تازه خبرونه
د قطر په غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه وستایل شوه
عبدالمتین قانع د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې هڅې پر ستاینه سربېره ګډونوالو هېوادونو په دې اړه د مرستې او همکارۍ بشپړې ژمنې هم اعلان کړې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په قطر کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په غونډه کې د ډېرو هېوادونو لخوا د مخدره توکو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت جهاد، هڅه او مبارزه وستایل شوه.
عبدالمتین قانع د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې هڅې پر ستاینه سربېره ګډونوالو هېوادونو په دې اړه د مرستې او همکارۍ بشپړې ژمنې هم اعلان کړې.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د بدیل معیشت رامنځته کولو، او د روږدو کسانو د ملاتړ او درملنې په اړه مهم بحثونه وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او په دې برخه کې د ګډو هڅو په اړه پراخ بحثونه هم وشول.
د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې غونډه، چې د یوناما پر مشرۍ او د قطر پر کوربتوب ترسره شوه؛ د نړۍ د ۲۹ هېوادونو استازو ګډون درلود او د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیال دفتر استازو په کې ګډون درلود.
تازه خبرونه
د افغانستان د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمیټې سره د مرستې ماموریت پای ته رسیږي
د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.
د امنیت شورا د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې په روانه فبرورۍ کې د افغانستان د ۱۹۸۸ بندیزونو له کمیټې سره د مرستې کوونکې شننې ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې ماموریت د غځولو مسودې ته رای ورکړ شي.
د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.
د دې ډلې ماموریت د فبرورۍ پر اووهلسمه پای ته رسېږي.
ویل کیږي، چې دغه کمیټه د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او غړو هېوادونو ته د پلي کېدا په اړه یې د څار ډلې د راپورونو او سپارښتنو له لارې مرسته کوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت رهبر د “سنتي نبوي طب” پوهنځي د جوړولو وړاندیز منظور کړی دی.
دې وزارت ټینګار کړی، چې د “سنتي نبوي طب” پوهنځي جوړول به د روغتیايي علومو په پراختیا او د مسلکي کدرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.
تازه خبرونه
تېر او روان کال د نافذه قوانینو له لارې یو شمېر امارتي ځمکې بېلابېلو ادارو ته وسپارل شوې
د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.
د اسلامي امارت د رهبر شيخ هبةالله آخوندزاده د سپارښتنې له مخې په ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ل.ل کلونو کې د کابل ولايت مقام او د اراضي ریاست د پرلهپسې هڅو، اغېزمنې همغږۍ او نافذه قانوني له لارې، یو شمېر امارتي ځمکې د اصولو او مقرراتو پر بنسټ بېلابېلو امارتي ادارو ته انتقال شوې دي.
د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.
د کابل ولایت مقام او د اراضي ریاست ژمن دي، چې د دولتي ځمکو د ساتنې، اغېزمنې استفادې او د ملي ګټو د خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
د کابل ولایت مقام په دې اړه وایي: په پغمان ولسوالۍ کې تېر کال «د اراضي ریاست لهخوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۹۱۴٫۰۵) او (۱۵٫۲۴) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۹۲۹٫۲۹) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»
دغه راز په دهسبز ولسوالۍ کې د اراضي ریاست لهخوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۱۵) او (۱۵٫۱۱) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۳۰٫۱۱) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»
همدارنګه «په دهسبز ولسوالۍ کې د دادخدا د فضل احمد د وارثینو (۲۰۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست ته انتقال شوې ده.»
په چارآسیاب او بګرامیو ولسوالیو کې «پر ترتیب (۴) او (۱٫۲۶) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۵٫۲۶) جریب کېږي؛ د اراضي ریاست لهخوا ټولګټو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»
د خبرپاڼې له مخې؛ په بګرامیو ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې ده.
په همدې ترتیب په روان کال کې په« خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې د اراضي ریاست لهخوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته د (۱۰) او (۱۰) بسوې ځمکه، چې مجموعه یې (۱) جریب کېږي؛ انتقال شوې ده.»
دغه راز «په میربچهکوټ ولسوالۍ کې (۱۱۱۶٫۸۹) جریب ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د عامې روغتیا وزارت ته انتقال شوې ده.»
په پغمان او بګرامي ولسوالیو کې پر ترتیب (۱۱۳۸) جریب او (۲۲۷۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»
او «په دهسبز ولسوالۍ کې (۱۹۸٫۵۵۵) جریب ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته انتقال شوې ده.»
«په قرهباغ ولسوالۍ کې (۶۲۳۰) مټرمربع ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ته انتقال شوې ده.»
« په خاکجبار ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته انتقال شوې ده.»
« په پغمان ولسوالۍ کې (۲۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د ملي امتحاناتو ادارې ته انتقال شوې ده.»
« په استالف، پغمان، دهسبز، شکردرې، چهارآسیاب او بګرامي ولسوالیو کې د اراضي ریاست لهخوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته د بېلابېلو موقعیتونو (۱۲) جریب ځمکه انتقال شوې ده.»
ویل کیږي، چې په چهارآسیاب ولسوالۍ کې (۵۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست لهخوا د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ملي ادارې ته انتقال شوې ده.»
-
لوبی1 day agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
تازه خبرونه16 hours agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تحول3 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه1 day agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه20 hours agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پوځ پر وړاندې د بلوڅ آزادي غوښتونکو بریدونه
-
تازه خبرونه20 hours agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
