Connect with us

سیمه ییز خبرونه

اروپايي ټولنه او هند د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته لېواله شول

دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.

خپور شوی

د

د رویټرز د راپور له مخې؛ اروپايي ټولنه او هند غواړي د دفاعي برخې همکاري پراخه او په اروپايي دفاعي نوښتونو کې د هند د ګډون شونتیا ارزول هم راونغاړي.

دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.

د هند لپاره له اروپايي ټولنې سره ژوره همکاري دا فرصت برابروي، چې پر خپلو دودیزو دفاعي شریکانو سربېره همکاري وغځوي او لکه یوه ستر امنیتي لوبغاړی خپل رول نور هم پراخ کړي.

د دې مسودې له مخې، چې تمه ده د سې‌شنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه منظمې سلا مشورې کوي، چې په کې د دفاعي صنعتونو اړوند معلوماتو او تجربو تبادله هم رانغاړي.

په سند یا مسوده کې راغلي:«اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه سلا مشورې روانې ساتي او دا به د دفاعي صنعت پورې اړوند تبادلې هم راونغاړي.»

دې سند زیاته کړې؛ دواړه لوري به د هغو فرصتونو څېړنه وکړي، چې هند وکولی شي د اروپايي ټولنې په اړوند دفاعي نوښتونو کې برخه واخلي؛ ګډې ګټې او همغږي شوي امنیتي لومړیتوبونه موجود وي او دا به د دواړو لورو د حقوقي چوکاټونو له مخې ترسره کېږي.

په دې مشارکت کې همدارنګه د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د کلني امنیتي او دفاعي خبرو اترو د جوړولو وړاندیز شوی او ورسره به په سمندري امنیت، سایبري امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخو کې هم ژوره همکاري وشي. دا هغه برخې دي، چې د جیوپولیټیک تاوتریخوالي د زیاتېدا، په اروپا او منځني ختیځ کې د شخړو او د مهمو سمندري سوداګریزو لارو د بې‌ثباتۍ له کبله ډېرې مهمې شوې دي.

په مسوده کې راغلي:« د نړیوالو امنیتي ګواښونو مخ پر زیاتېدونکې پېچلتیا، جیوپولیټیک تاوتریخوالی او چټک ټکنالوژیک بدلون، د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د امنیت او دفاع په برخه کې د نږدې خبرو او همکارۍ اړتیا نوره هم زیاتوي.»

دا اعلان په داسې ورځ شوی، چې د هند لپاره ځانګړی سمبولیک ارزښت لري؛ ځکه هند په نوي ډیلي کې د جمهوریت د ورځې د پوځي نندارتون پر مهال د برهموس توغندیز سیستم هم نندارې ته وړاندې کړی دی.

تمه ده دا دفاعي ګډون هممهاله د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د آزادې سوداګرۍ د اوږدو خبرو اترو له پای ته رسېدا سره اعلان شي؛ ځکه، چې دا د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي او سټراټیژیکو اړیکو د نورې ژورېدا نښه ښیي.

سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران د وسلو له پروګرام سره تړلي کسان او بنسټونه تحریم کړل

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، ۹ کسانو او شرکتونو په چین او هانګ کانګ کې د ایران د پوځي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو او وسلو د پېرلو زمینه برابره کړې ده. همدارنګه د هانګ کانګ یو شرکت، چې د ایران د پټو بانکي شبکو له لارې یې فعالیت کاوه، هم د دغو بندیزونو په نوملړ کې راغلي دي.

Published

on

امریکا په چین او هانګ کانګ کې ۱۱ کسان او بنسټونو د ایران سپاه پاسداران او پوځ ته د وسلو پر برابرولو تورن کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، ۹ کسانو او شرکتونو په چین او هانګ کانګ کې د ایران د پوځي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو او وسلو د پېرلو زمینه برابره کړې ده. همدارنګه د هانګ کانګ یو شرکت، چې د ایران د پټو بانکي شبکو له لارې یې فعالیت کاوه، هم د دغو بندیزونو په نوملړ کې راغلي دي.

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ایران او بلاروس کې مېشت دوه شرکتونه او څو کسان هم د ایران د دودیزو وسلو له فعالیتونو سره د تړاو له کبله تحریم کړي دي.

واشنګټن وايي، دا اقدامات د دې لپاره دي، چې د ایران د پوځي تجهیزاتو د برابرولو وړتیا محدوده او د دې هېواد د وسلو اړوند فعالیتونه وځپل شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په کشمیر کې د پاکستان پوځي چورلکه راغورځېدلې؛ ټولې سپرلۍ یې وژل شوي

د پاکستان پوځ د چارشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي: « د پاکستان پوځ د هوايي ځواک یوه Mi-17 چورلکه نن د تخنیکي ستونزې له کبله مظفرآباد ته نږدې راوغورځېده. هېڅوک ژوندي نه‌دي پاتې شوي.»

Published

on

د پاکستان پوځ ویلي؛ د کشمیر مظفرآباد ته نږدې یې یوه پوځي چورلکه راغورځېدلې او ټولې سپرلۍ یې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د چارشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي: « د پاکستان پوځ د هوايي ځواک یوه Mi-17 چورلکه نن د تخنیکي ستونزې له کبله مظفرآباد ته نږدې راوغورځېده. هېڅوک ژوندي نه‌دي پاتې شوي.»

