تازه خبرونه
په سرپل کې د بلخاب د ډبرو سکرو د کان مسلکي استخراج او نښلوونکو سړکونو پرانیسته وشوه
د دې کان د پرانیستغونډې پر مهال ملا برادر ټینګار کړی، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی او باید د دغو زېرمو د پروسس او تولید لپاره په هېواد کې د ننه فابر یکې جوړې او کاري فرصتونه رامنځته او صنعت پیاوړی شي.
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په سرپل کې د بلخاب د ډبرو سکرو د کان مسلکي استخراج او نښلوونکو سړکونو پرانیسته کړې ده.
د دې کان د پرانیستغونډې پر مهال ملا برادر ټینګار کړی، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی او باید د دغو زېرمو د پروسس او تولید لپاره په هېواد کې د ننه فابر یکې جوړې او کاري فرصتونه رامنځته او صنعت پیاوړی شي.
د هېواد اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او کاني زېرمې د اوږد مهاله بېخبنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سرچینې په توګه له اساسي او سټراټیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې له مسلکي استخراج سره به یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لورچټک ګامونه پورته شي .
ملابرادر وایي؛ د هېواد کاني منرالونه باید په هېواد کې له استخراج او پروسس وروسته صادار شي، چې په هېواد کې د شغل د یجاد د پراختیا ترڅنګ د کورني صنعت د غښتلتیا لپاره هم زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د بلخاب ډبرو سکرو کاني حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج بهیر تر دې د مه روان دی.
هغه ویلي؛ د ملي پراختیا شرکت د دغه کان د استخراجي چارو د تسهیل او تسریع پر موخه ۲۰۰ کیلو مټره سړکونه پر معیاري توګه اوار کړي، چې د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه یو له بل سره و نښلوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې سره به کار ګران او قراردادي شرکتونه د کان کېندنې چارو ته په سمه توګه رسېدنه وکړی شي.
د خصوصي سکټور د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی اسد الله اسدي هم د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کانونو استخراج او په هېواد کې پروسس مهم بولي او وایي، چې د کانونو وزارت په ګډون باید د اسلامي امارت ټولې اړوند ادارې د کانونو په سکټور کې د پانګونې د جذب لپاره خصوصي سکټور ته هڅوونکي بستې وړاندې کړي، د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې د پراختیا لپاره د خصوصي سکټور له لوري اقدامان تر سره شي.
دغه راز د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې عمومي رییس عبدالجبار ساپی وایي« افغانستان د کانو نو له پلوه ډیرې زیرمې لري خو له بده مرغه په کومه اندازه چې په دې سکتور کې پانګونې ته اړتیا ده لاهم پانګونه نده شوې هیله لرم چې دې سکتور کې پانګو نه پراخه شي او استخراج شوي ټول تو کې په هیواد کې پروسس شي نو له دې سره به هیواد کې دبې کارۍ حجم راټیټه شي».
د اقتصادي چارو شنونکي هم له اسلامي امارت غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د کانونو له تړونونو څخه نیولي بیا تر استخراج، پروسس او صادارتو پورې ټولې چارې باید په هېواد کې تر سره شي، چې د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی نذیر احمد خلیل وایي: « زه فکر کوم که څه هم قرارادادونه شوي؛ خو باوري یم، چې په دې قرار دادونو کې مسلکي اصل تر ډېره په پام کې ندی نیول شوي. که د هېواد کانونه مسلکي استخراج او په هېواد کې پروسس شي؛ نو پر ملي اقتصاد به مثبتې اغېزې وکړي.»
دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت نه وغوښتل چې د استخراج چارې لا ډېرې معیاري، له هر ډول ضایعاتو څخه مخنیوی ترسره او د چاپیریال ساتنې معیارونه په پام کې ونیسي. د د یادونې ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د بلخاب ډبرو سکرو د مسلکي استخراج لپاره شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کېندل شوي، چې اوسمهال په کې له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول کار کوي او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
نړۍ5 days agoپه آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
