لوبی
افغانستان د ۳۸ منډو پر توپیر ویسټ انډیز ته پر ماته ورکولو خپله مخکښه لوبلړۍ پیل کړه
د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.
افغانستان، چې افغان اتلان هم پېژندل کېږي؛ د دوشنبې پر ورځ یې په دوبۍ کې د شلاوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هر اړخیزې غوره لوبې پر وړاندې کولو ویسټ انډیز ته د ۳۸ منډو پر توپیر ماته ورکړه او په دې لړۍ کې یې ۱–۰ بریا خپله کړه.
د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.
وروسته بیا دروېش رسولي او ابراهیم ځدراڼ لوبه زړهراکښونکې او ورغوله؛ دواړو لوبغاړو په ۱۰۶ توپونو کې د درېیمې ویکټې لپاره د ۱۶۲ منډو تاریخي ملګرتیا ثبت کړه، چې نه یوازې یې لوبه باثبات کړه، بلکې په وروستیو اورونو کې یې چټکتیا هم لوړه کړه.
داروېش رسولي ۸۴ منډې د ۵۹ توپونو پر وړاندې وکړې، چې په کې اته څلوریزې او دوه شپږیزې ووهل شوې او ابراهیم ځدراڼ د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو او ۸۷ منډې یې وکړې.
افغانستان د ۳ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۸۱ منډې وکړې او خپله پاڼۍ یې پای ته ورسوله.
دا ملګرتیا د افغانستان لپاره په شلاوریزو نړیوالو سیالیو کې د درېیمې ویکټې تر ټولو ستره ملګرتیا وه او د هرې ویکټې لپاره د لوبډلې دوهیمه لوړه ملګرتیا ګڼل کېږي.
د افغانستان توپاچوونکو له پیله پر سیالانو فشار واچاوه او مجیب الرحمن په لومړي اور کې ویکټه واخیسته. پرلهپسې ویکټې ولوېدې او ویسټ انډیز په نهم اور کې پر ۵۰ منډو یې پېنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
ضیاالرحمن شریفي، چې له اووه کلونو وروسته یې یوازې خپله دوهیمه شلاوریزه نړیواله لوبه کوله؛ د توپاچونې غوره لوبغاړی وګرځېد او په څلورو اورونو کې یې ۳۶ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستې.
مجیب الرحمن، راشد خان او نور احمد هم مهم رول ولوباوه او هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، چې په پایله کې یې ویسټ انډیز تر ۱۴۳ منډو ودراوه.
داروېش رسولي د خپلې په زړه پورې توپوهنې او غوره فیلډنګ له کبله، چې درې کېچونه هم په کې ول؛ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
له دې بریا سره افغانستان د لړۍ په سیالیو کې ۱–۰ مخکښ شو.
دواړه لوبډلې به د چارشنبې پر ورځ د جنورۍ پر یوویشتمه په دوهیمه شلاوریزه نړیواله لوبه کې یو ځل بیا سره مخامخ شي.
لوبی
هارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی هارډیک پانډیا د ورون د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې د یوورځنیو نړیوالو سیالیو له لوبلړۍ بېبرخې شوی دی.
پانډیا ته د ورون ټپ هغه مهال رامنځته شو، چې د ملا له پخواني ټپه رغېدلی و او د لوبو ډګر ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړ شوې وه.
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پانډیا په بنګلور کې د بدني چمتووالي د آزموینو پر مهال له نوي ټپ سره مخ شوی دی. ویل کېږي، نوموړی هغه مهال ټپي شوی، چې د بیاپیاوړتیا لپاره یې په روزنه او بدني آزموینه کې توپ اچاوه.
راپورونه ښیي، چې دغه ټپ به نوموړی د څو اوونیو لپاره له لوبو لرې وساتي؛ له همدې کبله به د افغانستان پر وړاندې په هغو درې یوورځنیو سیالیو کې برخه وانخلي، چې د شنبې پر ورځ په درمسالا ښار کې پیلېږي.
د پانډیا نهشتون د هند لوبډلې ته لویه تشه ګڼل کېږي، ځکه نوموړی د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې د دې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دی.
لوبی
هند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د پنجاب ایالت د نیو چندیګړ په سیمه کې د افغانستان پر وړاندې ټسټ سیالي د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو پر توپیر وګټله او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدا ۵۶۴ منډې جوړې کړې.
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ او په دوهیمه پاڼۍ کې ۱۱۲ منډې وکړې.
د لوبې ستوری د هند ۲۲ کلن توپ اچوونکی ماناو سوټر و، چې په خپل لومړۍ ټسټ لوبه کې غوره وځلېد. هغه د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې د ۳۳ منډو په بدل کې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
سوټر په خپلو ویکټو کې رحمت شاه هم وسوځاوه، چې د افغانستان لپاره یې تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان په دوهیمه پاڼۍ کې ښه پیل وکړ؛ صدیقالله اتل ۴۲ منډې وکړې، خو د هند توپ اچوونکو د مقاومت اجازه ورنهکړه.
واشنګټن سنډر ۴ ویکټې د ۳۶ منډو په بدل کې واخیستې او کولډیپ یاډاو ۳ ویکټې د ۳۰ منډو په بدل کې ترلاسه کړې. محمد سراج هم یوه مهمه ویکټه واخیسته.
په پای کې هند د درېیمې ورځې له پای ته رسېدا مخکې خپله بریا یقیني کړه او لوبه یې پر لوی توپیر پخپل نوم کړه.
دا د منډو د توپیر له مخې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د هند یوه له لویو بریاوو ده، چې ورپر برخه شوه.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري4 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه5 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
لوبی4 days agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
تازه خبرونه5 days agoد کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې روانې دي – د افغانستان برښنا شرکت
