International Sports
۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا ترکیې ته ۲ -۰ ماتې ورکړه
د اسټرالیا دوهیم ګول د لوبې په پېنځهاویاایمه دقیقه کې مټکالف د جزا له ساحې بهر یوه پیاوړی شوټ وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.
د اسټرالیا فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بریالۍ پیل کړه او د منظمې لوبې او اغېزناکو ځوابي بریدونو پر مټ یې ترکیې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه او په D ګروپ کې یې بریالی پیل ثبت کړ.
دغه لوبه د شنبې پر ورځ د کاناډا په ونکوور ښار کې ترسره شوه. په دې سیالۍ کې ۲۰ کلن لوبغاړي نیستور ایراکونونډا او کانر میټکالف ګولونه ووهل او د اسټرالیا بریا یې یقیني کړه.
په دې لوبه کې د اسټرالیا ځوان دروازهساتونکي پاټریک بیچ ښه ځلېد او پر څو مهمو غبرګونونو یې د خپلې لوبډلې دروازه خوندي وساتله او د بریا پر لوري یې ښه رول ولوباوه.
د اسټرالیا روزونکي ټوني پوپوویچ د لوبډلې په لومړني ترکیب کې زړورې پرېکړې وکړې؛ هغه تجربهلرونکی دروازهساتونکی میټیو رایان پر احتیاطي څوکۍ کېناوه او بیچ ته یې د لوبېدا فرصت ورکړ؛ هغه پرېکړه، چې په پایله کې د لوبډلې لپاره بریالۍ ثابته شوه.
سره له دې، چې ترکیه تر ډېره پر توپ واکمنه او او پرلهپسې بریدونه یې کول؛ خو د دې لوبډلې بریدګر څو ځله د بیچ له ډاډمنو ژغورنو سره مخ شو او د ګول وهلو فرصتونه یې له لاسه ورکړل.
اسټرالیا د لوبې په اتهویشتمه دقیقه کې د یوه چټک ځوابي برید پر مهال لومړی ګول وواهه. دغه برید د دروازهساتونکي له لوري پیل شو او په پای کې د یوه دقیق او اوږده پاس په وسیله ایراکونونډا یوازې له دروازهساتونکي سره مخامخ شو او د لوبې لومړی ګول یې ثبت کړ.
وروسته ترکیې د ارډا ګولر او نورو لوبغاړو په خطرناکو شوټونو د لوبې د برابرولو هڅه وکړه؛ خو د اسټرالیا د دروازهساتونکي ځلندې لوبې د مساوي ګول مخه ونیوله.
د اسټرالیا دوهیم ګول د لوبې په پېنځهاویاایمه دقیقه کې مټکالف د جزا له ساحې بهر یوه پیاوړی شوټ وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.
ایراکونونډا له لوبې وروسته وویل: «ډېر ښه احساس لرم. له روزنیز پلاوي او هېوادوالو له ملاتړ څخه مننه کوم.»
دغه ځوان لوبغاړی له دې ګول سره د نړیوال جام په سیالیو کې د اسټرالیا د نرینهوو د ملي لوبډلې په تاریخ کې تر ټولو ځوان ګولوهونکی شو.
د دې ګروپ په بله لوبه کې امریکا پاراګوای ته ۴- ۱ ماتې ورکړې او د جدول په سر کې ځای لري.
International Sports
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د آیالټي ۲۰ سیالیو د پېنځم پړاو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړل
د دغو حقونو پر ترلاسه کولو به د هېواد د کرکټ مینهوال وکولی شي د متحده عربي اماراتو د څانګیزو(مسلکي ) شل آوریز کرکټ لیګ( ډيپي ورلډ آیالټي ۲۰ ) سیالۍ وګوري. په دغو سیالیو کې د نړۍ نومیالي لوبغاړي او د بېلابېلو کرکټ لوبډلو غړي ګډون کوي.
آریانا راډیو ټلویزیون(ATN) په افغانستان کې د آیالټي ۲۰(ILT20) کرکټ لیګ د پېنځم پړاو سیالیو د ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرونو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.
د دغو حقونو پر ترلاسه کولو به د هېواد د کرکټ مینهوال وکولی شي د متحده عربي اماراتو د څانګیزو(مسلکي ) شل آوریز کرکټ لیګ( ډيپي ورلډ آیالټي ۲۰ ) سیالۍ وګوري. په دغو سیالیو کې د نړۍ نومیالي لوبغاړي او د بېلابېلو کرکټ لوبډلو غړي ګډون کوي.
د دغو سیالیو پېنځم پړاو ټاکل شوی، چې د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې د ډسمبر تر شلمې دوام وکړي. په دې پړاو کې به ۳۴ لوبې په درې لوبغالو کې ترسره شي، چې د دوبۍ نړیوال لوبغالی، په ابوظبۍ کې د زاید کرکټ لوبغالی او د شارجه کرکټ لوبغالی رانغاړي.
