Connect with us

تازه خبرونه

ترکمنستان او پاکستان د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه وکړه

دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ټاپي پروژې کارونه په افغانستان کې د تېر پر پرتله ښه چټک روان دي.

خپور شوی

د

په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف او د پاکستان د مالیې او عوایدو وزیر محمد اورنګزیب سره کتلي او دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چټکتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ټاپي پروژې کارونه په افغانستان کې د تېر پر پرتله ښه چټک روان دي.

پاکستانيو رسنیو په اسلام‌آباد کې د ترکمنستان سفارت د څرګندونو له مخې ویلي؛ د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف د پاکستان د مالیې او عوایدو له وزیر محمد اورنګزیب سره وکتل او د ټاپي پروژې د چټکتیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

اقتصاد وزارت ويلي، چې افغان لوری هم ټاپي پروژه د سیمې د اقتصادي ثبات لپاره مهمه پروژه بولي او زیاتوي، چې د دې پرژوې عملي کېدا د اسلامي امارت کاري لومړیتوب دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي:« د ټاپي پرژوې چارې په هېواد کې خورا چټکې روانې دي او اسلامي امارت هم د دې پروژې د چارو عملي کېدا او بشپړېدا اړینه بولي. دا پروژه کولی شي په سیمه کې مهم اقتصادي بدلونونه رامنځته کړي. هیله لرو، چې د دې پروژې ټول غړي هېوادونه په چارو کې خپله همغږي پراخه کړي».

دغه راز د خصوصي سکټور غړي هم ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې د اقتصادي پراخیتا لپاره اړینه بولي او څرګندوي، چې افغان لوري که  څه هم د دې پروژې چارې پیل کړي؛ خو اړینه دا ده، چې د دې پروژې چارو ته پراختیا ورکړ شي.

د صنایعو او کانونو خونې پخوانی رییس شېرباز کمین زاده وایي:« ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون د ټولي سیمې لپاره اړینه ده؛ ځکه په دې نل‌لیکه کې آسانه او ارزانه انرژۍ لېږدول کیږي. مونږ هیله لرو، چې د دې انرژۍ لومړۍ ګټه زمونږ هېواد او په نوبت سره بیا هند او پاکستان ته ورسیږي. دا یوه اړینه پروژه او هیله من یم، چې چارې یې نورې هم چټکې او پراخه شي.»

د ټاپي پروژې  د نل‌لیکې اوږدوالی  ۱۸۱۴ کیلو مټره دی، چې ۲۱۴ کیلومټره له ترکمنستان، ۷۷۴ له افغانستان  او ۸۲۶ کیلومټره نور د پاکستان له خاورې تېريږي.

ټاپي پروژه د افغانستان لپاره د ارزښت وړ ده؛ ځکه، چې له پلي کېدو سره به یې  طبیعي ګازو ته لاسرسی آسانه او په کور د ننه به د انرژۍ د اړتیا پوره کېدو ترڅنګ د صنعتي پرمختګ او کورني اقتصاد د ودې لامل هم شي.

تازه خبرونه

د روان کال په څلورمه ربع کې له ۷۱زره ډېرې قضیې څېړل شوې دي – احصائیوي راپور

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د ۱۴۴۷ سپوږمیز لېږدیز کال د څلورمې ربعې د قضایي او اداري فعالیتونو احصائیوي راپور خپور کړ، چې له مخې یې د هېواد پر کچه له ۷۱زره ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې محاکمو د ښځو د میراث اړوند ۳زره او ۳۸۸ او د نشه‌یي توکو او مسکراتو اړوند ۴زره او ۵۶۵ قضیو ته هم رسېدنه کړې ده.

د سترې محکمې د راپور له مخې، په څلورمه ربعه کې ۳۷زره او ۱۷۶ بېلابېلې شرعي او قانوني وثیقې هم صادرې شوې دي.