د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې، د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او د پېښې د لامل د څېړلو لپاره یو پلاوی هم ګومارل شوی دی.

رویټرز ته یوه عیني شاهد ویلي، چې چورلکه د پورته کېدا پر مهال راغورځېدلې او اور یې واخیست. دې شاهد زیاته کړې، چې اوروژونکي د اور د مهارولو هڅه کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران هرمز تنګي ته نږدې د بریدونو په غبرګون کې د امریکا سیمه‌ییزې پوځي اډې وویشتلې

دغه نښتې د اپریل له اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ  تر ټولو ستره پوځي مخامخ‌کېدنه ګڼل کېږي.

Published

on

د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي شاوخوا ته د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د چارشنبې پر ورځ د امریکا د اردن یوه پوځي اډه او د خلیج د هېوادونو پر ۲۱ نورو هدفونو بریدونه کړي دي.

دغه نښتې د اپریل له اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ  تر ټولو ستره پوځي مخامخ‌کېدنه ګڼل کېږي.

د ایران بریدونه، چې په کویټ او بحرین کې یې هم ځینې هدفونه ویشتي دي؛ له هغې وروسته وشول، چې د امریکا پوځ هرمز تنګي ته نږدې د ایران د هوايي دفاعي سیستمونو، ځمکني کنټرولي مرکزونو او څارنیز رادارونو ویشتل اعلان کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه بریدونه د یوې امریکايي اپاچي چورلکې د نسکورېدا په ځواب کې ترسره شوي دي.

ټرمپ ویلي: « زما پر اند ځواب باید ډېر پیاوړی او پرېکنده وي او همداسې وشول.»

د کړکېچ زیاتېدا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د احتمالي هوکړې هیلې نورې هم کمزورې کړې دي؛ هغه جګړه، چې د فبرورۍ پر اته‌ویشتم د امریکا او اسرائیل پر ګډو بریدونو پیل شوې وه.

ایران د امریکا د پوځي اډو کوربه هېوادونه پر نښه کړي او د هرمز تنګي له لارې یې تګ راتګ هم محدود کړی دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او د طبیعي مایع ګاز د لېږد اړینه لار ګڼل کېږي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې هوايي عملیات یې شاوخوا څلور ساعته روان ول او نږدې ۲۰ ایراني هدفونه یې هدف ګرځولي دي.

ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د قشم ټاپو او د سیریک بندر هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. همداراز په بندرعباس او د جاسک په شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

سپاه پاسداران ویلي، چې په اردن کې یې د «الازرق» پوځي اډې څلور برخې په لرې‌واټن ویشتونکو توغندیو ویشتلې دي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د اف-۳۵ جنګي الوتکو تمځایونه او د قومندې او کنټرول یو مرکز هم تر برید لاندې راغلي دي.

دغه راز د اردن وسله‌والو ځواکونو ویلي، چې د ایران له لوري د الازرق اډې پر لور توغول شوي پېنځه توغندي یې شنډ کړي دي. د اردن پوځ ویلي، چې د دغو توغندیو پاتې شوني د هېواد په خاوره کې لوېدلي، خو ځاني او مالي زیان یې نه‌دی اړولی.

د کویټ پوځ هم ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه له متخاصمو هدفونو سره پر مقابله بوخت دي. دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې، چې سپاه پاسداران په کویټ کې د «علي السالم» امریکايي اډې پر بې‌پیلوټه الوتکو د ویشتو ادعا وکړه.

سپاه دا ادعا هم کړې، چې په بحرین کې یې د امریکا د بحري ځواک پېنځمه بېړۍ پر بې‌پیلوټه الوتکو ویشتې ده او خبرداری یې ورکړی، چې که جګړه دوام وکړي، غبرګون به یې نور هم سخت وي.

له دې سره هم‌مهاله په آسیايي بازارونو کې د تېلو بیه د لومړنیو راکړو ورکړو پر مهال شاوخوا یو سلنه لوړه شوې ده.

د اپاچي چورلکې د نسکورېدا پېښه

د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا یوه اپاچي چورلکه د ایران د یوې بې‌پیلوټه الوتکې له برید وروسته نسکوره شوه.

ټرمپ ویلي، چې د چورلکې دواړه پیلوټان روغ پاتې شوي دي.

ایراني دولتي رسنیو د یوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي په سیمه کې هيڅ بریدیز هوايي عملیات ترسره شوي نه‌دي.

د امریکا پوځ ویلي، چې د بحري ځواک یوې بې‌پیلوټه الوتکې د عمان ساحل ته نږدې د چورلکې عمله ژغورلې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتون د ناڅاپي پېښو او ناغوښتلو نښتو خطر زیاتوي او د خطر د کمولو غوره لاره د هغوی وتل دي.

د دغې پېښې له کبله د سولې هوکړې او د هرمز تنګي د بشپړې پرانیستې هڅې له نویو ستونزو سره مخامخ شوې دي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې هره احتمالي سوله‌ییزه هوکړه باید ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوي، خو تهران دا ادعا ردوي.

له بلې خوا، ایران د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدا، د کنګل شویو شتمنیو د آزادېدا او پر هرمز تنګي د خپل کنټرول د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!