Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر

ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نه‌ده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.

خپور شوی

د

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز ښارګوټی (لاجورد کمپلکس) پروژې د عملي کار د پیل په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان هم حق لري معیاري ښارونه، عصري بېخبناوې(زیربناوې) او پرمختللي استوګنیز ښارګوټي ولري.

ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نه‌ده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژه کې به شاوخوا ۱۴۴۸ عصري استوګنیز کورونه له معیاري نقشې او پرمختللیو آسانتیاوو سره جوړ شي، چې خلکو ته خوندي او هوسا ژوند برابر کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت وروسته د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او له همدې کبله په بېلابېلو برخو کې سترې اقتصادي پروژې یو پر بل پسې پیلېږي او پرانیستل کېږي.

هغه زیاته کړې؛ لاجورد استوګنیز ښارګوټي ته ورته پروژې کولی شي د بلخ اقتصادي ځایګی د هېواد د یوه مهم تاریخي، فرهنګي، سوداګریز او صنعتي ولایت په توګه پیاوړی کړي او په شمالي زون کې اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.

دغه راز ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بېخبنایي، صنعتي، کرنیزو او ښاري پروژو ملاتړ ته ژمن دی او د قوش‌تېپې، سړک جوړونې، برښنا تولید او صنعتي فابریکو ترڅنګ د ښاري پراختیا او ماسټرپلانونو پر پلي کولو هم کار روان ساتلی دی.

هغه د خصوصي سکټور رول د هېواد په اقتصادي وده کې اړین وباله او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي دا هم څرګنده کړه؛  بلخ ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د ستونزو ارزونه، د پروژو چټکتیا، د بندري خدماتو ښه‌والی او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ډېرو نورو آسانتیاوو برابرول دي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د لاجورد استوګنیز ښارګوټي پروژې پیل د هېواد د آبادۍ پر لور یو مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا پروژه به د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لامل شي.

تازه خبرونه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان روغتیايي برخې ته د همکاریو ډاډ ورکړ

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ډاکټر حنان بلخي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وکړې، چې د ګیټس بنسټ رییس، د سعودي پاچا سلمان د بشري بنسټ مسوول، د یونیسف د سیمه‌ییز دفتر رییس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم په کې ګډون درلود.

Published

on

 

د روغتیا نړیوالې ټولنې(WHO)  سیمه‌ییز دفتر مشرې حنان بلخي، د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د دې ټولنې د پرله‌پسې همکاریو ډاډ ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ډاکټر حنان بلخي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وکړې، چې د ګیټس بنسټ رییس، د سعودي پاچا سلمان د بشري بنسټ مسوول، د یونیسف د سیمه‌ییز دفتر رییس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم په کې ګډون درلود.

ډاکټر حنان بلخي پولیو یوه نړیواله اندېښنه وبلله او د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د پولیو ضد کمپاینونو په بریالي پلي کېدا کې د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له روغتیايي همکاریو هرکلی وکړ او له پولیو ضد کمپاینونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

هغه د عامې روغتیا د نظام پر پیاوړتیا د سرطان ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو پر جوړېدا، د روغتیايي مرکزونو پر تجهیز او د طبي پرسونل د ظرفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

متقي ویلي، چې روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، چې نړیوالې مرستې او روغتیايي خدمتونه په عادلانه او اغېزمن ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګروملتونو دوه چارواکي کابل ته راورسېدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.

Published

on

نن (یکشنبه د چنګاښ څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح کابل ته راورسېدل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.

عبدالرحمن راشد په دې کتنه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د چارواکو میداني حضور او له خلکو سره مستقیمې لیدنې د افغانستان د وضعیت په اړه تر لیکلو راپورونو بشپړ انځور وړاندې کوي.

هغه زیاته کړې؛ میلیونونه افغانان له کلونو راپدېخوا له خپل هېواده بهر ژوند کوي، خو اوس یې هم له افغانستان سره خپلې اړیکې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د مناسبو حل‌لارو موندل د انساني کرامت په ساتنه او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې افغانستان ته د ده د سفر موخه له نیږدې څخه د خلکو د ستونزو ارزونه او ورته رسېدنه ده.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ز.کال له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د څرګندونو له مخې یې دا په نړۍ کې بې‌سارې کچه ده.

هغه د افغانستان له خلکو د ملګرو ملتونو پر دوامدار ملاتړ او د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعال حضور لري او د پراختیا، روغتیا او بشري مرستو په برخو کې به له افغانانو خپل ملاتړ روان وساتي.

هغه دا هم ویلي، چې د افغانانو لپاره د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دغه سفر د افغانستان د اقتصادي او بشري ننګونو پر وړاندې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا څرګندونه کوي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د دې درې ورځني سفر موخه د راستنېدونکو، بې‌ځایه شویو او بشري اړتیاوو د وضعیت ارزونه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان ډیپلوماټیکو استازولیو هڅې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره اړینې دي

یاد وزارت دویچه‌وله خبري رسنۍ ته ویلي؛ د نړیوال عرفي حقوقو له مخې د افغانستان واکمن چارواکي اړ دي هغه افغان وګړي ومني، چې له جرمني څخه ایستل کېږي.

Published

on

د آلمان کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په دې هېواد کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو د هڅو دوام د افغان وګړو د ایستلو د بهیر لپاره اړینې دي؛ ځکه همدا استازولۍ اړین سفري اسناد صادروي.

یاد وزارت دویچه‌وله خبري رسنۍ ته ویلي؛ د نړیوال عرفي حقوقو له مخې د افغانستان واکمن چارواکي اړ دي هغه افغان وګړي ومني، چې له جرمني څخه ایستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې برلین د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پراخولو هڅې کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکسانډر ډوبرینډت، وړاندیز کړی، چې هره میاشت افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د لېږد لپاره درې چارټر الوتنې ترسره شي او ترڅنګ یې انفرادي ایستل هم د سوداګریزو الوتنو له لارې دوام ومومي.

که څه هم جرمني اسلامي امارت پر رسمیت نه‌پېژني، خو دا مهال په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن ښار کې د افغانستان کونسلګري دواړه د اسلامي امارت د استازو له‌خوا اداره کېږي.

د دویچه‌وله د راپور له مخې؛ د جرمني حکومت تائید کړې، چې ټاکل شوې د اسلامي امارت څلور نور ډیپلوماټان هم دغه هېواد ته ولاړ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117