په دې سیالیو کې شپږې لوبډلې ګډون کوي؛ ابوظبۍ نایټ رایډرز، ډیزرت وایپرز، دوبۍ کیپېټلز، ګلف جاینټس، امآی امارات او شارجه واریرز. د سیالیو په لړ کې به ۳۰ لوبې په ګروپي پړاو او څلور نورې د پایلوبې په ګډون د اتلولۍ د ټاکلو لپاره ترسره شي.
آیالټي ۲۰ د نړیوالو کرکټ لوبغاړو د ځلېدا پر یوه مهم ډګر بدل شوی، چې په کې د نړۍ مخکښ لوبغاړي او د متحده عربي اماراتو او سیمې ځوان استعدادونه سره یوځای کېږي. دغه لیګ د افغانستان له کرکټ سره هم نږدې اړیکه لري او افغان ملي لوبغاړي هم په کې ګډون کوي.
د افغانستان کرکټ نوموتي لوبغاړي؛ راشد خان، فضلالحق فاروقي او محمد نبي هم د دغو سیالیو له لوبډلو سره تړاو لري، چې له کبله یې د افغان مینهوالو لېوالتیا زیاتېږي.
د آیالټي ۲۰ چټکې شلآوریزې سیالۍ، چې هره لوبډله په کې تر ۲۰آورونو پورې توپوهنه کوي؛ د ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرونو لپاره ځانګړی ارزښت لري او مینهوالو ته زړهراکښونکې لوبې وړاندې کوي.
د دې هوکړې له مخې، آریانا ټلویزیون به د سپورټي خپرونو لړۍ پراخه کړي او افغان کرکټ مینهوالو ته به د نړۍ د یوې بلې مهمې سیالۍ د لیدلو زمینه برابره کړي.
د هرې لوبې د خپرېدا، د خپرونو د مهالوېش او د ډیجیټلي لیدلو د لارو چارو لپاره نور معلومات به په راتلونکو ورځو کې خپاره شي. له مینهوالو غوښتل شوي، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا ټلویزیون خواله رسنۍ وڅاري.
International Sports
مسي له ارجنټاین لوبډلې سره ژړغونې مخه ښه وکړه
۳۹ کلن مسي، چې د فوټبال له نوموتو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي؛ د دوهسوهاتم ځل لپاره د ارجنټاین په کمیس کې ولوبېد او په یواویاومه دقیقه کې یې د پنالټي له ټکي خپل یو سلو شپږویشتم ملي ګول وواهه.
لیونل مسي له ارجنټاین ملي لوبډلې سره له ۲۱ کلونو لوبېدا وروسته د دې لوبډلې پر ګټه خپله ملي لوبیز پېر په بوینسآیرس کې د نندارچیانو له ګڼې ګوڼې ډک په« مونومنټال» لوبغالي کې د بنین پر وړاندې د درې – صفر له بریا سره پای ته ورساوه.
۳۹ کلن مسي، چې د فوټبال له نوموتو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي؛ د دوهسوهاتم ځل لپاره د ارجنټاین په کمیس کې ولوبېد او په یواویاومه دقیقه کې یې د پنالټي له ټکي خپل یو سلو شپږویشتم ملي ګول وواهه.
مسي د ارجنټاین د لومړي ګول په وهلو کې نیکولاس اوټامندي ته پاس هم ورکړ او وروسته نیکو پاز درېیم ګول وواهه، چې ارجنټاین پرې آسانه بریا خپله کړه.
شاوخوا ۸۵ زره نندارچیانو په لوبغالي کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې د لوبډلمشر تود هرکلی وکړ.
مسي د لوبې له پیل مخکې هم احساساتي شوی و. کله، چې د لوبډلې بس د نندارچیانو له منځه د لوبغالي پر لور روان و؛ هغه خپلې اوښکې پاکولې.
هغه له خپلو درې اولادونو سره لوبغالي ته ننوت او مېرمن یې انټونیلا روکوزو او مور یې سلیا کوچیټیني هم له ځانګړي ځای څخه لوبه ننداره کړه.
د لوبې له پیل مخکې د ارجنټاین د ملي لوبډلې یو لوی کمیس د لوبغالي په منځ کې کېښودل شو، چې د مسي مشهوره لسمه شمېره «Gracias»؛ یعنې «مننه» پرې لیکل شوي وه.
د ملي سرود پر مهال هم ولولهییزه شېبه روانه وه او مسي په داسې حال کې، چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې،؛د فالکلینډ جګړې له پخواني سرتېري فابیو سانټانا سره څنګ پر څنګ ودرېد.
په لسمه دقیقه کې د مسي د مشهور کمیس د شمېرې پر ویاړ لوبه ودرول شوه او ټول لوبغالي د یوې دقیقې لپاره پر چکچکو بدرګه کړ.
