Connect with us

تازه خبرونه

نوي ډیلي په هند کې د اسلامي امارت د استازي پر غوښتنه غور کوي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سپارښتنې سره سم نن دوشنبه ( د لړم یوویشتمه ) په ممبي ښار کې افغان جنرال قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ.

خپور شوی

د

د هند حکومت د افغانستان اسلامي امارت هغه غوښتنه ارزوي، چې په رسمي ډول په ممبي کې کونسلګرۍ ته یو ډیپلوماټیک استازی واستوي.

هندي رسنیو د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې استازی ټاکل شوی او دا مهال د ممبي په کونسلګرۍ کې کار کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی ډیپلوماټیک پاسپورټ نلري.

د راپورونو له مخې؛ د اسلامي امارت استازی اکرام الدین کمیل پخوا په هند کې زده‌کړې کړې دي.

که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا کړنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د رسمي کولو لپاره يو مهم ګام وي.

په دې اړه تر دې دمه اسلامي امارت څه ندي ویلي؛ خو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په دې اړه د اسلامي امارت د رهبر له فرمان څخه خبر ورکوی او څرګندوي؛ ټول وزارتونه او امارتي ادارې اړ دي، چې د مراجعینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته یې د حل لار پیدا کړي. د بهرنیو چارو وزارت دهندوستان هیواد په ممبي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته سپارښتنه کړې، چې د پاسپورټوونو د ېش بهیر د افغان مهاجرینو، زده‌کړیالانو او سوداګرو د اړتیاوو د حل لپاره پیل کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سپارښتنې سره سم نن دوشنبه ( د لړم یوویشتمه ) په ممبي ښار کې افغان جنرال قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ هغه هېوادوال، چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا پاسپورټونه نلري؛ کولی شي، چې د معتبرو اسنادو پر وړاندې کولو کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړي.

په اوسني حالت کې، چې افغانستان د یوشمېر لویدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې دي؛ د نړۍ هیڅ هېواد په رسمي توګه اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو د سیمې ځینو هېوادونو د کابل ډیپلوماټان منلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هندي چارواکو یوه کوچنۍ “تخنیکي” ډله له څو میاشتو راپدېخوا په کابل کې د اړیکو د ښه کېدو هڅې کوي.

تازه خبرونه

دیدار سهیل شاهین با سفیر گامبیا در قطر؛ بررسی روابط دوجانبه و فرصت‌های سرمایه‌گذاری

بر اساس خبرنامه سفارت افغانستان در دوحه، عمر جاح هم‌زمان مسئولیت امور سفارت گامبیا برای افغانستان را نیز بر عهده دارد.

Published

on

سهیل شاهین، سرپرست سفارت امارت اسلامی افغانستان در دوحه، با عمر جاح، سفیر و نماینده فوق‌العاده جمهوری گامبیا در قطر دیدار و گفتگو کرده است.

بر اساس خبرنامه سفارت افغانستان در دوحه، عمر جاح هم‌زمان مسئولیت امور سفارت گامبیا برای افغانستان را نیز بر عهده دارد.

در این دیدار، دو طرف درباره روابط دوجانبه میان افغانستان و گامبیا، وضعیت امنیتی در افغانستان، فرصت‌های سرمایه‌گذاری و همکاری‌های اقتصادی و سایر موضوعات مورد علاقه مشترک بحث و تبادل نظر کرده‌اند.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!