تازه خبرونه
افغانستان له قزاقستان څخه نور د کال یو میلیون ټن جوار واردوي
قزاقستاني سرچینو زیاته کړې؛ د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیرک ژومانرین او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ سوداګریزه غونډه تر سره شوې، چې ګډونوال یې د دواړو هېوادونو د دولتي سکټور، مالي ادارو او سوداګرو استازي وه.
قزاقستان څرګنده کړې، چې غواړي د افغانستان بازار ته د غلې دانې او جوارو صادرات زیات او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه همکاري پراخه کړي.
قزاقستاني سرچینو زیاته کړې؛ د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیرک ژومانرین او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ سوداګریزه غونډه تر سره شوې، چې ګډونوال یې د دواړو هېوادونو د دولتي سکټور، مالي ادارو او سوداګرو استازي وه.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د غلې دانې او اوړو د صادراتو پر زیاتولو او افغانستان ته د جوارو د صادراتو پر پیل ټینګار کړی دی.
د قزاقستان د “پروتکارپوریشن” ملي شرکت رییس اصیلخان جاواشوف د څرګندونو له مخې؛ په هرات کې تېر سپټمبر ” د قزاقستان سوداګرۍ کور” پر ملاتړ د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ خبرې اترې وشوې، چې په پایله کې یې له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېر ارزښت لرونکي قراردادونه لاسلیک شول. د دې قراردادونو له مخې، تر اوسه پورې ۵۰ زره ټنه غلې افغانستان ته صادرې شوې دي.
د قزاقستان چارواکو ویلي؛ د سږنيو ښو حاصلاتو له راټولولو سره به افغانستان ته د پام وړ صادرات تر سره شي. د منګیستاو ولایت د بینو غلې دانې بندر به هم په راتلونکو بار وړلو کې په ځانګړي توګه تر ۲۰۲۶ پورې اړین رول ولوبوي.
افغانستان له قزاقستان څخه په کال کې شاوخوا یو میلیون ټنه جوار او غنم اخیستلو ته چمتووالی اعلان کړی دی. اوسمهال قزاقستان په کال کې د ۱.۵ څخه تر ۲ میلیون ټنو پورې غلې او اوړه افغانستان ته صادروي. د ټرانسپورت اصلي لار یې د ازبکستان لار ده؛ خو ترکمنستان هم د اکمالاتو د ثبات ډاډمن کولو لپاره یوه بدیله لار ګڼل کیږي.
قزاقستاني چارواکو ويلي، چې د صادراتو ملاتړ او سوداګرو ته د ټرانسپورټ لګښتونو جبرانولو لپاره د حکومت پروګرامونه به په افغان بازار کې د قزاقستان دریځ پیاوړی کړي.
دا نوې همکاري د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییزې همکارۍ پراخولو لپاره یو ارزښتمن ګام ګڼل کیږي.
تازه خبرونه
کابل او دوشنبې د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان پلازمېنې( دوشنبه ) ته د سفر پر مهال د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برښنا په برخه کې یې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.
دغه راز د تاجکستان د انرژۍ وزیر هم د دې پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار وکړ او «کاسا۱۰۰۰» یې د سیمې د نښلېدا، د برښنا د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړین ګام وباله او د چارو د چټکتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
«کاسا۱۰۰۰» پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنالېږد له اړینو پروژو څخه ده، چې په افغانستان کې یې د پلي کېدا بهیر د پام وړ پرمختګ کړی او کولی شي د اقتصادي ودې او سیمهییز ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل بېلاروس سیال سره د ډیزلو او پټرولو پر پېرلو خبرې وکړې
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی له خپل بېلاروس سیال آندرې یوګنیویچ کوزنیتسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او له بېلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.
نورالدین عزیزی دا موضوع ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د بېلاروس د صنعت له وزیر سره مطرح کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د بېلاروس له پانګهوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو؛ په ځانګړي توګه د درملو په سکټور کې، ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د مرستیالانو پر کچه یوه کاري ډله جوړ کړي، چې د یادې ناستې پر موضوعاتو، په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه، نورې خبرې او همغږي هم ترسره کړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې له سېلابونو څخه د مخکني خبرداري سیسټمونه ولګول شول
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
د کندهار ولایت د پېښو پروړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست د KRO بنسټ پر مالي ملاتړ د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ د کنډک مانده او کښته شاوليکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو او چوغک مانده په اړوند سیمو کې درې د مخکني خبرداري سیسټمونه نصب او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د یاد بنسټ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد سیسټم له بېلابېلو تخنیکي برخو جوړ او په لاندې څو برخو کې فعالیت ترسره کوي:
۱: کله، چې سیلابي مانده راشي او خلک ویده یا له خطر څخه ناخبره وي؛ سیسټم زنګ وهي او کلیوال له احتمالي خطر څخه خبروي.
۲: دغه سیسټم د نصب شوې ساحې د اوبو اندازه او د اوبو سرعت معلوموي، چې د خطر د کچې په ارزونه کې یې اړین رول لري.
همدارنګه د یاد سیسټم د غوره کارونې لپاره ۵ رضاکاران روزل شوي، چې د سیسټم د زنګ وهلو پر مهال د خبرتیا لپاره نور کلیوال هم خبر کړي.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
ویل کیږي، چې د دې سیسټم پر نصب نرینه، ښځې، سپین ږیري او ماشومان د سیلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي کېږي او د ټولنې د خوندیتوب کچه هم ورسره لوړېږي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoآیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
-
سوداگري5 days agoد افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
-
سوداگري5 days agoد سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي
-
تازه خبرونه2 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
تازه خبرونه5 days agoازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
-
څار1 day agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
تحول2 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
نړۍ2 days ago۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالیلینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل
