Connect with us

تازه خبرونه

واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ

د امریکا ولسمشر د اسرائیلو له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې واشنګټن به د غزې تړانګې کنټرول او مالکیت په خپل لاس کې واخلي او فلسطینیان باید له غزې څخه وشړل شي.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ (د سلواغې شپاړلسمه) ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د “اوږدمهاله مالکیت” په لټه کې ده. هغه له دې مخکې ویلي وه، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي باید اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې به ښکلي استوګنځایونه ولري.

د امریکا ولسمشر د اسرائیلو له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې واشنګټن به د غزې تړانګې کنټرول او مالکیت په خپل لاس کې واخلي او فلسطینیان باید له غزې څخه وشړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: “امریکا به د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او مونږ به ورسره ډېر کارونه وکړو. مونږ به غزه ولرو او ټولې کنډوالې به بیا رغوو او یوه پرمختللې سیمه به جوړه کړو، چې ډېرې دندې به برابرې کړي. له اشغال او بیارغونې وروسته به د نړۍ د ټولو خلکو استازي هلته د یو نړیوال ځای په توګه ژوند وکړي. فلسطینیان به وکولی شي د اردن او مصر ګاونډ هېوادونو ته ولاړ شي.”

د غزې تړانګې د نیولو او د هغې د اوسیدونکو د ایستلو په اړه د ټرمپ څرګندونې د امریکا دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

سعودي عربستان اعلان کړی، چې د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه یې دریځ ثابت او د خبرو اترو وړ ندی.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې به په سیمه کې اور ولګوي او هغه یې وغندلې.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ویلي، چې غزه د فلسطین برخه ده او فلسطینیان به خپل ټاټوبی نه‌پریږدي، حتا که هغه ویجاړه هم وي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور وایي: “د غزې تړانګه؛ زمونږ هېواد او زمونږ کور او د فلسطین یوه برخه ده. هغه کسان، چې غواړي د غزې اوسیدونکي بل ځای ته واستوي باید دوی ته اجازه ورکړي، چې په اسرائیل کې دننه خپلو اصلي کورونو ته ستانه شي. هلته ښه ځایونه شته او دوی به په لیوالتیا سره بېرته ستانه شي؛ خو په هر حالت کې، زمونږ وطن زمونږ وطن دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له فلسطینانو پرته بل څوک د غزې د راتلونکې په اړه پریکړه نشي کولی.

دغه راز سعودي عربستان یوه اعلامیه خپره او ټینګار یې کړی، چې د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه یې دریځ کلک او نه بدلېدونکی دی او د فلسطینیانو د بې ځایه کولو د هرې هڅې مخالفت کوي.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي: “سعودي عربستان د فلسطیني خلکو د مشروع حقونو هر ډول سرغړونه کلکه رد کړه. که هغه د اسرائیلو د میشت ځایونو د پالیسیو له لارې وي، که د فلسطیني ځمکو اشغال وي او یا د دوی له ځمکې څخه د فلسطینيانو د بې ځایه کولو هڅې وي. سربېره پردې د یو خپلواک فلسطیني دولت له جوړولو پرته به د ریاض او اسرائیلو ترمنځ هیڅ ډول ډیپلوماټیکې اړیکې نه‌وي.”

د سپینې ماڼۍ شاوخوا د اسرائیلو د ملاتړ او د غزې د امریکا د اشغال پر ضد احتجاجي غونډې هم ترسره شوې دي.

اسټرالیا، چې د امریکا یو متحد دی دا هم ویلي، چې د غزې په اړه د کینبرا دریځ د ټرمپ لخوا د سیمې د کنټرول د پلان له اعلان وروسته نه‌دی بدل شوی او دا، چې آسټرالیا د فلسطین لپاره د دوه دولتونو د حل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ویل کیږي، چې د غزې په اړه د ټرمپ څرګندونې په امریکا کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له هرکلي سره مخ شوي دي همدارنګه د نوموړي خبرې د ډیموکراټانو لخوا له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!