مسي وروسته هغه شېبه هم رامنځته کړه، چې نندارچیانو یې تمه لرله او په یواویاومه دقیقه کې یې پنالټي پر ګول بدله کړه. په دې توګه یې له ارجنټاین ملي لوبډلې سره خپله وروستۍ لوبه هم پر ګول پای ته ورسوله.
« ټول توان مې وکاراوه»
د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د مونومنټال لوبغالي په آسمان کې د بېپیلوټه الوتکو پراخ نندارتون ترسره شو. دغو الوتکو په آسمان کې د مسي انځور جوړ کړ او د اته ځله د سرو زرو توپ ګټونکي یې درناوی وکړ.
له ملي لوبډلې سره د مسي مخه ښه په نیوجرسي کې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې پر مهال ارجنټاین له اسپانیا څخه له ماتې څه باندې دوه میاشتې وروسته وشوه.
مسي له هغې ماتې وروسته ویلي وه:« ټول توان مې وکاراوه؛ نور د وړاندې کولو لپاره څه نهلرم. سربېره پر دې ځوان او تکړه لوبغاړي راڅرګندیږي، چې د فرصت مستحق دي.»
له دې مخکې د سېشنبې پر ورځ مسي د ارجنټاین د فوټبال فډراسیون د مرکزي دفتر په مراسمو کې د بوینسآیرس له پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې وه.
نندارچیان د ارجنټاین د فوټبال فډراسیون له مرکزي دفتر بهر هم راټول شوي وه او د ارجنټاین یو لوی بیرغ یې پورته کړی و، چې د مسي انځور او «زما د ژوند خوښي» عبارت پرې لیکل شوی و.
په بارسلونا کې د مسي پخواني ملګري نیمار هم د هغه ستاینه کړې او ویلي یې دي، نړۍ باید د هغو ټولو کارونو له کبله له مسي مننه وکړي، چې د فوټبال لپاره یې کړي دي.
مسي له انټر میامي سره تر ۲۰۲۸ز.کال پورې قرارداد لري؛ خو له دې مخکې یې ویلي وه، چې ښايي له تمې مخکې له فوټبال سره مخه ښه وکړي.
د مسي ملي لوبیز پېر په ۲۰۲۲ نړیوال جام کې له اتلولۍ سره هم مل و؛ هغه اتلولي د ارجنټاین لپاره د درېیم نړیوال جام د ګټلو ۳۶ کلن انتظار پای ته ورساوه. نوموړي له ارجنټاین سره په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ ز.لونو کې د کوپا امریکا اتلولي هم ګټلې ده.
ارجنټاین په ۲۰۱۴ او ۲۰۲۶ نړیوال جامونو کې هم دوهیم ځای خپل کړی دی.
International Sports
هند د پاکستان پر ماتولو د سرو زرو مډال وګاټه
هند په ۲۰آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې جوړې کړې. ابېشېک شرما پر ۲۸ توپونو ۶۱ منډې وکړې، چې اووه شپږیزې او درې څلوریزې یې ووهلې.
هند د جاپان په آسیايي لوبو کې د شلآوریز کرکټ د پایلوبې پر مهال پاکستان ته پر ۱۹ منډو ماتې ورکړه او د دې لوبو د کرکټ د سرو زرو مډال یې خپل کړ.
هند په ۲۰آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې جوړې کړې. ابېشېک شرما پر ۲۸ توپونو ۶۱ منډې وکړې، چې اووه شپږیزې او درې څلوریزې یې ووهلې.
ټیلک ورما پر ۲۲ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې او شیوَم ډوبي پر ۱۵ توپونو ۲۷ منډې وکړې.
پاکستان د منډو پوره کولو په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شو او د درې لوبغاړو پر سوځېدا یې ۳۹ منډې لرلې؛ خو حسن نواز پر ۵۱ توپونو ۹۶ منډې وکړې.
پاکستان په ۲۰آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۲ منډې جوړې کړې او هند د ۱۹ منډو پر توپیر بریا خپله کړه.
دا پر پاکستان د هند پرلهپسې اوومه شلآوریزه بریا ده. هند تر دې دمه د دواړو لوبډلو له ۱۸ شلآوریزو سیالیو ۱۴ ګټلي دي.
هند په ۲۰۲۲ز.کال کې د چین د آسیايي لوبو د کرکټ له بېرته شاملېدا وروسته هم د سرو زرو مډال ګټلی و او دا یې په نرینهوو شلآوریز کرکټ کې پرلهپسې دوهیم د سرو زرو مډال دی.
د ۲۰۲۶ز،کال آسیايي لوبې نن یکشنبه د تلې دولسمه / د اوکټوبر څلورمه د جاپان په آیچي-ناګویا کې پای ته رسېږي. ټاکل شوې، چې د آسیايي لوبو راتلونکې سیالۍ پر ۲۰۳۰ز.کال په قطر کې ترسره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ4 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
لوبی5 days agoسرخپوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days agoافغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت
