Connect with us

سوداگري

د افغانستان اوسپنې‌پټلۍ د پراختیا لپاره بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي- حق‌شناس

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي؛ اوسمهال د اړینو ریلي‌پټلیو د لارو په ګدون د هرات- کندهار او په بلخ، پکتیا او تورغونډۍ کې د اوسپنې‌پټلیو د غځولو د سروې کار روان دی.

خپور شوی

د

د ټولګټو چارو وزارت په ټول افغانستان کې د اوسبنې‌پټلۍ د ګڼو پروژو له چټکتیا خبر ورکړ، چې موخه یې د هېواد د ټرانسپورټي بنسټونو پیاوړتیا او په مرکزي او سویلي آسیا کې د یو مهم ټرانزیټ دهلیز کېدا ته وده ورکول دي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي؛ اوسمهال د اړینو ریلي‌پټلیو د لارو په ګدون د هرات- کندهار او په بلخ، پکتیا او تورغونډۍ کې د اوسپنې‌پټلیو د غځولو د سروې کار روان دی.

دا هڅې د هغه پراخ پلان برخه ده، چې د افغانستان لویې سرحدي لارې له یوه متحد ریلي سیسټم سره ونښلوي او ورسره به سوداګري، خوځښت او اقتصادي ودې ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان خصوصي سکټور د اوسپنې پټلۍ له پراختیا خپل ملاتړ څرګند کړی؛ د صادراتو او ملي عوایدو د زیاتوالي او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره یې پر وړتیا ټینګار کړی دی.

د سوداګرۍ مشران په دې باور دي، چې د دې پروژو له بشپړیدا سره به په سیمه‌ییزو اکمالاتي زنځیرونو کې د ګډون او داخلي لوژستیک ښه کولو لپاره د هېواد وړتیاوې بر ګوته کړي.

د هېواد په لویدیځ کې د خواف- هرات د اوسپنې‌پټلۍ د درېیم پړاو ودانیزې چارې له دې مخکې روانې دي. تمه ده، چې دا اړین دهلیز، چې افغانستان له ګاونډي ایران سره نښلوي؛ د بار وړلو او مسافرو لېږد دواړو ته آسانتیا برابروي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د هرات او مشهد ترمنځ د مسافر وړونکي ریلي سرویس خدمت ډېر ژر فعال شي. دا پرمختګ به د پولې دواړو خواوو ته د نښلولو لپاره یو اړین ګام وي.

په ورته وخت کې، د ټرانس- افغان اوسپنې‌ټلۍ دهلیز سټراټیژیکې پروژې ته چمتووالی پیل شوی، چې موخه یې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلول دي.

د دې لارې بشپړېدا به سیمه‌ییزې سوداګرۍ وده، د بار وړلو د لیږد وخت لنډولو او له وچې پورې تړلو مرکزي آسیا هېوادونو لپاره سمندري بندرونو ته د لاسرسي لپاره اړین رول ولوبوي.

دا بدلونونه د افغانستان د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې ځان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز په توګه بیا راڅرګند کړي؛ مرکزي آسیا، سویلي آسیا، منځني ختیځ او هاخوا سره ونښلوي. اوسني حکومت د بنسټونو بیارغونې ته لومړیتوب ورکړی او پر مهمو دهلیزونو لکه لاجورد لاره، د چابهار دهلیز او ټرانس-افغان اوسبنې‌پټلۍ تمرکز کوي.

سره له دې، چې روانې اقتصادي ننګونې شتون لري؛ افغان چارواکي ژمن دي، چې هېواد د براعظمونو ترمنځ پر یوه پل بدل کړي. د هغې جغرافیایي ګټې، چې کارول شوې ندي؛ له ټرانزیټي ظرفیت څخه ګټه پورته کړي. د اوسپن‌پټلۍ شبکې پراختیا د دې لید لپاره مرکزي ده؛ ځکه، چې د اقتصادي ځان‌بسیاینې او سیمه‌ییز ادغام لپاره نوې هیلې راټوکوي.

سوداگري

د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Continue Reading

سوداگري

ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

Published

on

د سرو زرو د نړیوالې شورا د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو زیاتولو ته مخه کړې ده.

