تازه خبرونه
افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي. دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلالآباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.
#آریانانیوز #ننګرهار #جلالآباد #دچتتړېدا #غوچک #افغانستان
تازه خبرونه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.
دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.
سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نهشوې.
دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.
د سیګار دفتر تړلکېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت تقنيني اسناد شرعي منبع لري او اعتراض پرې جرم دی
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت ټول تقنيني اسناد د الله تعالی له کتاب، سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین شوي او پرلهپسې له اسلامي شریعت سره د مطابقت له پلوه ارزول کېږي او بیا د توشیح لپاره د رهبر حضور ته وړاندې کېږي.
عدلیې وزارت ویلي؛ هغه کسان، چې د اسلامي امارت پر قوانینو او تقنیني سندونو اعتراض کوي، عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت ټول تقنيني اسناد د الله تعالی له کتاب، سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین شوي او پرلهپسې له اسلامي شریعت سره د مطابقت له پلوه ارزول کېږي او بیا د توشیح لپاره د رهبر حضور ته وړاندې کېږي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې: د اسلامي امارت په تقنيني اسنادو کې هیڅ یوه داسې ماده، فقره، جزء، بند او حکم نشته، چې د اسلامي شریعت مطابق نهوي او شرعي منبع ونلري؛ ځکه، نو پر هغو اعتراض، پر شریعت اعتراض دی.
ویل کیږي، چې پر تقنیني اسنادو« اعتراضونه شرعي او علمي بنسټ نلري، بلکې د جهل او یا هم د تجاهل له مخې ترسره کېږي؛ اعتراض پرې شرعاً جرم دی او پر دغو قوانینو اعتراض کوونکي کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»
-
لوبی3 days agoنن د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام پیلېږي
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
-
لوبی1 day agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان د سیمهییزې همکارۍ مهم لوبغاړی وي
-
لوبی4 days agoد افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده
-
تازه خبرونه4 days agoبلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
