Connect with us

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده

افغانستان په D ګروپ کې راغلی او له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره به سیالۍ وکړي.

خپور شوی

د

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله، چې له دې مخکې یې په ټایلینډ کې روزنیزې هحې ترسره کړې؛ نن یکشنبه د ۲۰۲۶ ز.کال په آسیا فوټسال ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده.

افغانستان په D ګروپ کې راغلی او له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره به سیالۍ وکړي.

دغه لوبډله د دغو سیالیو له پیل مخکې د ویټنام پر وړاندې په دوه دوستانه لوبو کې د بریاوو له ترلاسه کولو وروسته ډاډمنه دې سیالیو ته وردانګي.

د آسیا فوټسال ملتونو جام ۲۰۲۶ سیالۍ به د سلواغې پر اوومه /  د جنورۍ پر اووه‌ویشتمه په انډونیزیا کې پیل شي، چې په کې به د آسیا ۱۶ غوره لوبډلې ګډون ولري.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د چارشنبې پر ورځ( د سلولغې پر اتمه / د جنورۍ پر اته‌ویشتمه ) په جاکارتا کې د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي.

د آسیا د فوټسال ملتونو جام سیالۍ به په ټول افغانستان کې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

لوبی

د آسیا فوټبال کنفډراسیون د ایران فوټبال ټولنې ته خپله خواخوږي وړاندې کړه

په دې پیغام کې راغلي: «د آسیا فوټبال کنفډراسیون په دې ډېر سخت وخت کې د قربانیانو کورنیو، غمجنو دوستانو او همدارنګه د ایران فوټبال ټولنې ته خپله ژوره خواشیني او خواخوږي وړاندې کوي.»

Published

on

د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د څو ایراني فوټبال‌لوبغاړو پر وژل کېدا؛ د آسیا فوټبال کنفډراسیون ټولنیزې شبکې انسټاګرام په خپل فارسي‌ژبي حساب کې د یو پیغام پر خپرولو د قربانیانو له کورنیو او د ایران فوټبال ټولنې سره خپله خواشیني او خواخوږي څرګند کړې ده.

په دې پیغام کې راغلي: «د آسیا فوټبال کنفډراسیون په دې ډېر سخت وخت کې د قربانیانو کورنیو، غمجنو دوستانو او همدارنګه د ایران فوټبال ټولنې ته خپله ژوره خواشیني او خواخوږي وړاندې کوي.»

ویل کیږي، چې لږ تر لږه درې ایراني فوټبال‌لوبغاړي د ایران په هغو اعتراضونو کې وژل شوي، چې د ډسمبر پر اته‌ویشتمه نېټه پیل شوي وه.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۳۸ منډو پر توپیر ویسټ انډیز ته پر ماته ورکولو خپله مخکښه لوبلړۍ پیل کړه

د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.

Published

on

افغانستان، چې افغان اتلان هم پېژندل کېږي؛ د دوشنبې پر ورځ یې په دوبۍ کې د شلاوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د هر اړخیزې غوره لوبې پر وړاندې کولو ویسټ انډیز ته د ۳۸ منډو پر توپیر ماته ورکړه او په دې لړۍ کې یې ۱–۰ بریا خپله کړه.

د ټاس له ګټلو وروسته لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو افغانستان په لومړي توپ کې له ستونزې سره مخ او رحمان الله ګربز وسوځېد. لږ وروسته صدیق الله اتل هم له ډګره ووت او په درېیم اور کې افغانستان د دوه لوبغاړو پر سوځېدو یوازې ۱۹ منډې لرلې.

وروسته بیا دروېش رسولي او ابراهیم ځدراڼ لوبه زړه‌راکښونکې او ورغوله؛ دواړو لوبغاړو په ۱۰۶ توپونو کې د درېیمې ویکټې لپاره د ۱۶۲ منډو تاریخي ملګرتیا ثبت کړه، چې نه یوازې یې لوبه باثبات کړه، بلکې په وروستیو اورونو کې یې چټکتیا هم لوړه کړه.

داروېش رسولي ۸۴ منډې د ۵۹ توپونو پر وړاندې وکړې، چې په کې اته څلوریزې او دوه شپږیزې ووهل شوې او ابراهیم ځدراڼ د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو او ۸۷ منډې یې وکړې.

افغانستان د ۳ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۸۱ منډې وکړې او خپله پاڼۍ یې پای ته ورسوله.

دا ملګرتیا د افغانستان لپاره په شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو کې د درېیمې ویکټې تر ټولو ستره ملګرتیا وه او د هرې ویکټې لپاره د لوبډلې دوه‌یمه لوړه ملګرتیا ګڼل کېږي.

د افغانستان توپ‌اچوونکو له پیله پر سیالانو فشار واچاوه او مجیب الرحمن په لومړي اور کې ویکټه واخیسته. پرله‌پسې ویکټې ولوېدې او ویسټ انډیز په نهم اور کې پر ۵۰ منډو یې پېنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

ضیاالرحمن شریفي، چې له اووه کلونو وروسته یې یوازې خپله دوه‌یمه شل‌اوریزه نړیواله لوبه کوله؛ د توپ‌اچونې غوره لوبغاړی وګرځېد او په څلورو اورونو کې یې ۳۶ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستې.

مجیب الرحمن، راشد خان او نور احمد هم مهم رول ولوباوه او هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې، چې په پایله کې یې ویسټ انډیز تر ۱۴۳ منډو ودراوه.

داروېش رسولي د خپلې په زړه پورې توپ‌وهنې او غوره فیلډنګ له کبله، چې درې کېچونه هم په کې ول؛ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

له دې بریا سره افغانستان د لړۍ په سیالیو کې ۱–۰ مخکښ شو.

دواړه لوبډلې به د چارشنبې پر ورځ د جنورۍ پر یوویشتمه په دوه‌یمه شل‌اوریزه نړیواله لوبه کې یو ځل بیا سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا په پلازمېنه کې ترسره شوه؛ اسټرالیا له ټاس ګټلو وروسته لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ۴۳.۵ اورونو کې یې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

Published

on

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې له نړیوال جام څخه مخکې په خپله لومړۍ روزنیزه لوبه کې د اسټرالیا له ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرکټ لوبډلې ته پر شپږ ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا په پلازمېنه کې ترسره شوه؛ اسټرالیا له ټاس ګټلو وروسته لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ۴۳.۵ اورونو کې یې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

د باران له کبله ټاکلې هدف ۱۶۴ منډو ته واوښته او افغانستان په ۳۵.۴ اورونو کې د څلورو ویکټو پر زیان ترلاسه کړ.

د هیواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله به د چارشنبې پر ورځ په خپله راتلونکې روزنیزه لوبه کې له سریلانکا سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!