Connect with us

نړۍ

د غزې په شمال کې د خوراکي توکو د مرستې د ترلاسه کولو پر مهال ۶۷ فلسطینیان ووژل شول

رویټرز د یکشنبې د ورځې د پېښې په اړه څرګنده کړې، چې د خوړو د وېش پر کتار د اسرائیلو د بریدونو له برید رامنځته شوې مرګ او ژوبله ترټولو زیاته وه.

خپور شوی

د

د غزې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د غزې په شمال کې د خوړو د وېش پر مهال کتار لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیان د اسرائیلو د برید له کبله ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي او دغه راز په جنوبي غزه کې هم د مرستو د وېش ځای ته نږدې ۳۶ نور کسان وژل شوي دي.

رویټرز د یکشنبې د ورځې د پېښې په اړه څرګنده کړې، چې د خوړو د وېش پر کتار د اسرائیلو د بریدونو له برید رامنځته شوې مرګ او ژوبله ترټولو زیاته وه.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو د یکشنبې پر ورځ د غزې په شمال کې د زرګونو خلکو پر ګڼه ګوڼه د بېړني ګواښ له احساس کولو وروسته څو هوايي ډزې وکړې. دې پوځ د یکشنبې د ورځې مرګ او ژوبله هم مبالغه وبلله او څرګندوي، چې سرتېري ” د بشري مرستو پر لېږدونکو موټرو پرته له دلیله ډزې نه‌کوي.”

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د خوراکي توکو د مرستې د لېږدونکو ۲۵ لاریو کاروان له رسیدو سره سم ” وږو ملکي وګړو ” د موټرو پرلوري رامنډه کړه، چې تر برید لاندې راغلل.

د یاد پروګرام د خبرپاڼې له مخې: “د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې د بشري مرستو په لټه کې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی په بشپړ ډول د منلو وړ ندی.”

د حماس یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې حماس په غزه کې د ملکي وګړو پر مرګ او ژوبله او د لوږې له کبله پر رامنځته شوي ناورین غمجنه دی او کولی شي په قطر کې د اوربند پر روانو خبرو اترو اغېزه وکړي.

د غزې روغتیایي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو د ډزو او هوایي بریدونو له کبله په ټوله تړانګه کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د غزې ډېری برخې ۲۱ میاشتنیوو جګړو ویجاړې کړې دي او د بندیزونو له کبله لوږه نوره هم زیاته شوې ده.

د فلسطین روغتیایي چارواکو زیاته کړې؛ روغتونونه له هغو ناروغانو څخه ډک دي، چې د لوږې له کبله پر سر درد او کمزورۍ اخته شوي او دا وېره یې رامنځته کړې، چې سلګونه کسان به یې ډېر ژر ساه ورکړي.

د غزې روغتیا وزارت وایي: “مونږ خبرداری ورکوو، چې د سلګونه خلکو فزیکي ځواک کم شوی او د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخ دي.”

ملګرو ملتونو هم د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ملکي وګړي له لوږې مړه شوي او بېړنيو نورو مرستو ته اړتیا لري.

د غزې اوسیدونکو رویټرز ته ویلي، چې د اوړو په څېر لومړني خواړه موندل ناممکن دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د جګړې پرمهال لږ تر لږه ۷۱ ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي او ۶۰ زره نور د خوارځواکۍ له نښو نښانو سره مخ دي.

دغه راز دې وزارت د یکشنبې پر ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ کسان د لوږې له کبله مړه شوي دي.

د خوړو کمښت د غزې د نفوس، چې له دوه میلیون څخه ډېر دي؛ بیې ډېرې لوړې کړې دي.

ډېرو خلکو رویټرز ته ویلي، چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو وخت یا هیڅ خواړه ندي خوړلي.

یو نرس ویلي: “د پېنځه ماشومانو د پلار په‌توګه؛ سهار وختي له خوبه پاڅیږم، چې خواړه او حتی د وچې ډوډۍ یوه ټوټه پیدا کړم؛ خو ډېری وختونه مې هڅې بې ګټې شي.

هغه رویټرز ته څرګنده کړې: “هغه خلک، چې د بمونو له کبله نه‌مري؛ د لوږې له کبله به مړه شي. مونږ همدا اوس د دې جګړې پای غواړو، اوربند غواړو، حتا د دوه میاشتو لپاره.”

د غزې نورو خلکو هم ویلي، چې دوی په سړکونو کې د ګرځېدو پرمهال سرځېدنې سره مخ کیږي او ډېری یې بې هوښه شي.

ځینې پلرونه له خپلو خیمو څخه وځي، چې ماشومانو ته د خوړو د غوښتنو پوښتنو ته ځواب نشي ویلی.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اونروا UNRWA له اسرائیلو څخه غوښتي، چې غزې ته د نورو مرستو لاریو ته اجازه ورکړي، چې د غزې ټولو خلکو ته له درې میاشتو څخه ډېر خواړه نلري؛ خو اسرائیل کاروانونو ته د ننوتلو اجازه نه‌ورکوي.

