Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې د کلتوري میراث د ساتنې او عصري کولو لپاره د همکارۍ اعلان وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزېزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بشري چارو له مرستیال خلیل‌ابراهیم اوکور سره لیدلي او د همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړې دي.

خپور شوی

د

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د ساتنې، بیارغونې او عصري کولو لپاره به خپلې عملي همکارۍ پراخې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزېزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بشري چارو له مرستیال خلیل‌ابراهیم اوکور سره لیدلي او د همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې، د لرغونو آثارو د درې‌بعدي ډیجیټلي ثبت، د تاریخي سیمو د بیارغونې او د هېواد د فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه خبرې او اندونه وړاندې کړې دي.

دغه راز عتیق‌الله عزېزي د افغانستان تاریخي او فرهنګي ارزښت ته نغوته(اشاره) کړې او څرګندوي؛ د هېواد فرهنګي میراث نه یوازې د افغانستان د ملي هویت برخه ده، بلکې له د اسلامي نړۍ مهم تاریخي او دیني ګډ ارزښت هم دی.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان ارزښتمن لرغوني آثار، تاریخي ودانۍ، خطي نسخې او فرهنګي سیمې لري، چې ساتنه یې د اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت ګڼل کېږي.

د فرهنګ او هنر مرستیال له اسلامي همکاریو ټولنې وغوښتل، چې د عامه کتابتونونو، ملي آرشیف، ملي موزیم او هنرستان ریاست د پیاوړتیا او عصري کولو په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه او همکاري وکړي.

خلیل ابراهیم اوکور د فرهنګي میراث د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي؛ د اسلامي همکاریو ټولنه به هڅه وکړي، چې د ګډو پروګرامونو له لارې د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې، بیارغونې، ډیجیټلي ثبت او نړیوالې پېژندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ په بهرنیو هېوادونو کې به د افغان څانګه‌والو(متخصصانو) د ګډون لپاره د روزنیزو او علمي پروګرامونو زمینه هم برابره شي، چې د هغوی تخنیکي وړتیاوې او مهارتونه نور هم پیاوړي شي.

هغه ویلي؛ د اسلامي همکاریو ټولنه هڅه کوي، چې د افغانستان فرهنګي اړیکې له اسلامي هېوادونو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو سره پراخې کړي او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د ساتنې لپاره نور ګډ پروګرامونه هم پیل کړي.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو په فرهنګي او تاریخي برخو کې د افغان څانګه‌والو د وړتیا لوړونې په اړه هم خبرې وکړې.

تازه خبرونه

متقي او اوورچوک د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.

Published

on


د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي
همغږۍ ترڅنګ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې شته سیاسي همغږي باید پر عملي اقتصادي شراکت بدله شي او په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمه‌ییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ، کانونو او بانکي او تادیاتي آسانتیاوو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

الکسي اوورچوک هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او څرګندوي، چې د عملي همکاریو د پیل لپاره اوس مناسب شرایط برابر شوي دي.

نوموړي د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او په نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه یې کړې ده.

اوورچوک هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا ۳۰ ایالتونو د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ورکړې غوښتنه وکړه

د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.

Published

on

 

د امریکا د ۳۰ ایالتونو څارنوالانو د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانستان بانک د شاوخوا ۳.۵ میلیارډ کنګل شویو ډالرو قضیه وڅېړي؛ دا هغه شتمني ده، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان او د قربانیانو کورنۍ یې د غرامت لپاره غواړي.

د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.

د دغه دفتر د څرګندونو له مخې، دغو کسانو له کلونو قضايي هڅو وروسته په ټوله کې د نږدې ۱۷ میلیارډ ډالرو غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي؛ خو د امریکا د استیناف د دوه‌یمې حوزې محکمې حکم کړی، چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر شتمنۍ د غرامت د ورکړې لپاره نه‌شي کارېدلی.

دغه شتمنۍ د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا سره سم د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا کنګل شوې دي. د امریکا حکومت وروسته د شاوخوا ۷ میلیارډ کنګل شویو ډالرو له نیمایي؛ یعنې ۳.۵ میلیارډ ډالرو څخه د افغان فنډ د جوړولو پرېکړه وکړه.

د امریکا د ایالتونو لوی څارنوالان استدلال کوي، چې د دغه هېواد قوانین د دغو شتمنیو د کارولو اجازه ورکوي.

د آیوا ایالت لویې څارنوالې برینا بِرډ ویلي؛ د بریدونو قربانیانو او د هغوی کورنیو د امریکا د قضايي نظام له لارې د عدالت او غرامت لپاره هڅې کړې دي او باید هغو پیسو ته لاسرسی ولري، چې محکمو ورته د غرامت په توګه ټاکلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته آزادولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

آریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه

د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپ‌ویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.

Published

on

 

آریانا افغان هوایي شرکت ويلي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیسټم او اوب‌پاڼې سیسټمونه یې له شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته د یوه پاکستاني شرکت له انحصاره ووتل.

د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپ‌ویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.

آریانا افغان شرکت ويلي؛ د دې شرکت نوی سیسټم د یوه ترکي شرکت پر همکارۍ فعال شوی، چې اوس مهال یې له عصري او معیاري خدمتونو څخه په اروپا، آسیا او افریقا کې له ۸۰ څخه ډېر نړیوال هوایي شرکتونه ګټه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!