Connect with us

سوداگري

په تورخم کې د سکینر د تخنیکي ستونزې له کبله پاکستان ته صادرات ودرول شول

پاکستانيو چارواکو د افغانستان د موټرو پر مخ دروازه له هغې وروسته وتړله، چې د وارداتو د څارنې لپاره کارول کیدونکي سکینر وسیله له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه.

خپور شوی

د

Torkham closed

پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د سې‌شنبې پر ورځ( د وري څوارلسمه) د تورخم په پاکستاني لوري کې د سکینر د تخنیکې ستونزې له کبله پاکستان ته صادرات ودرول شول او له توکو ډکې لارۍ بندې پاتې شوې دي.

پاکستانيو چارواکو د افغانستان د موټرو پر مخ دروازه له هغې وروسته وتړله، چې د وارداتو د څارنې لپاره کارول کیدونکي سکینر وسیله له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه.

په پاکستان کې واردوونکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې افغان او پاکستانيو چارواکو یوازې هغو تشو لاریو ته د ورننوتلو اجازه ورکړې، چې په افغانستان کې ولاړې وې.

دا له هغې وروسته پېښیږي، چې دا دروازه د سرحدي ځواکونو ترمنځ د اختلافاتو او نښتو له کبله د یوې میاشتې لپاره وتړل شوه او د مارچ په وروستیو کې بېرته پرانستل شوه.

د سرحدي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا دوه‌یم ځل دی، چې د دروازې له پرانیستل کیدو راپدېخوا اړوند سکینر له ستونزو سره مخ کیږي او له افغانستان څخه پاکستان ته صادرات درول کیږي. په صادراتو کې د ډبرو سکاره، مرمر ډبره، تازه محصولات او وچې میوې شاملې وې.

ناهیلو سوداګرو غوښتنه کړې، چې د سکینر سیسټم دې پر عصري بڼه بدل شي، چې ورسره په دروازه کې سوداګریزې ننګونې حل شي.

دغه راز سوداګرو په دروازه کې د ګمرکي تعرفو په اړه خپله ناهیلي څرګنده کړې ده.

دوی ویلي، چې د ګمرک ترمینل چلوونکي له هرې لارۍ څخه، چې تېریږي ۸۰۰۰ کلدارې اخلي؛ که هغه بار ولري یا که ونلري.

سوداگري

کابل له مسکو سره د اقتصادي همکاریو پراخولو غوښتنه وکړه

 په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

Published

on

د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې افغانستان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو؛ په ځانګړي توګه د انرژۍ، کانونو او بېلابېلو بنسټونو د رغولو په برخو کې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

 په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که یو شمېر ستونزې په ځانګړي توګه بانکي محدودیتونه حل شي؛ افغانستان کولی شي له روسیې څخه نفت، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غنم او نباتي غوړي وارد کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان هم چمتو دی، چې خپل کرنیز محصولات لکه تازه او وچې مېوې، سابه، درملیز بوټي، غالۍ او معدني سرچینې روسیې ته صادر کړي.

د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. همدارنګه په مسکو کې د افغان توکو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره هم پلانونه ترلاس لاندې دي.

دغه راز د افغانستان سفیر ټینګار کړی، چې کابل د کانونو د استخراج په برخه کې له مسکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.

هغه وایي؛ اقتصاد د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ بنسټیزه برخه ده او حکومت هڅه کوي هېواد د سیمه‌ییز اقتصادي ادغام پر مهمې کړۍ بدل او بهرني پانګه‌وال راجذب کړي.

د تاس د راپور له مخې؛ ګل حسن حسن ویلي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د صنعتي، معدني او بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري او په کابل کې د اوبو کوچنیو برېښناکوټونو د جوړولو په اړه هم خبرې روانې دي.

دغه راز نوموړي د ځینو روسي شرکتونو استازو له اړوند ادارو سره هم لیدلي او تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

افغان چارواکو هیله څرګنده کړې، چې له روسیې سره د همکاریو پراختیا به د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او د هېواد د ودانیزو بنسټونو د پیاوړتیا لامل شي.

Continue Reading

سوداگري

د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

Published

on

د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.

د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرله‌پسې ثبات نښه ښیي.

د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

Continue Reading

سوداگري

په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ د هر اونس سرو زرو بیه؛ ځکه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته، چې پانګوالو د خوندي  پانګونو لوري ته مخه کړه او ډالر له هغې وروسته کمزوری شو، چې د ایران او ګرینلینډ پر سر له تاوتریخوالي یوه ډکه اوونۍ تېره شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.

پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.

د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!