نړۍ
په غزه کې د اوبو وېش پر مهال د ۲۰ ماشومانو مرګ او ژوبله تخنیکي تېروتنه وه
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې موخه یې د اسلامي جهاد ډلې غړي وه؛ خو توغندی د “تخنیکي تېروتنې” له کبله لسګونه مټره لرې ولګېد.
ځایي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ دوهویشتمه) په غزه کې د اوبو وېش پر مرکز د اسرائیلو د راکټي برید له کبله لږ تر لږه اته فلسطینیان، چې ډېری یې ماشومان دي؛ ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې موخه یې د اسلامي جهاد ډلې غړي وه؛ خو توغندی د “تخنیکي تېروتنې” له کبله لسګونه مټره لرې ولګېد.
ځایي چارواکو ویلي؛ د اسرائیلو دې توغندي د کډوالو په نصیرات کمپ کې د اوبو وېش پر مرکز ولګېد، چې له کبله یې شپږ ماشومان ووژل شول.
د اسرائیلي پوځ د خبرپانې له مخې؛ “پوځ بې ګناه ملکي وګړو ته د هر راز زیان په اړه خواشیني دی” او زیاته شوې، چې دا پېښه تر څېړنې لاندې ده.
د اوبو کمښت په وروستیو اوونیو کې د غزې یوه ستره ننګونه ګرځېدلې ده. د تېلو او سونګتوکو کمښت د اوبو او فاضله توکو د پاکولو فابریکې بندې کړي، چې اوسیدونکي یې د اوبو د وېش له مرکزونو سره تړلي دي.
فلسطیني رسنیو راپور ورکړ، چې په یوه بل برید کې د یکشنبې پر سهار د غزې پر یوه بازار د اسرائیلو د هوايي برید له کبله د روغتون د یو سلاکار په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.
د غزې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر له میاشتې د اسرائیلو او حماس ترمنځ په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر کسان وژل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ نور هم ورزیات شوي دي.
ویل کیږي، چې په دوحه کې د امریکا د ۶۰ ورځیني وړاندیز شوي اوربند په اړه غیر مستقیمې خبرې اترې روانې دپ؛ خو په تېره اوونۍ کې د احتمالي وړاندویېنې په اړه خوشبیني پر پراخه کچه کمه شوې او دواړه خواوې یو بل د انعطاف منونکي نهبولي.
نړۍ
د امریکا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه په کالیفورنیا کې ولوېده؛ په کې اته کسان ووژل شول
د رویټرز د راپور له مخې: دغه الوتکه، چې د اټومي او دودیزو وسلو د لېږد لپاره جوړه شوې؛ په یو عادي روزنیز ماموریت کې له الوتنې څخه لږ وروسته د هوايي ډګر پر ځغاستليکه راوغورځېده او اور یې واخیست.
نړۍ
په فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووهلسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بېثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.
د اووه صنعتي هېوادونو د مشرانو(جي۷) سرمشریزه د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي پېنځهویشتمه) د فرانسې په یوه ساحلي میلمستون کې پیل او یوازې څو ساعته له هغې وروسته ترسره شوه، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو د لومړني پړاو هوکړه اعلان شوه.
د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووهلسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بېثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې غونډه کې ګډون کوي. په داسې حال کې، چې ګڼ شمېر نړیوال مشران د واشنګټن د تګلارو د نهوړاندویېنې وړ اندېښنې څرګندوي.
د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې، د جي۷ مشران غواړي د امریکا او ایران د هوکړې جزئیات وڅېړي؛ هغه هوکړه، چې د پراخ اوربند، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو مذاکراتو د پیل پر لوري ګام بلل کېږي.
د دې هوکړې له مخې، د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو او ګازو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي؛ ټاکل شوې د جمعې پر ورځ بیا پرانیستل شي، چې دا اقدام د نړیوالې انرژۍ د بازارونو پر وضعیت د پام وړ اغېز لرلی شي.
دغه راز راپورونه ښيي، چې د دې هوکړې رسمي هوکړهلیک به د جمعې پر ورځ په سویس کې لاسلیک شي؛ خو د هغې بشپړ جزئیات اوس هم خپاره شوي نهدي.
د اروپايي ټولنې مشران، په ځانګړي توګه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هڅه کوي له دې فرصت څخه د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او جیوپولیټیکو کړکېچونو د کمولو لپاره ګټه واخلي.
د جي۷ پر غړو هېوادونو سربېره د متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، برازیل، هند، کینیا او سویلي کوریا استازي هم په ځینو غونډو کې ګډون کوي، چې د وروستیو بدلونونو پر سیمهییزو او نړیوالو اغېزو خبرې وکړي.
شنونکي وايي، وروستۍ پرمختیاوې ښيي، چې دا هوکړه کولی شي د وروستیو کلونو له مهمو جیوپولیټیکي بدلونونو څخه یوه رامنځته کړي او د انرژۍ بازارونو، سیمهییز امنیت او د نړیوالو قدرتونو اړیکو ته جدي بدلون ورکړي.
نړۍ
د امریکا او ایران ترمنځ د سولې پیلیزه هوکړه وشوه؛ هرمز تنګی به بېرته پرانیستل شي
بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي هم دا هوکړه تائید کړې او هغه یې د کړکېچ د کمېدا او سیمې ته د ثبات د بېرته راګرځېدو لپاره مهم ګام بللی دی.
په یوه مهم ډیپلوماټیک بدلون کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې واشنګټن او تهران د سولې هوکړې ته رسېدلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې پای ته رسوي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو او تېللېږدوونکو کښتیو د آزاد تګ راتګ زمینه برابروي.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې وویل، چې له ایران سره هوکړه وروستۍ شوې او له مخې به یې په هرمز تنګي کې شته محدودیتونه لرې شي.
هغه زیاته کړې، امریکايي سمندري ځواکونه به هم د دې سټراټیژیکې اوبلارې محاصره پای ته ورسوي.
بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي هم دا هوکړه تائید کړې او هغه یې د کړکېچ د کمېدا او سیمې ته د ثبات د بېرته راګرځېدو لپاره مهم ګام بللی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه هوکړه له پراخو او پرلهپسې خبرو اترو وروسته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په هوکړه کې پر ټولو جبهو د لبنان په ګډون د پوځي عملیاتو سمدستي درول هم شامل دي.
هغه زیاته کړې، چې د هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به د جون پر نولسمه په سویس کې ترسره شي.
ویل کېږي، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او ترکیې د منځګړیتوب او خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د قطر چارواکو له دې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د تلپاتې سولې، په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د آزادۍ او د سیمې او نړۍ د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
همداراز د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم له هوکړې هرکلی کړی او د هغې د ټولو مادو پر بشپړ پلي کېدا او د هرمز تنګي پر دوامدارې پرانیستنې یې ټینګار کړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس دا هوکړه په منځني ختیځ کې د «نوې دورې» پیل بللی او هیله یې ښودلې، چې د تاوتریخوالي کمېدل به د سیمې ثبات پیاوړی او د نړۍ په بازارونو کې د انرژۍ بیې راټیټې کړي.
هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او بشپړه پرانیستنه یې کولی شي پر نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو د پام وړ اغېز ولري.
-
نړۍ3 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري3 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
سوداگري4 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