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading

نړۍ

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د افغانانو پر وړاندې اسلام ضد څرګندونې وغندلې

دې بنسټ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پروګرام په اړه د امریکا د سنا د قضايي کمیټې غونډه د سیاسي بریدونو، د ناسمو تورونو خپرولو او د مسلمانانو د خدمت کوونکو ټولنو پر نښه کولو لپاره یوه مرحله ګرځېدلې ده.

Published

on

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) او د هغې د کالیفورنیا څانګې د امریکا د کانګرس د فرعي کمیټې په ګډه غونډه کې اسلام ضد څرګندونې او د افغانانو ملامتول پر کلکه غندلي دي.

دې بنسټ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پروګرام په اړه د امریکا د سنا د قضايي کمیټې غونډه د سیاسي بریدونو، د ناسمو تورونو خپرولو او د مسلمانانو د خدمت کوونکو ټولنو پر نښه کولو لپاره یوه مرحله ګرځېدلې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې په بهیر کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا پر وړاندې “بې بنسټه او بدناموونکي” تورونه ولګول شول او د مسلمانانو ضد نظرونو لرونکی یوه افراطي څېره د شاهد په توګه غونډې ته بلل شوې ده.

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا ټینګار کړی؛ دا ډول څرګندونې د امریکایي مسلمانانو، افغان کډوالو او هغو بنسټونو د بدنامولو لپاره د پراخ کمپاین یوه برخه ده، چې د کډوالو او بشري حقونو په ځانګړي توګه له فلسطیني حقونو څخه ملاتړ کوي.

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا مرستیال اډوارډ احمد میچل ویلي، چې یو شمېر سناتورانو له غونډې څخه د مهاجرینو، کډوالو او امریکایي مسلمانانو پر وړاندې د نفرت د راپارولو لپاره کار واخیست.

دغه راز د امریکا-اسلامي اړیکو د کالیفورنیا شورا اجرائیوي رییس دا غونډه “شرموونکې سیاسي ننداره” وبلله او زیاتوي، چې پر اغېزمنې پالیسۍ جوړونې او عامه خوندیتوب د تمرکز کولو پرځای؛ دا د افغانانو او مدني ټولنې ادارو د بدنامولو لپاره کارول شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته لسګونه زره افغانان د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي او د دوی د قانوني حیثیت او بیا میشتېدنې په اړه بحثونه روان ساتل شوي دي.

Continue Reading

نړۍ

قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په تخنیکي غونډه کې ګډون وکړ

د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.

Published

on

قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکې ډلې په لومړنۍ تخنیکي غونډه کې، چې د دې ټولنې د سعودي عربستان د جدې د مرکزي دفتر پر کوربتوب ترسره شوې؛ ګډون وکړ.

د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.

هغه په ​​خپله وینا کې ټینګار کړی؛ دا غونډه په یوه حساس پړاو کې ترسره کیږي او د افغانستان د وضعیت لپاره یوه داسې متوازن او ګډ چلند ته اړتیا ده، چې بېړنۍ بشري مرستې، مسوولانه سیاسي تعامل او د افغانستان د ځانګړو شرایطو درک د اسلامي همکاریو ټولنې د اصولو په چوکاټ کې سره یوځای کړي.

الخلیفي زیاته کړې؛ دا غونډه د تخنیکي ارزونو د تبادلې، د هڅو د همغږۍ او د عملي وړاندیزونو د ترتیب لپاره یو مهم فرصت دی، چې د افغانستان په اړه د اغېزمنو او همغږو اقداماتو لپاره د وزیرانو د اړیکې ډلې وړتیا پیاوړې کوي.

هغه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د “دوحې بهیر” کوربتوب ته هم نغوته(اشاره) وکړه او څرګندوي؛ دا اقدام د قطر د دې قوي باور پر بنسټ رامنځته شوی، چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره ترټولو اغېزمنه لار رغنده خبرې اترې دي.

د هغه په وینا، د دوحې بهیر د افغانستان په اړه د نړیوالو هڅو یو مهمه لاسته راوړنه ده او د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو او همغږۍ لپاره یې یو واحد چوکاټ برابر کړی دی.

د قطر استازي زیاته کړې؛ د دوحې بهیر په درېیم پړاو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د رول په برخه کې دوه کاري ډلې جوړې شوې، چې موخه یې د افغانستان د چارسمبالي حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د عملي خبرو اترو جوړول او د هېواد بشري او پرمختیایي اړتیاوو ته لاسرسی دی.

ډاکټر الخلیفي هیله څرګنده کړې؛ دا غونډه به عملي او رغنده پایلې ولري، چې د اسلامي یووالي روحیه راوځلوي او د افغانستان په اړه د مسوولانه ګډ چلند لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!