Connect with us

تازه خبرونه

له ایران څخه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر دوه چنده شوی

ځینې ​​افغان کډوال وايي، چې له نږدې یوې میاشتې راپدېخوا په ایران کې د کډوالو وضعیت ښه ندی او هره ورځ سلګونه کسان نیول کیږي او جبري ایستل کیږي.

خپور شوی

د

له ایران څخه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر دوه چنده شوی، چې یوازې د هرات له اسلام کلا پولې څخه هره ورځ تر څلورو زرو پورې خلک هېواد ته راستنیږي.

ځینې ​​افغان کډوال وايي، چې له نږدې یوې میاشتې راپدېخوا په ایران کې د کډوالو وضعیت ښه ندی او هره ورځ سلګونه کسان نیول کیږي او جبري ایستل کیږي.

د ایران حکومت ویلي؛ ټول هغه کډوال، چې رسمي اسناد نلري باید له هېواده وشړل شي.

۴۱ کلن محمد نعیم له څلورو کلونو وروسته د خپل پلار او مور په ګډون د کورنۍ له لس غړو سره هېواد ته راستون شوی دی.

هغه وايي، چې په ایران کې وضعیت د افغان کډوالو لپاره ښه ندی. د دوی لپاره د ژوند کولو محدودیتونه ډېر شوي؛ نو ډېری کورنۍ هڅه کوي، چې دا هېواد پریږدي.

محمد نعیم، چې له ایران څخه شړل شوی کډوال دی وايي: “په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ښه ندی. زه پخپله نجار وم؛ خو بیا هم له سپکاوي سره مخ وم. حتا هغه نانوايي، چې مونږ ترې ډوډۍ اخیسته هغه به یې په دوه زره تومانه په یوه ایرانی وپلورله؛ خو هماغه ډوډۍ به یې په لس زره تومانه پر مونږ پلورله.

د اسلام کلا – هرات پولې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې هره ورځ تر څلورو زرو پورې خلک د دې پولې له لارې هېواد ته راستنیږي. د ایران حکومت لخوا پر افغان کډوالو د فشارونو او بندیزونو له کبله د راستنېدونکو او شړل شویو کډوالو شمېر دوه چنده شوی دی.

د دې ولایت د اسلام کلا پولې د کډوالو چارو مشر عبدالله قیومي ټینګار کړی، چې یوازې د اسلام‌کلا پولې څخه هره ورځ تر ۳۰۰ پورې کورنۍ هېواد ته راستنیږي.

عبدالله قیومي زیاته کړې: “ایران پر افغان کډوالو ډول ډول بندیزونه لګولي دي او کډوال اړ شوي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.”

له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي دي. ځینې ​​یې د ایراني امنیتي ځواکونو لخوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي.

سامان جمشیدي، چې له ایران څخه شړل شوې کډواله ده وايي: “په تهران کې د کورنیو لپاره ډېرې ستونزې وې. په ځانګړي توګه کله، چې دوی په کمپونو کې ساتل کېدل. اسانتیاوې وې؛ خو د کورنیو لپاره نه‌وې.”

له ایران څخه شړل شوی کډوال علی رضا وايي: “هغه کسان، چې پاسپورټ لري نیول کیږي. هغه کسان، چې اسناد لري نیول کیږي او هغه کسان، چې قاچاق شوي وي نیول کیږي او بېرته هېواد ته ایستل کیږي.”

ایمل، چې له ایران څخه شړل شوی کډوال دی وايي: “ایراني پولیس له مونږ سره ډېر بد چلند کوي او کور ته د تګ په لار کې له لسګونه څخه په ډېرو ځایونو کې له مونږ څخه پیسې اخلي. زمونږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده، چې له دوی څخه پوښتنې وشي.”

د ایران اسلامي جمهوریت لخوا په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د بېړني حالت پر لګولو له دې هېواد څخه د افغانانو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی. د هرات په اسلام‌کلا سرحدي سیمه کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د نړیوالو بنسټونو او اسلامي امارت ترمنځ اوسنۍ همکاري له کډوالو سره د چلند لپاره کافي نده؛ دوی ټولو ته لاسرسي نلري.

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

Published

on

د روسیې د سېلانیانو  ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.

په بدخشان کې د افغان‌ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي.

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي.

دغه راز افغان‌ټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درې‌میاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده.

واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښه‌والي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان هوایي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

فراهي ټینګار کړی، چې د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت له‌خوا بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او « اسلامي امارت به په مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي».

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خپله رسمي اعتراضیه سپارلې ده.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!