تازه خبرونه
د حکومت د ثبات لپاره باید له صلاحیتونو څخه سالمه او شرعي استفاده وشي – سراج الدین حقاني
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د نظام استحکام او د ولس خدمت لوی امانت دی، چې باید په پوره اخلاص سره ادا شي.»
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراجالدین حقاني کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت په تالار کې د شهیدانو د ویاړ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي؛ « مجاهدین دې د حکومت د ثبات، مؤثرو خدماتو او مسوولانه چلند لپاره هڅه وکړي او له صلاحیتونو څخه باید سالمه او شرعي استفاده وشي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د نظام استحکام او د ولس خدمت لوی امانت دی، چې باید په پوره اخلاص سره ادا شي.»
سراج الدین حقاني زیاته کړې: د عفوې فرمان په تېرو څلور کلونو کې ښه پلی شوی او په هېواد کې امنيت تامين، اسلامي او ملي ګټې خوندي دي او د څلوېښت کلنې دښمنۍ ځای دوستۍ او ورورګلوۍ نیولې دی.
د کورنيو چارو وزارت د چارسمبالي د څرګندونو له مخې:« اختلاف د نظر ممکن دی؛ خو ټول باید د هېواد جوړونې او شریعت حاکمیت ته کار وکړو. د ټولنې اصلاح او د حکومت په استحکام کې د هر چا ونډه ضروري ده. »
نوموړي د کاپیسا د خلکو د مبارزې او جهادي هڅو د ستایلو تر څنګ ویلي؛ «د دوست او دښمن دواړو اعتراف دا دی، چې کاپیسا د خپلواکۍ د مبارزې یو له مهمو میدانونو څخه وه او ناممکن عملیات دلته ممکن شول».
هغه په دې غونډه کې د مسوولیتونو، دندو او صلاحیتونو د کره والی لپاره د ظرفیت لوړونې پر اړتیا ټينګار وکړ او څرګندوي : چې تل باید د زدهکړې په حال کې ووسو او د پوهې پر بنسټ په خپلو دندو کې پرمختګ وکړو.
دغه راز په دې غونډه کې د کاپیسا والي قاري بریال دې ولايت ته د دې وزارت د چارسمبالي راتګ د ویاړ او عزت سبب وباله او د نوموړي د جهادي دورې د یووالي، ښې رهبرۍ او بریاوو یادونه یې وکړه.
نوموړي د اسلامي امارت حکومت بریالیتوب د اتفاق او اتحاد نتیجه وبلله او د کاپیسا د ولسونو او مجاهدينو په استازیتوب یې د حکومت ترڅنګ د کلک درېدلو ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
لوبی3 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoهند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد امریکا په بند کې د افغان پناهغوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
