Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت تېر کال د ډیپلوماسۍ او بهرنیو اړیکو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې: د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو تر څنګ، د کابینې غړو، چې د ریاست‌الوزرا مرستیالان او وزیران په کې دي؛ ټولټال ۹۹ بهرني سفرونه ترسره کړي دي. دغه سفرونه د اقتصادي، سوداګریزو موخو او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوي دي.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي لسمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې: د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو تر څنګ، د کابینې غړو، چې د ریاست‌الوزرا مرستیالان او وزیران په کې دي؛ ټولټال ۹۹ بهرني سفرونه ترسره کړي دي. دغه سفرونه د اقتصادي، سوداګریزو موخو او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي؛ تېر کال د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت د روزل شویو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۸۱۰۸۴ ته لوړ کړ. همدارنګه تېر کال په امنیتي، جنایي، سرحدي، لوژسټیکي او نورو برخو کې ۱۰۰۳۰۰ پولیس افسران له روزنې فارغ شوي دي.

دغه راز تېرکال په افغانستان کې ۹ لوی بندونه یا بشپړ شوي او یا تر کار لاندې دي او ۳۴۱ واړه بندونه (چکډيمونه) جوړ شوي، چې اوبه به ورسره کنټرول شي.

نوموړی وایي: تېرکال په هېواد کې ۳۵۲۲۸ روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي او عادي ژوند ته را ګرځيدلي دي. همدا راز په لویو ښارونو کې ۱۰۶۶۴ سوالګر راټول، تثبیت او هر بېوسي او فقیر ته ۲۰۰۰ افغانۍ اعانه ټاکل شوې ده.

دغه راز مجاهد ویلي: تېرکال له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته دوه میلیون او اته سوه زره ۲۸۰۰۰۰۰ مهاجرین او افغان کډوال بېرته راستانه شوي، چې ډېری یې ځای پرځای شول، د راتګ بهیر یې ښه مدیریت شو، خدمات ورته وړاندې شول او اوس ښارګوټي ورته د توزیع په حال کې دي.

یادې لاسته راوړنې ښيي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ پراخې کړي او د افغانستان دریځ یې په نړیواله کچه نور هم  پیاوړی کړی دی.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

Published

on

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورت‌ورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم  موندلي نه‌دي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.

الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نه‌ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

Published

on

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې «سي‌اس‌ټي‌او» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

دغه راز د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډله‌ییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډله‌ییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!