د هرې الوتنې له درکه افغانستان ته ۷۰۰ امریکايي ډالر ورکول کیږي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛  په  تېر یوه کال کې د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم په برخو کې هم د پام وړ هڅې تر سره او د واټ ټرانسپورټ په اړه ۲۸ پروژې بشپړې شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې په  تېر یو کال کې له افغانستان  څخه  سیمي او ګاونډ هېوادونو ته پېنځه سوه اووه څلوېښت زره او ۳۸ بار وړونکیو او همداراز له درې میلیون او اووه سوه زره ۲۳ څخه زیات مسافر وړو نکیو موټرونو تګ راتګ کړی دی.

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت مالي مرستیال صدیق الله عابد وایي: ټرانسپورت وزارت د هېواد والو په سفرونو او اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول تر سره کړی. تېر کال دې وزارت لاسته راوړني درلودي مونږ هوايي چلند له صفره پیل کړ او دا دی ورځ تر بلي د پراختیا په حال کې یوو.

د ټرانسپورټ وزارت د واټ ټرانسپورټ مرستیال عبدالستار حیدري ویلي: د ټرانسپورټ په برخه کې، چې کوم عواید راټول شوي؛ هغه ټول د هېواد په ابادۍ او د خدماتو د پراختیا او منظم  کولو لپاره لګول شوي او ترمنیلونو او اډو معیاري کولو بهیر مو روان ساتلی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو زیاته کړې؛ له کندهار، بلخ، هرات، کابل، خوست هوايي ډګرونو څخه نړیوالو الوتنو تر سره کولو ترڅنګ هېواد ته له آریانا افغان هوايي شرکت او کامیر ترڅنګ د العربیه، ترکیش، فلای دوبۍ، ایران ایر، ماهان، کیش، تابان په ګډون نورو لویو هوايي شرکتونو هم له افغانستان څخه د خپلو فعالیتونو د پیل لیوالتیا ښودلې ده.

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیان‌منونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بې‌رحمي روانه ساتلې ده.

هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!