Connect with us

نړۍ

د ناټو پر ځای دې د هېوادونو یوه ډله په اوکراین کې د سولې ضمانت وکړي- لاوروف

د یکشنبې پر ورځ (د وږي دوه‌يمه) د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له NBC سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ولادمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو پر مهال د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه بحث کړی دی.

خپور شوی

د

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له اوکراین سره د سولې د شرایطو او امنیتي تضمینونو په اړه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو جرمني او ترکیې په ګډون د نورو هېوادونو یوه ډله باید د اوکراین د امنیت ضمانت وکړي؛ نه تاټو.

د یکشنبې پر ورځ (د وږي دوه‌يمه) د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له NBC سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ولادمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو پر مهال د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه بحث کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې پوتین په ۲۰۲۲ کې د استانبول تړون ورپه‌ګوته کړ، چې تر دې دمه پلي شوی ندی.

د دې تړون د مسودې له مخې؛ روسیې او اوکراین په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پېنځه دایمي غړو د امنیتي تضمینونو په بدل کې د کیف پر دایمي بې‌پریتوب خبرې کړې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې لیکنې له مخې؛ سرګي لاوروف په مرکه کې ویلي: “د اوکراین د امنیت ضمانت کوونکي باید بې‌پرې وي؛ اوکراین باید غیراټومي وي او د کوم پوځي بلاک غړی نه‌وي.”

سرګې لاوروف دا هم روښانه کړې، چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د روسیې لپاره د منلو وړ ندی؛ روسیه غواړي په اوکراین کې د روسي ژبو خلکو ساتنه او د ځمکنیو مسلو په اړه خبرې وکړي.

رویټرز خبري سرچینې د درې سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له اوکراین څخه غوښتي، چې د دونباس ټوله ختیځه سیمه پرېږدي. د دې سرچینو د څرګندونو له مخې؛  پوتین دا غوښتنه هم کړې، چې اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره خپلې ځانځاني پرېږدي او دا هېواد بې‌پرې پاتې شي او له خپلې خاورې څخه لویدیځ ځواکونه وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولادمیر زیلینسکي د روسیې او امریکا د ولسمشرانو له غونډې مخکې ویلي وه، چې اوکراین به هیڅکله د سولې د ترلاسه کولو لپاره خپله خاوره روسیې ته ونه‌سپاري او زیاتوي: “اوکراینیان به هیڅکله خپله خاوره نیواکګروته ورنکړي” او د اوکراین پر وړاندې غیابي پرېکړې د منلو وړ ندي.

نړۍ

ټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل

ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرله‌پسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې له بنیامین نتنیاهو سره یې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته «لېونی» ویلي او په لبنان کې یې د اسرائیل د بریدونو له روان ساتلو ناخوښي ښودلې ده.

ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرله‌پسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ټیلیفوني اړیکه کې نتنیاهو ته ویلي: «ته لېونی یې. که زه نه وای، اوس به په زندان کې وې. زه دې ژغورم. اوس ټول له تا کرکه کوي. ټول له همدې کبله له اسرائیل څخه کرکه لري.»

نتنیاهو د دې راپور په غبرګون کې د اړیکې له جزئیاتو ډډه کړې؛ خو څرګندوي، چې له ټرمپ سره یې اړیکې بدلې شوې نه‌دي او دواړه لوري اوس هم ګډې موخې لري.

د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړې، چې د یوې کورنۍ د غړو په څېر کله ناکله د ده او ټرمپ ترمنځ پر تکتیکي مسایلو اختلافونه رامنځته کېږي؛ خو تل د هغو د حل لپاره یوه لار پیدا کوي.

بل لور ته ایران ویلي، تر هغې، چې اوربند لبنان هم رانغاړي؛ له امریکا سره به د جګړې د پای ته رسولو په اړه له هیڅ هوکړې سره موافقه ونه‌کړي.

سره له دې، چې د امریکا پر منځګړیتوب د دوشنبې پر ورځ یوه هوکړه اعلان شوې؛ خو د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې اوس هم روانې دي.

لبناني سرچینو ویلي، چې د لبنان په سویل کې د اسرائیل پر بریدونو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ دا ادعا هم کړې، چې نتنیاهو یې له ایران سره جګړې ته نه‌دی هڅولی او ټینګار کوي، چې دا پرېکړه خپله ده کړې؛ ځکه د هغه په وینا، ایران ته باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنه‌کړ شي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له ایران سره د ۲۰۱۵ز.کال د اټومي هوکړې د پرېښودو له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ادعا یې کړې، که دا کار یې نه وای کړی؛ اسرائیل به اوس له خورا سخت وضعیت سره مخ و.

Continue Reading

نړۍ

د احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کول د سوریې د اقتصاد د بیارغونې او د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره اړتیا ده.

Published

on

د سوریې ولسمشر احمد السرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې د اقتصاد د ملاتړ او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کول د سوریې د اقتصاد د بیارغونې او د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره اړتیا ده.

سره له دې، چې امریکا پر سوریې د لګول شویو بندیزونو ډېره برخه لغوه کړې او د «سزار» قانون هم پای ته رسېدلی دی.

واشنګټن ویلي، چې ځینې محدودیتونه به اوس هم د بشارالاسد، د هغه د نږدې کسانو، د بشري حقونو د سرغړونو پر تورنو او له مخدره توکو د قاچاق له شبکو سره پر تړلو کسانو پاتې وي.

دغه راز امریکا د هغو هېوادونو په نوملړ کې د سوریې د شاملېدا وضعیت ارزوي، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي بلل کېږي. دغه موضوع پر بهرنیو مرستو، دفاعي صادراتو او ځینو مالي راکړو ورکړو اغېز لري.

د بندیزونو بشپړ لرې کېدل د سوریې د نوي حکومت د بریا له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

ویل کیږي، چې یو شمېر سعودي شرکتونو په سوریه کې څو میلیارډ ډالرو پانګونو ته چمتووالی ښودلی او ځینو خلیجي هېوادونو هم دمشق ته د مالي مرستو ژمنې کړې دي.

Continue Reading

نړۍ

د پنسلوانیا پر سړک سخت امنیتي بندیز؛ سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله‌وال په ډزو کې ووژل شو

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

Published

on

د شنبې پر ماښام د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښار په مرکز کې هغه مهال سخت امنیتي تدابیر ونیول شول، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې یوه شکمن وسله‌وال ډزې وکړې او د پټو خدماتو ځواکونو له لوري ووژل شو.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا د پټو خدماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، پېښه د ماښام له شپږ بجو لږ وروسته د اووه‌لسم سړک او پنسلوانیا ایونیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

شکمن کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی؛ خو هلته مړ اعلان شو.

 په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون تهوړل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو د پټو خدماتو ادارې ویلي، چې د امنیتي ساتنې اړوند چارې او چارواکي له کوم ګواښ سره مخ شوي نه‌دي.

د دې پېښې پلټنې لا هم روانې دي او چارواکو ویلي، چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.

ویل کېږي، شکمن کس له خپلې بوجۍ وسله راویستې او ډزې یې پیل کړې دي، چې وروسته د پټو خدماتو ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!