Connect with us

تازه خبرونه

اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا

د امریکا دفاع وزارت له اروپايي ډیپلوماټانو څخه، چې په واشنګټن کې مېشت دي وغوښتل؛ اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو د متعارفو دفاعي وړتیاوو مسوولیت ومني.

خپور شوی

د

امریکا له اروپا وغوښتل، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې دې د استخباراتو، راکټي وړتیاوو او نورو برخو په ګډون د ناتو د متعارفو دفاعي ظرفیتونو لویه برخه پر غاړه واخلي.

د امریکا دفاع وزارت له اروپايي ډیپلوماټانو څخه، چې په واشنګټن کې مېشت دي وغوښتل؛ اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو د متعارفو دفاعي وړتیاوو مسوولیت ومني.

د پنتاګون چارواکو دغه پیغام په روانه اوونۍ کې د ناتو د تګلارې اړوند کارکوونکو او څو اروپايي پلاویو ترمنځ د ناستې پر مهال وړاندې کړ. له دې خبرو سره بلدو پېنځه بېلابېلو سرچینو د یو امریکایي چارواکی په ګډون دا موضوع څرګنده کړې ده.

د «انتخاب» راپور له مخې؛ د دغې بڼې دندې لېږد به په بنسټیز ډول د امریکا د همکاریو طریقه له خپلو مهمو پوځي متحدانو سره چې له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته د ناتو له بنسټ‌ګرو غړو څخه یو دی؛ بدله کړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پنتاګون د غونډې پر مهال ویلي، چې واشنګټن اوس هم له هغه پرمختګ څخه، چې اروپا په ۲۰۲۲ کې د روسیې له پراخ یرغل وروسته په خپلو دفاعي وړتیاوو کې کړي دي؛راضي ندی دی.

امریکایي چارواکو خپلو اروپایي همکارانو ته ویلي که اروپا تر ټاکلي وخت پورې هدف ته ونه رسېږي، کېدی شي امریکا په ځینو دفاعي همغږي کوونکو جوړښتونو کې خپله ونډه راکمه یا ان بنده کړي. سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، دا خبره وړاندې کړې ده.

یو امریکایي چارواکي ویلي چې په کانګرس کې هم ځینې مسوولین د دې پنتاګوني پیغام څخه خبر او پرې اندېښمن دي.

متعارفې دفاعي وړتیاوې غیرهسته‌یي امکانات دي، چې له پوځیانو نیولې تر وسلو پورې رسيږي. امریکایي چارواکو دا نده روښانه کړې، چې دوی به څنګه د اروپا د پرمختګ کچه په دې برخه کې وارزوي.

همدارنګه معلومه نده، چې تر ټاکلې نېټې دا ګواښ د ټرمپ د حکومت رسمي دریځ دی که یوازې د پنتاګون د ځینو چارواکو نظر. په واشنګټن کې د امریکا د پوځي رول په اړه د پام وړ اختلافات شته.

یوشمېر اروپایي چارواکو ویلي، چې دغه ضرب‌الاجل په هر صورت غیر واقعي دی. که څه هم د امریکا دقیق معیارونه هم څرګند نه‌وي؛ ځکه اروپا د لنډ مهال لپاره د امریکا ځای‌ناستۍ وړتیاوې یوازې د پیسو او سیاسي ارادې له لارې نشي بشپړولی.

له لویو ستونزو څخه یې یوه د وسلو د تولید شاته پاتې والی دی؛ هغه تجهیزات، چې اروپايي هېوادونه یې غواړي واخلي. په داسې حال کې، چې امریکا اروپا د امریکایي تجهیزاتو پېرودلو ته هڅوي؛ خو د امریکا ځینې مهم دفاعي سیسټمونه او وسلې که همدا اوس واخیستل شي، سپارل یې کلونه وخت نیسي.

امریکا داسې وړتیاوې هم لري، چې یوازې په اخیستو نشي بدلېدلی، لکه ځانګړي استخباراتي، څارنیز او د کتنې وړ ظرفیتونه، چې د اوکراین د جګړه‌ییزې هڅو لپاره ډېر مهم دي.

د ناتو یوه چارواکي د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې اروپايي هېوادونو د ۲۰۲۷ کال د غوښتنې په اړه څه ندي ویلي.

هغه زیاته کړې: «ملاتړ کوونکي هېوادونه د دفاعي پانګونې د زیاتولو او د متعارف دفاع بار له امریکا څخه اروپا ته د لېږد اړتیاوې مني.»

