Connect with us

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کار‌پنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ

د دې نوې هوکړې له مخې، دا بودجه به د افغانستان د خصوصي سکټور د ثبات پروګرام ملاتړ وکړي، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ وده، د افغان کار‌پنځوونکو( متشبثینو) هڅونه او مالي خدمتونو ته د لاسرسي پراخول دي.

خپور شوی

د

اروپایي ټولنې او د نړیوال مالي شرکت (IFC) د نړیوال بانک ډلې له غړیو سره د همږۍ له مخې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو نوی پروګرام پیل کړی دی.

د دې نوې هوکړې له مخې، دا بودجه به د افغانستان د خصوصي سکټور د ثبات پروګرام ملاتړ وکړي، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ وده، د افغان کار‌پنځوونکو( متشبثینو) هڅونه او مالي خدمتونو ته د لاسرسي پراخول دي.

دا نوښت د اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د پراخو همکاريو يوه برخه ده، چې موخه يې په افغانستان کې د خصوصي سکټور پر بنسټ پراخې اقتصادي ودې ته وده ورکول دي. په دې پروګرام کې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو اقتصادي ګډون ته ځانګړې پاملرنه شوې او د خصوصي سکټور له فعالانو سره به د سوداګريز چاپېريال د ښه کولو او د دوامدارو معيشتي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره نږدې همکاري وشي.

ټاکل شوې، چې دا پروګرام له راتلونکې مياشتې پيل او د ۴۲ مياشتو لپاره به روان وي. د دې پروګرام اصلي تمرکز پر پېنځه بنسټیزو برخو دی، چې په کې د خصوصي سکټور د همغږۍ او ملاتړ پياوړتيا، د کوچنيو سوداګريو او نويو شرکتونو لپاره د ظرفیت لوړول، د مالي شموليت ښه‌والی، د کاري فرصتونو لپاره د خصوصي پانګې جذب او د خصوصي سکټور د پراخ ګډون له لارې د ښځو د اقتصادي مشارکت زياتېدا شامل دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالی ورنيکا بوسکووېچ پوخار ويلي؛ دا نوښت د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د هر اړخيزې ژمنې څرګندونه کوي، چې له بشردوستانه مرستو نيولې تر اوږدمهاله اقتصادي بيارغونې پورې پراخې هڅې رانغاړي.

همدارنګه د نړيوال بانک د منځني ختيځ، پاکستان او افغانستان لپاره سيمه‌ييز مدير خواجه آفتاب احمد ټينګار کړی، چې دا هوکړه د افغان کار‌پنځوونکو د ملاتړ لپاره د ګډې ژمنې څرګندونه ده.

ویل کیږي، چې د سوداګريزو کارونو پياوړتيا د خلکو د معيشـت د ساتنې او ان د اوسنیو ننګونو تر سختو شرايطو لاندې د هېواد د اقتصاد د باعزته بيارغونې يوه عملي لار هم ده.

تازه خبرونه

افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

Published

on

روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او  اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي.  دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلال‌آباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.

#آریانانیوز #ننګرهار #جلال‌آباد #دچت‌تړېدا #غوچک #افغانستان

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي

Published

on

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.

دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.

سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نه‌شوې.

دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.

د سیګار دفتر تړل‌کېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!