تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له افغانستان څخه د امریکا پوځي وتلو د ارزونې بهیر د بشپړېدا په درشل کې دی او تمه ده، چې راپور یې په روان اوړي کې خپور شي.
هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې ارزونې ټولې بنسټیزې برخې؛ د مرکو او د محرمو اسنادو د ارزونې په ګډون، بشپړې شوې دي.
ټاکل شوې، چې د ارزونې راپور د پرېکړو د بهیر، عملیاتي ننګونو او هغو پېښو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال او تر هغې وروسته په واشنګټن کې د سیاسي بحثونو مهمه موضوع پاتې شوې ده.
تازه خبرونه
ازبیکستان در سال جاری پنج هزار ویزه برای شهروندان افغانستان صادر کرده است
تازه خبرونه
افغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
ملا برادر په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړي نندارتون د پرانیستې پر مهال د دې سکټور پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو وبلله.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي؛ افغانستان دا وړتیا لري، چې د ډیټا د ټرانزیټ او لېږد له لارې سویلي آسیا له منځنۍ آسیا سره ونښلوي.
ملا برادر په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړي نندارتون د پرانیستې پر مهال د دې سکټور پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو وبلله.
ملا برادر ویلي:« د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ د اوسني عصر غوښتنه ده او اسلامي امارت غواړي له شته امکاناتو پر ګټه اخیستنه، په تدریجي ډول د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیالي وکړي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا راپدېخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې هم لاسته راوړنې شته.
په همدې حال کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ډیجیټلي حکومتولۍ پر پراختیا ټینګار کړی او څرګندوي؛ ټولې دولتي ادارې باید خپل خدمات د ډیجیټلي سیسټمونو له لارې وړاندې او له یو بل سره ونښلول شي، چې خلکو ته نورې زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم د صادراتو د بهیر د ساده کولو او ډیجیټلي کولو له پلانونو خبر ورکړ او وایي، د حکومتولۍ برښنايي کول او د سیسټمونو یوځای کول به ډېر ژر عملي شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالاحد فضلي ډاډ ورکړ، چې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لړۍ به په ټول هېواد کې وغځېږي؛ په ځانګړي توګه هغو لرې پرتو سیمو ته، چې اوس هم له دغو خدمتونو بې برخې دي.
دغه راز مخابراتي شرکتونو هم د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ټکنالوژۍ د ودې لپاره به له حکومت سره همغږي او همکاري کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لومړی نندارتون د دولتي چارواکو او د ټکنالوژۍ د سکټور د شرکتونو په ګډون په کابل کې ترسره شو. د نندارتون په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا او د عامه خدمتونو د آسانتیا لپاره له څو دولتي ادارو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړل.
تازه خبرونه
رییسالوزراء له ازبک پلاوي سره پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو خبرې وکړې
په دې لیدنه کې د ریاستالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون درلود.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن آخوند نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره، چې تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی، ولیدل.
په دې لیدنه کې د ریاستالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون درلود.
جمشید خواجهیوف د لیدنې په پیل کې ویلي، افغانستان ته د ازبکستان د وزیرانو، مرستیالانو، سوداګرو او پانګهوالو د دغه لوی پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي.
هغه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ښو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، افغانستان د ازبکستان په بهرنۍ تګلاره کې ځانګړی ځای لري او د دې سفر اصلي موخه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف د لارښوونې له مخې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د شویو ژمنو عملي پلي کول دي، چې دواړه هېوادونه یې پایلې وویني.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، تېر کال ازبکستان ته د افغانستان ټول صادرات ۱۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي وه؛ خو د روان کال له پیل څخه تر اوسه دغه شمېر ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی او تمه ده، چې د کال تر پایه نور هم زیات شي.
نوموړي ویلي، ازبکستان تر اوسه د افغانستان وګړو ته پېنځه زره ویزې صادرې کړي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا ښیي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء رییس ملا محمدحسن آخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د دغه پلاوي سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
هغه زیاته کړې، د دې پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د دغه هېواد د قوي باور څرګندونه کوي.
د لیدنې په پای کې ملا محمدحسن آخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له دغه دوست او ورور هېواد سره د اړیکو له پیاوړتیا خوښ دی او د شویو ژمنو پلي کولو ته بشپړ ژمن پاتې دی.
-
لوبی5 days agoفیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
-
لوبی4 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل پر«امید روغتون» دې د پاکستان هوايي برید خپلواک وڅېړل شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoکه ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد نورستان په سېلابونو کې له ۴۰ ډېر کسان مړه شوي؛ بېړنۍ مرستې پر لاره دي
