Connect with us

تازه خبرونه

د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې ۳۵۰ امنیتي کمرې ولګول شوې

د بغلان  د امینې قومندانۍ د کمرو د نظارت مسوول سیف الله ويلي، دغه کمرې د امنيت د تامين او د جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره نصب شوي او د دغه ولايت د امنيت په تامينولو کې اساسي رول لوبوي.

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۴, ۱۴۰۳

 د بغلان ولایت د امنیتي کمرو د څارنې او ساتنې مسوول سیف الله ویلي، چې د دې ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د جنايي جرمونو، غلاوو او د مجرمینو د پېژندنې لپاره د کورنیو چارو وزارت پر مالي ملاتړ د نږدې ۲۰ میلیون افغانیو پر لګښت ۳۵۰ امنیتي کمرې نصب شوې دي.

د بغلان  د امینې قومندانۍ د کمرو د نظارت مسوول سیف الله ويلي، دغه کمرې د امنيت د تامين او د جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره نصب شوي او د دغه ولايت د امنيت په تامينولو کې اساسي رول لوبوي.

د پلخمري ښار اوسېدونکي او سيمه‌ييز چارواکي د امنيتي ځواکونو دغه اقدام د امنيتي پېښو او جنايي جرمونو په مخنيوي کې مهم بولي او غواړي، چې د امنيتي کمرو تر پوښښ لاندې ساحه پراخه شي.

ویل کیږي، چې د دې ولایت په ولسوالیو کې به د امنیتي کمرو د نصبولو لړۍ هم پیل شي.

تازه خبرونه

د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارت‌کوونکو او سیلانیانو کوربه وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

Published

on

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بند‌خونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.

وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوم‌لیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نه‌لرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

Saar: India’s response to Pakistan’s recent remarks discussed

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117