Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په تهران کې لسګونه زره کسانو د علي خامنه‌يي په جنازه کې ګډون وکړ

ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنه‌يي او د هغه د زوی مجتبی خامنه‌يي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.

خپور شوی

د

 

لسګونه زره کسانو د شنبې پر ورځ د تهران په مصلای بزرګ کې د ایران د رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې و چې د امریکا او اسرائیل لهخوا د ایران پر ضد د جګړې په پیل کې وژل شوی و؛ ګډون وکړ.

ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنه‌يي او د هغه د زوی مجتبی خامنه‌يي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم د هغه د مړینې په تړاو د یوې اوونۍ د ماتم د پروګرام برخه ده، چې ایراني چارواکو ترتیب کړی دی. د هغه تابوت، چې یوه ورځ د ایراني لوړپوړیو چارواکو او بهرنیو پلاویو د درناوي لپاره په ځانګړي ځای کې اېښودل شوی و؛ د شنبې پر ورځ په یوه ښیښه‌ییز پوښ آزاد نندارې ته وړاندې شو. د هغه د لور، زوم، ناوې او ۱۴ میاشتني لمسي تابوتونه هم ورسره اېښودل شوي وه.

تر اوسه د مجتبی خامنه‌يي، چې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ایران رهبري پر غاړه اخیستې او ویل کېږي په همدې برید کې ټپي شوی هم دی؛ هیڅ تازه انځور یا عامه حضور نه‌دی ثبت شوی.

د مراسمو پر مهال ماتم کوونکو سینه‌وهله او د «مرګ پر امریکا» په ګډون یې شعارونه ورکول.

د مراسمو یوه ګډونوال آرش رحیمي رویټرز خبري آژانس ته ویلي:« ټول هغه کسان، چې دلته راغلي، د خپل رهبر د وینې د غچ اخیستو لپاره راغلي دي. لکه څنګه، چې زمونږ رهبر ویلي وه؛ مونږ له امریکا سره د وینې حساب لرو او زمونږ اړیکې به هېڅکله هم ورسره ښې نه‌شي.»

دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه د لنډمهالي اوربند له اعلان وروسته درېدلې ده. ایراني چارواکي دغه هوکړه د اقتصادي لاسته‌راوړنو لپاره زمینه او د خپلې بریا نښه بولي.

دغه راز د اکسیوس خبري اوب‌پاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سولې خبرې د جنازې د مراسمو له کبله د یوې اوونۍ لپاره ځنډېدلې دي.

د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: امریکا کولی شول د جنازې په مراسمو کې د ایران ټول مشران «په یوه برید کې» پر نښه کړي؛ خو دا کار یې ونه کړ، ځکه په هغه صورت کې «د خبرو لپاره به څوک نه‌پاتې کېدل.»

ټرمپ د ماتم د مراسمو د انځورونو په اړه هم ویلي، چې د ځینو ایرانیانو ژړا ته حیران شوی؛ ځکه ده ګومان کاوه خلک له خامنه‌يي کرکه لري او زیاتوي:« ښايي دا اوښکې رښتینې نه‌وي.»

په ارمنستان کې د ایران سفارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ایکس لیکلي:« تاسې دا موضوعات نه‌‌شئ درک کولی؛ ځکه نه تمدن لرئ، نه تاریخ او نه هم شرافت.»

د جګړې پر مهال له درې زره ډېر کسان، چې یو شمېر لوړپوړي سیاسي چارواکي او پوځي قومندانان هم په کې ول؛ ووژل شول او د ایران بنسټیزو او پوځي تاسیساتو ته پراخ زیانونه واوښتل. په مقابل کې ایران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر نښه کړې او د هرمز تنګي د کنټرول له لارې یې د نړۍ د تېلو د بیو په لوړېدا کې رول ولوباوه.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د لنډمهالې هوکړې له مخې، د ایران میلیارډونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ آزادې شوې او د مالي بندیزونو یوه برخه هم ځنډول شوې ده.

ایراني چارواکو ویلي، چې له تهران وروسته به د علي خامنه‌يي جسد قم، بیا د عراق نجف او کربلا او وروسته مشهد ته ولېږدول شي او په پای کې به د شیعه‌ګانو د یوه امام د زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي. چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ورځو کې به میلیونونه کسان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

سیمه ییز خبرونه

د ایران ملاتړي هېوادونه به له اقتصادي اغېزو سره مخ شي – ټرمپ

په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او نښتو د خلیج هېوادونه هم راښکېل کړي دي. د نړۍ بازارونه هم وروسته له هغې له اقتصادي ټکانونو سره مخ شول، چې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د کنټرول وړتیا وښوده. له فبرورۍ مخکې د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پېنځمه برخه له همدې لارې تېرېده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی: هر هغه هېواد، چې ایران ته«هر ډول د ژغورنې لار او حیاتي مرستې» برابروي؛ له اقتصادي اغېزو سره به مخ شي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هڅه کوي هغه جګړه پای ته ورسوي، چې نږدې شپږ میاشتې مخکې یې له اسرائیلو سره یوځای پیل کړې ده.

په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او نښتو د خلیج هېوادونه هم راښکېل کړي دي. د نړۍ بازارونه هم وروسته له هغې له اقتصادي ټکانونو سره مخ شول، چې ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د کنټرول وړتیا وښوده. له فبرورۍ مخکې د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پېنځمه برخه له همدې لارې تېرېده.

