Connect with us

تازه خبرونه

نوره به مو ټولنه او سیمه له مخدره توکو ونه‌کړیږي – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مخدره توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د اسلامي امارت د اغېزمنو هڅو او لاسته راوړنو په اړه پوره بحثونه وشول.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د عملیاتي څانګې له مشر بو متیانس سره په لیدنه کې ویلي؛ اسلامي امارت د مخدره توکو پر وړاندې په خپل دریځ کې “جدي” دی او اجازه به ورنکړي، چې ټولنه او سیمه مو بیا دا پدیده ورنځوي.

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مخدره توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د اسلامي امارت د اغېزمنو هڅو او لاسته راوړنو په اړه پوره بحثونه وشول.

متقي د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه تاریخي وبلله او وایي، چې د هېواد ټولې ادارې او امنیتي ځواکونه په جدي توګه د دې پدیدې پر وړاندې ولاړ دي.

 هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت، د عاید قانوني سرچینو چمتو کولو او د څارویو، کرنې او د کوچنیو تولیدي پروګرامونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

هغه اندېښمن شوی؛ افغانستان ته د مخدره توکو قاچاق یو جدي ګواښ ګرځیدلی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له هېواد څخه بهر د دې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بو متیانس هم افغانستان ته خپل سفر اړین یاد کړ او د مخدره توکو پر وړاندې یې د اسلامي امارت له پرېکنده هڅو ستاینه وکړه او ترسره شوي کمپاینونه یې مثبت وارزول.

دواړو خواوو همدارنګه ټینګار وکړ، چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه باید غیر سیاسي پاتې شي، د بشري همکارۍ روحیه باید وساتل شي او د مخدره توکو د مخنیوي په اړه غونډې باید عملي پایلې ولري.

تازه خبرونه

د هېواد په ۵ ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې

د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر زیاته کړې؛ یادې مېرمنې، چې له  تېرو څو کلونو راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د بې معنی غیرتونو او ناوړه د دودونو پر بنسټ نه یوازې ځورېدلې، بلکې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ وې؛ د محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.

Published

on

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې دي.

د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر زیاته کړې؛ یادې مېرمنې، چې له  تېرو څو کلونو راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د بې معنی غیرتونو او ناوړه د دودونو پر بنسټ نه یوازې ځورېدلې، بلکې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ وې؛ د محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.

نوموړي ویلي؛ محتسبین د مېرمنو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

دغه راز د دې وزارت محتسبینو تېره میاشت د هېواد پر کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې له  ۱۰۰ څخه دېرې قضیې؛ د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل کړې دي.

 همدارنګه سیف الاسلام خیبر آریانانیوز ته په یو غږیز پیغام کې څرګنده کړې؛  دې وزارت په لومړیو درې ربعو کې د مرکز او ولایتونو ۸۸۴۶  ولسي شکایتونه ثبت کړي او ۵۱۳۲ حل او رسېدنه ورته شوې ده.

همدا راز ۲۷۶۱ نور شکایتونه تر څېړونو لاندې دي  او  ۹۵۳ نور له قانون سره د نه‌سمون له کبله رد شوي دي.

ویل کیږي، چې ټول هېوادوال کولی شي پرته له کوم خنډ څخه خپل شکایتونه د ۱۹۱ وړیا شمېرې له لارې او یا هم په مرکز او ولایتونو کې د دې وزارت په اړوند څانګو کې ثبت کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

Published

on

روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او  اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي.  دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلال‌آباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.

#آریانانیوز #ننګرهار #جلال‌آباد #دچت‌تړېدا #غوچک #افغانستان

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!