Connect with us

لوبی

ایټالیایي روزونکی د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشري پر غاړه اخلي

فډراسیون د سې‌شنبې پر ورځ د غبرګولي شپږمه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي له ټاکلو خبر ورکړ.

خپور شوی

د

د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې ایټالیایي وینچنزو البرټو د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

فډراسیون د سې‌شنبې پر ورځ د غبرګولي شپږمه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي له ټاکلو خبر ورکړ.

د فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ وینچنزو البرټو به د روان کال (د غبرګولي شلمه / د جون پر لسمه) د فوټبال ملي لوبډله د سوریې پر وړاندې د آسیا جام د کوالیفای سیالیو په درېیم پړاو کې خپل شتون تجربه وکړي.

۴۰ کلن ایټالوی روزونکی د ازبک روزونکي عثمان توشیف ځای نیسي، چې د خرابو پایلو له کبله یې استعفا ورکړه.

وینچنزو البرټو په ۲۰۱۰ کال کې د ایټالیا په درېیم لیګ کې روزنه پیل کړه او په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کې ارمنستان ته ولاړ او د دې هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ځوانانو لوبډلې تخنیکي روزونکی شو.

له هغه وخت راپدېخوا په بېلابېلو هېوادونو کې د څو لوبډلو روزونکی و؛ خو ښې پایلې یې ترلاسه نکړې.

وینچنزو البرټو په ۲۰۲۰ کال کې د هند غوره لیګ ته لاړ او د ګولولام روزونکی وټاکل شو، چې په دې کلب کې یې دوه ځله اتلولي وګټله.

د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي، د اسلام الدین امیري په ګډون فرشاد نوري او شریف محمدي، د هند په ګولولام کې د وینچنزو البرټو تر مشرۍ لاندې لوبېدلي دي.

وینچنزو البرټو په ۲۰۲۳ کال کې د نیپال د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی شو او له دې لوبډلې سره یې په نړیوالو سیالیو کې درې بریاوې، درې مساوي او څلور ماتې خوړلي دي.

لوبی

په آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د جاپان پر وړاندې د ۲۰۲۶ آسیا جام څلورمه لوبه ۶ پر صفر وبایلله او له سیالۍ څخه ووت.

دا د ۲۰۲۶ آسیا جام په نیمه پایلوبه کې د افغانستان فوټسال ملي ​​لوبډلې لومړۍ لوبه وه.

په لومړۍ نیمایي کې سره له بریالیو هڅو افغان لوبډله پر ګول وهلو بریالۍ نشوه او لوبه د جاپان پر ګټه د یو ګول پر ورکولو پای ته ورسېده.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې که څه هم د هېواد فوټسال لوبډلې ​​لوبغاړو ښه روحیه لرله؛ خو بیا هم جاپان ته پر ګول وهلو بریالي نشول.

په دې لوبه کې د جاپان فوټسال لوبډلې ​​لوبغاړي وتوانېدل، چې د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل.

د دغو سیالیو په درېیمه لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ایران له‌خوا ۵ پر ۲ مغلوبه شوه.

د یادونې ده، چې افغانستان خپلې دوه لوبې ګټلې وې؛ سعودي عربستان ته یې ۳ پر صفر او مالیزیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړ شوې دي.

Continue Reading

لوبی

د ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې

د ګروپي زړه‌راکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمه‌پایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.

Published

on

د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام د سیالیو د ګروپي پړاو لوبې د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسېدې او له دې سره د حذفي پړاو څلور زړه‌راکښونکو لوبو ته زمینه برابره شوه، چې د سې‌شنبې پر ورځ( د سلواغې څوارلسمه / د فبرورۍ پر درېیمه ) به پیل شي.

د ګروپي زړه‌راکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمه‌پایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.

کوربه هېواد انډونیزیا، چې د جمعې پر ورځ یې له عراق سره له سختې سیالۍ وروسته مساوي پایله ترلاسه کړه او د «A» ګروپ سر ته وخته؛ له ویټنام سره به مخ شي.

انډونیزیا هڅه کوي، چې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره نیمه‌پایلوبې ته لار ومومي؛ خو ویټنام غواړي له ۲۰۱۶ کال وروسته یو ځل بیا وروستیو څلورو غوره لوبډلو ته ورسېږي.

عراق به له تایلینډ سره مخ شي، چې د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې یې دوه‌یم مقام خپل کړی و. دا به یوه سخته سیالي وي؛ ځکه دواړو لوبډلو په ګروپي پړاو کې پیاوړې کړنې لرلې.

څلور ځله اتل پاتې شوی جاپان د یکشنبې پر ورځ له ازبکستان څخه پر مخکې کېدا بریا خپله کړه او د «C» ګروپ لومړی مقام یې ترلاسه کړ. جاپان به د څلور غوره لوبډلو په سیالیو کې له افغانستان سره مخ شي، چې د «D» ګروپ د دوه‌یم مقام لوبډله ده.

سره له دې، چې افغانستان له ایران څخه ۵ پر ۲ ماتې وخوړه؛ خو د مدافع اتل پر وړاندې یې ښه مقاومت وښود او د ستاینې وړ لوبه یې ترسره کړه.

مدافع اتل؛ ایران، چې د خپلې څوارلسمې آسیا اتلولۍ په لټه کې دی؛ له ازبکستان سره به ولوبېږي. ایران د ګروپي پړاو ټولې درې لوبې ګټلې او له پوره باور سره حذفي پړاو ته داخلېږي.

د څلور غوره لوبډلو ټولې لوبې به د سې‌شنبې پر ورځ په جاکارټا ښار کې ترسره شي او د سیمې مینه‌وال به وکولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.

آریانا ټلویزیون د دې سیالیو د خپرولو رسمي حق لري او د حذفي پړاو پراخ پوښښ به د افغانستان لیدونکو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې له مینه‌والو غوښتنه شوې، چې د خپرونو د تازه معلوماتو لپاره د آریانانیوز او آریانا ټلوېزیون د ټولنیزو رسنیو پاڼې وګوري.

Continue Reading

لوبی

افغانستان لوبډلې سعودي عربستان ته پر ماته ورکولو د آسیاجام سیالۍ پیل کړې 

په دې لوبه کې د افغانستان لومړني دوه ګولونه د رضا حسین پور او وروستۍ ګول د امید قنبري له‌خوا ووهل شول.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په انډونیزیا کې د ۲۰۲۶ آسیا جام د فوټسال سیالیو په لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته ۳ پرصفر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان لومړني دوه ګولونه د رضا حسین پور او وروستۍ ګول د امید قنبري له‌خوا ووهل شول.

افغانستان به د جمعې پر ورځ په خپله راتلونکې لوبه کې له مالیزیا سره مخ شي او سعودي عربستان له ایران سره لوبه وکړي.

آریانا ټلویزیون به د آسیا فوټبال سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!