پنتاګون او سپینې ماڼۍ د رویټرز پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

اروپايي هېوادونو په اصل کې د ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه منلې، چې وايي باید د امنیتي دفاع لویه برخه پخپله غاړه واخلي او په دفاعي بودجه کې یې د زیاتېدا ژمنه کړې ده.

اروپايي ټولنې اعلان کړی؛ تر ۲۰۳۰ پورې غواړي اروپا دې ته چمتو کړي، چې خپل امنیت پخپله خوندي کړي او وايي؛ باید د هوايي دفاعي سیسټمونو، بې‌پیلوټه الوتکو، سایبري جګړې، مهماتو او نورو په اړوند برخو کې شته تشې ډکې شي.

چارواکي او شنونکي وايي، چې آن دا ضرب‌الاجل هم ډېر هیلمن دی.

د ټرمپ حکومت تل دا ټینګار کړی، چې اروپايي متحدان باید په ناټو کې خپله ونډه زیاته کړي؛ خو تل معلومه نه‌وي، چې ولسمشر د ناتو په اړه څه فکر لري.

ټرمپ د ۲۰۲۴ انتخاباتي کمپاین پر مهال څو ځلې اروپايي متحدان غندلي او حتا ویلي یې دي، چې هغه خپله «عادلانه برخه» نه ورکوي او دا تمه هم باید ولري، چې روسیه پرې برید ته وهڅوي.

په جون کې د ناتو د مشرانو د کلنۍ غونډې پر مهال هغه له اروپايي مشرانو مننه وکړه، چې د امریکا د وړاندیز له مخې یې د دفاعي لګښتونو لپاره د ناخالص کورني تولید ۵ سلنې ته له لوړولو سره هوکړه کړې ده دي.

اروپايي چارواکو دا اندېښنه هم څرنده کړې، چې دوی د روسیې لاو اوکراین د خبرو له بهیر څخه تر ډېره لرې ساتل شوي دي.

د ناتو بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریستوفر لانډاو ویلي: «پوره روښانه ده، چې د ناتو متحدان باید د اروپا د دفاع مسوولیت پر غاړه واخلي».

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: «د امریکا پرله‌پسې حکومتونو د خپل ټول ژوند په اوږدو کې دا خبره په یوه شکل یا بل شکل کړې ده… خو زمونږ حکومت یې پر رښتینې معنا ټینګار کوي.»

تازه خبرونه

د افغانستان او بریټانیا استازيو د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو خبرې وکړې

په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته په‌خپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع تېره ورځ د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو بحث او خبرې کړې.

په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته په‌خپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت له سوله ییز دریځ مننه کړې اوڅرګندوي؛ پاکستاني لوري ته یې دا پیغام رسولی، چې د باور جوړولو هڅه وکړي او دواړه لوري باید د صمیمیت فضا د رامنځته کولو لپاره مثبت ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړې؛ جنګ دواړو خواو ته ستونزې او ناامیدي رامنځته کوي، د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره باید زړورتیا او سیاسي اراده وښودل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د تسلیت او د ستونزو د حل په موخه د نوموړي له هڅو د مننې ترڅنګ د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه وغندل.

ملا عبدالواسع ویلي؛ د ملکي خلکو په ځانګړي توګه د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو پر نښه کول هیڅ راز توجیه نه‌لري. مونږ نه تجاوز کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یوو؛ خو د افغانستان له حریم، ځمکني بشپړتیا او افغانانو څخه دفاع زمونږ مسلم حق دی.

نوموړي د افغانستان لپاره د بربریټانیا ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هېوادونو او ارګانونو څخه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې ختمولو هڅې کوي د حقایقو د درک غوښتنه وکړه او وایي؛ مقصر لوری باید ملامت شي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي پای ته رسول او د دوستانه اړیکو پیاوړي کول غوښتي؛ خو مونږ هیچاته اجازه نه‌ورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

ملا عبدالواسع په تېرو څلور لسیزو کې له افغان مهاجرینو د پاکستان کوربتوب ته په نغوته(اشاره) کې ویلي؛ افغان مهاجرینو د هجرت پر مهال د پاکستان اصول او قوانین مراعت کړي، پاکستانی لوری دې هم د مهاجرینو حقونو ته پابند واوسي او افغانانو ته دې ضرر نه‌رسوي.

نوموړی وایي: سوداګریزي او ټرانزیټي اړیکې او د بشردوستانه مرستو لېږد باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې را نه‌وستل شي. مونږ د بشري مرستو د لېږد په برخه کې خنډونه نه‌دي رامنځته کړي؛ که پاکستان د شخړو ختمولو لپاره یو ګام اخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سې‌شنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!