Connect with us

تازه خبرونه

تېرکال د پاسپورټ ریاست ۱۳ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړل

د کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتو نو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ منظمه روا نده

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۸, ۱۴۰۴

د پاسپورت ریاست چارواکو ويلي، چې تېر کال يي هېوادوالو ته د دوه میلیون جلده پاسپورټونو د وېش له لارې څه باندې ۱۳ میلیارډ افغانۍ راټولې کړي دي.

د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، چي هېواد والو ته د پاسپورټ رسوني په برخه کې یې خپل ظرفیتو نه لوړ کړي دي.

دغه را زیاته شوې، چې د کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتو نو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ منظمه روا نده.

د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو زیاته کړې؛ د چارو د چټکتیا او روڼتا لپاره یې د پاسپورټ سیسټم له برښنايي تذ کرو سره نښلولی، هېوادوالو ته د پاسپورټونو په چاپ چارو کې ځنډ او تخنیکي ستونزې رامنځ ته نشي.

د دې ریاست عمومي رییس ويلي د پاسپورټ تخنیکي ظرفیتو نه يي د سلو راتلونکو کلونو لپاره  لوړ کړي او د ورځې  پنځوس زره جلده پاسپورتونه چاپ کیږي.

د پاسورټ ریاست عمومي رییس پاسوال عبدالکریم حسیب وایي: «د پاسپورټونو د چاپ په برخه کې د نوم لیکلو په برخو کې د ستونزو د بنسټیز حل لپاره مو د پاسپورټ ریاست او د برښنايي تذکرو له سیستم سره وصل کړي، له دې روسته تخنیکي ستونزې کمې او په کارونو کې چټکتیا زیات شي»

د عبدالکریم حسیب د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلو نکي کې د ټول هېواد پر کچه د پاسپورټونو د وېش چارو کې د فزیکي اسنادو بهیر به برښنايي ته تبدیل کړي.

هغه ویلي، چې تیر کال يي  له  دوه میلیون جلده څخه زیات پاسپورټونه وېشلي، چې له دې د رکه يي ۱۳ میلیارډ افغانۍ د حکومت خزاني ته را ټولې کړي دي.

 نوموړی وایي: «د ټول هېواد پر کچه تېر کال پاسپورټونو د وېش له اړخه مو د حکومت خزانې ته له ۱۳ میلیارډ افغانۍ څخه زیاتې راټولې کړي او مونږ د پاسپورټونو د ورکړې په بهیر کې سرعت زیات کړي.»

د هېواد یو شمېر اوسیدونکې، چې د پاسپورټ عمومي ریاست ته د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره راغلي  وايي، چې د تېر پر پرتله د پاسپورټ د ورکړې په بهیر کې سرعت زیات شوی او هېوادوالو ته په ښه ډول خدمات وړاندې کیږي.

د ننګرهار اوسیدونکي جمشید نومی وایي: « یاره! په دې اوس وخت کې د پاسپورټ د ترلاسه کولو چارې خورا تیزې شوي؛ په دوه ساعتونو کې یې ماته پاسپورټ راکړی. هیله لرم، چې ولایتونو ته هم دا آسانتیاوې زیاتې شي»

د لوګراوسیدونکي نجیب‌الله ویلي: « د تېر پر پرتله ۹۰ سلنه د پاسپورټ د ترلاسه کولو ستونزه اواره شوې او له حکومت هیله لرو، چې ځوانانو ته د کار پیداکولو په برخو کې هم همکاري وکړي.»

د پاسپورټ عمومي ریاست ويلي، چې د تېرو کلونو پر پرتله يي مراجعین کم شوي او وایي، چې اوس د هېواد پر کچه د ورځې د پاسپورټونو د وېش کچه ۴۰۰۰ ته راټیټه شوې ده. اوس هېوادوال کولی شي د یو ساعت په بهیر کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!