دغه راز د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست او د قضایي معاونیت له لوري ۴زره او ۴۱۳ عرایضو ته رسېدنه شوې او د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱زر او ۱۸۹ عرایضو، غوښتنو(استهداآتو) او نورو اداري موضوعاتو اړوند اجراآت ترسره کړي دي.

راپور زیاتوي، چې د قضایي مسوولانو، عالمانو، سپین‌ږیرو او قومي مخورو پر منځګړیتوب د قتل د ۱۲۰ قضیو په اړه د شرعي احکامو له مخې د دیت، سولې، جوړجاړي او ابراء پر بنسټ حکمونه هم صادر شوي دي.

سترې محکمې ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت د احکامو پر بنسټ به د خلکو د حقونو د خوندي کولو، قضیو ته د پر وخت او عادلانه رسېدنې او د معیاري قضایي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلام‌آباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان واک له لاسه ورکړی ــ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر

سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونه‌لټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مه‌کوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نه‌دي.»

Published

on

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پاکستان د مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو سختې نیوکې کړي او څرګندوي؛ اسلام‌آباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان خپل واک له لاسه ورکړی او د دغو سیمو خلک باید د ناکامو امنیتي تګلارو قرباني نهشي.

سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونه‌لټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مه‌کوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نه‌دي.»

هغه په دغو ایالتونو کې د ناامنۍ د زیاتېدا په اړه ویلي؛ اوسنی امنیتي کړکېچ ښيي، چې د اسلام‌آباد امنیتي تګلارې جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: هغه ادارې، چې د هېواد د امنیت او دفاع مسوولیت لري؛ د خپلو اصلي دندو پر ځای پر سیاسي سیالیو بوختې شوې دي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا ادعا هم کړې، چې د پاکستان حکومت مخکې پر لوی لاس په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بې‌ثباتۍ زمینه برابره کړې وه او اوس یې د دواړو ایالتونو واک له لاسه ورکړی دی.

اپریدي د کشمیر په اړه د اسلام‌‌آباد پر تګلارې هم نیوکه کړې او وایي، پاکستان کلونه کشمیر د خپلې خاورې برخه بلله؛ خو اوس د همدې سیمې پر خلکو ډزې کوي.

هغه زیاته کړې:« که وسله د ستونزو حل وای؛ نو په خیبرپښتونخوا کې به له ۲۲ کلونو وروسته سوله ټینګه شوې وای. همدارنګه، که زور د تېرو ۷۸ کلونو د ستونزو حل وای؛ نن به پاکستاني چارواکي د کړکېچ او د نظام د احتمالي ړنګېدا خبره نه کوله.»

دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو میاشتو راپدېخوا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه او ناامني ډېره شوې او د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپارېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نورستان سیلاب‌ځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د سیلابونو قربانیانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت او جنت‌الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ(د زمري دولسمه) د یوه پلاوي پر مشرۍ نورستان ولایت ته سفر کړی او د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د سیلابونو قربانیانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت او جنت‌الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، د سیلابونو له رامنځته کېدا سره سم د اسلامي امارت اړوند ادارو مسوولانو سیمې ته ځان رسولی و او د شته امکاناتو له کارولو سره یې د زیانمنو شویو د ژغورنې او د وضعیت د کابو کولو هڅې کړې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیانمنو شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو ټولو شته امکاناتو په کارولو ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت مسوولان د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

په دې سفر کې د خصوصي سکټور یو شمېر استازو هم ګډون کړی او له سیلاب‌ځپلیو کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نورستان یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیلاب‌ځپلیو د اسلامي امارت د پلاوي له حضور او شویو مرستو مننه کړې او خپلې غوښتنې او ستونزې یې ملا عبدالغني برادر ته وړاندې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر هم ډاډ ورکړی، چې د یادو شویو ستونزو د ارزونې او اواري لپاره به اړوندې ادارې لازمې هڅې ترسره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117