انځوريز خبرونه
په كابل كې د ټينگو امنيتي تدابېرو لاندې مشورتي لويه جرگه پرانيستل شوه
په كابل كې څلور ورځنۍ مشورتي لويه جرگه د افغان ولسمشر حامد كرزي په وينا پرانستل شوه.
ولسمشر حامد كرزي په دې جرگه كې اوږدې خبرې وكړې او ويي ويل:
كه د كابل او واشنگتن تر منځ امنيتي هوكړه ليك لاسليك شو، له ۲۰۱۴م كال وروسته به په افغانستان كې له ۱۰زره څخه تر ۱۵ زرو بهرني سرتېري پاتې شي.
ده وويل، د دوه اړخيز امنيتي هوكړه ليك په متن كې د پاتې كيدونكيو بهرنيو سرتېرو پر قضايي صلاحيت تر اوسه هوكړه نه ده شوې.
ولسمشر د جرگې برخوالو ته د خپل امريكايي سيال بارك اوباما له خوا ده ته ور رسيدلى ليك هم ولوست، چې په خبره يې نن سهار(د لړم۳۰) ور سپارل شوى دى.
د اوباما پر لاسليك په دې ليك كې د دواړو لوريو تر منځ امنيتي هوكړه ليك مهم وبلل شو. د اوباما په ليك كې ويل شوي، امريكايي پوځيان له استثنايي حالاتو پرته د افغانانو كورونو ته نه شي دننه كيدلى.
ولسمشر كرزي وويل، امريكا غواړي په نهو سيمو كې اډې ولري.
ده وويل، دا سند كولى شي افغانستان ثبات ته ورسوي.
نوموړي وويل، دا امنيتي سند د لس كلونو لپاره دى.
نوموړي د دې سند په وړاندې د افغان حكومت عمده شرط په افغانستان كې د سولې ټينگښت وباله.
ولسمشر زياته كړه، د دې سند په اړه د سيمې له هېوادونو سره سلا مشورې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه جرگه به د ۲۵۰۰ استازيو په گډون ۱۷ كتگورئ او ۵۰ كميتې ولري او له امريكا سره پر امنيتي همكاريو خبرې كوي، چې څلور ورځې به روانه وي.
انځوريز خبرونه
د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه
انځوريز خبرونه
آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹
انځوريز خبرونه
روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه
آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.
نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.
آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.
هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.
نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.
-
تازه خبرونه3 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري3 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
نړۍ3 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
تازه خبرونه2 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد