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د ۷۴ مرکزي بانکونو د دغې سروې له مخې، ۵۴ سلنه ځواب‌ورکوونکو ویلي، چې د سرو زرو زېرمې به یې له بدلون پرته پاتې شي او یوازې یې د یوې سلنې د کمېدا شونتیا یاده کړې ده.

دغه راز ۹۳ سلنه ګډونوالو ویلي، چې اوسمهال سره زر د دوی د بهرنیو اسعارو د زېرمو برخه جوړوي. په داسې حال کې، چې دا کچه تېر کال ۸۱ سلنه وه.

د کړکېچونو پر مهال د سرو زرو ښه چلند، په اوږدمهال کې د ارزښت ساتنه، د زېرمو تنوع او د جیوپولیټیکي خطرونو پر وړاندې خوندیتوب هغه مهم عوامل بلل شوي، چې مرکزي بانکونه یې د دغه ګران بیه فلز د ساتلو لوري ته هڅولي دي.

یاد راپور دا هم ښيي، چې ځینې مرکزي بانکونه د خپلو سرو زرو د زېرمو د ساتنې ځایونه لېږدوي یا یې متنوع کوي. د سرو زرو د نړیوالې شورا د موندنو له مخې، Bank of England اوس هم د نړۍ د مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو د ساتنې تر ټولو محبوب مرکز ګڼل کېږي.

Continue Reading

سوداگري

د امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه

په بازار کې د نورو فلزاتو په بیه کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی؛ سپین زر، پلاټین او پالاډیوم ټولو تر درې سلنې ډېره وده کړې ده.

Published

on

د امریکا او ایران د شخړو د پای ته رسولو او د سیمه‌ییز کړکېچ د کمولو لپاره یوې لومړنۍ هوکړې ته له رسېدو وروسته د سرو زرو بیه له دوه سلنې ډېره لوړه شوه. دغه راز ورسره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راکمې شوې او د امریکايي ډالر ارزښت هم کمزوری شو.

د بازار د راپورونو له مخې، د سرو زرو د نغدو معاملو بیه د ۲.۵ سلنې له زیاتوالي سره هر اونس ۴زره او ۳۲۲ اعشاریه ۸۷ ډالرو ته رسېدلې، چې د جون له نهمې راپدېخوا تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

همداراز د امریکا د اګست میاشتې د سرو زرو راتلونکو معاملو بیه هم پر ورته کچه لوړه شوې او ۴زره او ۳۴۴ اعشاریه ۸۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

امریکايي او ایراني چارواکو ویلي، چې په دې هوکړه کې د جګړې د پای ته رسولو، پر ایران د امریکا د اقتصادي محاصرې د ختمولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو چوکاټ شامل دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

له دې بدلون وروسته د امریکايي ډالر ارزښت په تېرو لس ورځو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوی او د نفتو بیه هم تر څلور سلنې ډېره کمه شوې ده.

د بازار شنونکي وايي، چې دې وضعیت د بیو د لوړېدا بهیر ورو کړی او د سرو زرو د بیو د لوړېدو لپاره یې مناسبه فضا برابره کړې ده.

د KCM Trade شرکت لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د نفتو د بیو ټیټېدل او د ډالر کمزوري کېدل، چې د جیوپولیټیکي خطرونو د کمېدا پایله ده؛ په وروستیو ورځو کې د سرو زرو د بیو د ملاتړ مهم عوامل ول.

هغه خبرداری ورکړی، چې د دې بهیر دوام به تر ډېره د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د هوکړې له ټینګښت سره تړلی وي.

دغه راز ځینو مالي بنسټونو ویلي، چې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بې‌ثباتیو په اړه اندېښنې اوس هم د سرو زرو د اوږدمهالې غوښتنې ملاتړ کوي؛ خو د سود د کچې لوړېدا کولی شي پر بازار فشار راولي.

په بازار کې د نورو فلزاتو په بیه کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی؛ سپین زر، پلاټین او پالاډیوم ټولو تر درې سلنې ډېره وده کړې ده.

دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې نړیوال پانګه‌وال اوس د امریکا د فډرال ریزرف د سود د کچې د نوې پرېکړې پر تمه دي؛ هغه پرېکړه، چې د نړیوالو بازارونو راتلونکی ټاکلی شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!