Connect with us

تازه خبرونه

استادان دې د محصلینو استعدادونه پیاوړي کړي -ندا محمد ندیم

نداء محمد ندیم په دې ناسته کې له اړوند استادانو وغوښتل، چې د زده‌کړیالانو (محصلینو) په «فکري روزنه کې هڅه وکړي»، «وحدت ته یې وهڅوي»، «صورت او سیرت یې له شریعت سره برابر کړي» او «د استعدادونو پیاوړتیا» ته یې پوره پاملرنه وکړي.

خپور شوی

د

د لوړو زده‌کړو وزیر نداء محمد ندیم تېره ورځ د کابل پوهنتون د رهبري شورا په تالار کې د دې پوهنتون د شرعیاتو او اسلامی ثقافت له استادانو سره په ناسته کې د لوړو زده‌کړو پر کیفیت لوړولو ټینګار څرګند کړ.

نداء محمد ندیم په دې ناسته کې له اړوند استادانو وغوښتل، چې د زده‌کړیالانو (محصلینو) په «فکري روزنه کې هڅه وکړي»، «وحدت ته یې وهڅوي»، «صورت او سیرت یې له شریعت سره برابر کړي» او «د استعدادونو پیاوړتیا» ته یې پوره پاملرنه وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر استادانو ته سپارښتنه کړې، چې «د دې خاورې د ځوانانو سالمه روزنه تاسې ته امانت ده او باید په ښه روزنه کې یې له اخلاصه ډک کار وکړئ.»

ویل کیږي، چې د لوړو زده‌کړو وزیر د استادانو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د ملاتړ تر څنګ یې هغو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بې‌ځایه‌کېدا ته اړ کړل

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

Published

on

په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي؛ خو په کندهار او روزګان ولایتونو کې وروستیو اورښتونو کرنیزو چارو ته هیلې زیاتې کړې دي.

د کندهار کرنې ریاست وایي، په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۲۴ ملي مټره باران شوی او د روان کال ټول اورښت ۱۷۹ ملي مټرو ته رسېدلی؛ خو اوس هم د وچکالۍ د بشپړ مهار لپاره نورو اورښتونو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د روزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وايي؛ په دې ولایت کې وروستي اورښتونه ۲۳.۱۸ ملي مټره ثبت شوي، چې د سږني کال ټوله کچه ۱۷۲.۱۶ ملي مټرو ته رسېدلې ده.

ویل کیږي، چې د یوه سمسور کال لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملي مټرو باران ته اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول

په دوبۍ کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت ته؛ د کښتۍ او همدارنګه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې، د ایرانیانو د لېږدولو د اجازې غوښتنه سپارل شوې ده.

Published

on

د ایران تسنیم خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راپدېخوا په دوبۍ، متحده عربي اماراتو کې میشت ۱۲۶۲ ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې ایران ته راستانه شوي دي.

په دوبۍ کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت ته؛ د کښتۍ او همدارنګه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې، د ایرانیانو د لېږدولو د اجازې غوښتنه سپارل شوې ده.

له دې مخکې د اماراتو هوايي شرکت اعلان کړی و، چې له دې هېواد څخه د ایراني وګړو راتګ یا لیږد  منع دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول

د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون لخوا ټاکل شوې کمیټه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو ارزونه کوي، چې له بشپړېدا وروسته به ټول څړځایونه د ځمکې په بانک کې ثبت او خوندي شي.

Published

on

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون تېر کال په درې ولایتونو کې له ۲۷ میلیون او ۵۷۰ زره جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت او خوندي کړي دي.

د عدلیې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ دا عامه څړځایونه په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې دي او د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون د ټاکل شوې کمیټې له‌خوا ارزول شوي او د یاد کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ خوندي او ثبت شوي، چې ۹ میلیون او ۳۲۱ زره جریب یې په فاریاب، له ۴ میلیون او ۱۶۷ زره څخه ډېر په باغیس او له ۱۴ میلیون جریب څخه ډېره په بدخشان ولایتونو کې خوندي او بثت شوي دي. دا څړځایونه د دغو ولایتونو په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دي.

د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون لخوا ټاکل شوې کمیټه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو ارزونه کوي، چې له بشپړېدا وروسته به ټول څړځایونه د ځمکې په بانک کې ثبت او خوندي شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!