په ټولنیزو پاڼو کې د ټرمپ ګواښونه او څرګندونې تل بشپړ نه‌عملي کېږي او نوموړي دا نه‌دي روښانه کړي، چې امریکا به د ورته هېوادونو پر وړاندې څه اقدامات وکړي. داسې ښکاري، چې دا ګواښ ښایي د امریکا متحد هېوادونه هم راونغاړي؛ هغه هېوادونه، چې د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول لري؛ خو ټرمپ د کوم هېواد نوم نه‌دی اخیستی.

د سې شنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو، چې د امریکا د یوې سترې پوځي اډې کوربه دی؛ اعلان وکړ، چې تر بلې خبرتیا پورې به له ایران سره ټول سوداګریز فعالیتونه او مالي راکړې ورکړې وځنډوي. دغه اعلان له هغې وروسته وشو، چې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وویل: له ایران څخه توغول شوي دوه توغندي یې کشف کړي، چې په سمندر کې لوېدلي دي؛ ایران دغه راپور بې‌اساسه بللی دی.

د«کپلر» د احصائیوي شننې شرکت د ۲۰۲۵ز.کال د څرګندونو له مخې: چین د ایران د تېلو د صادراتو له ۸۰ سلنې څخه ډېره برخه اخلي. له چین سره د امریکا د اقتصادي جګړې زیاتېدا، چې امریکا ته له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی او د حیاتي نادرو منرالونو برابرونکی هم دی؛ ښایي د بیجینګ د متقابل غبرګون خطر زیات کړي.

د ایران د رهبر سلاکار محمد مخبر د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، ایران اوس هم له امریکا سره خبرو ته چمتو دی؛ خو خبرې اترې له تسلیمېدا سره نه‌ګډوي.

نوموړي زیاته کړې، پوځي فشار او بندیزونه د ایران هوډ نه‌شي ماتولی.

ترمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، له ایران سره هیڅ خبرې نه روانېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ مخکې د ټرمپ زوم او ځانګړي استازي جرد کوشنر مثبت دریځ څرګند کړی و او ویلي یې ول؛ له ایران سره خبرې اوس هم روانې دي او«ښایي تر بل هر وخت جدي» وي.

ترمپ غواړي د ایران د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زیرمې ترلاسه کړي او د یوه نوي او نه‌محدودوونکي تړون په لټه کې دی، چې د ایران اټومي او څېړنیز پروګرامونه محدود کړي.

ټاکل شوې دغه تړون د هغه تړون ځای ونیسي، چې امریکا په ۲۰۱۸ز.کال کې ترې یو اړخیزه ووتله. ایران، چې د اټومي وسلو د نه‌خپرېدا د تړون غړی دی؛ له لسیزو راپدېخوا ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییزې موخې لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ترکیې د سوریې پر اډه د برید په اړه د اسرائیلو«بې بنسټه» ادعاوې رد کړې

اسرائیلو د سې‌شنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي له‌خوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.

Published

on

ترکیې د چارشنبې پر ورځ هغه څه رد کړل، چې اسرائیلو په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور په اړه «بې بنسټه ادعاوې» بللې دي. دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې اسرائیلو د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې پر یوې هوايي اډې برید وکړ او بیا یې ادعا وکړه، چې سوریه چمتو ده، چې ترکي ځواکونو ته په دغه هېواد کې د ځای پر ځای کېدا اجازه ورکړي.

اسرائیلو د سې‌شنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي له‌خوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر سې‌شنبې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ سوریه په دې درشل کې ده، چې له اسرائیلو سره د امنیتي چارو په اړه منل شوی«اوسنی وضعیت» د ترکي ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره مات کړي.

د اعلامیې له مخې، په هوايي اډه کې د ترکي ځواکونو ځای پر ځای کېدل به د اسرائیلو امنیت ته ګواښ وي او اسرائیل به یې ونه‌زغمي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په غبرګون کې ویلي، د نتنیاهو د دفتر څرګندونې د اسرائیلو د ټاکنو په درشل کې د نوموړي د « پراختیا غوښتونکو او بې‌ثباته کوونکو سیاستونو» د تعقیب له هوډ څخه سرچینه اخلي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې، په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې هغه مهال رامنځته کېدی شي، چې اسرائیل نړیوال قانون ته درناوی وکړي او له خپلو« یرغلیزو او زورواکو سیاستونو» لاس واخلي.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د ایکس پاڼې په خبرپانه کې ویلي:« د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر له‌خوا وړاندې شوي بې‌بنسټه ادعاوې د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د اسرائیلو د ناقانونه هوايي بریدونو د مشروع ښودلو لپاره دي.»

په اعلامیه کې د ترکي ځواکونو د احتمالي ځای پر ځای کېدا مستقیمه یادونه نه‌ده شوې.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي:« ترکیه به په سوریه کې د سولې، ثبات او سوکالۍ د ټینګښت لپاره د سوریې له حکومت سره پر مشروع بنسټ خپلې همکارۍ روانې ساتي او هیڅکله به د سوریې بې‌ثباته کېدا ته اجازه ورنه‌کړي.»

دا بریدونه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د سوریې په اړه د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړې هم سختې شوي دي. د دواړو هېوادونو ځواکونه په سوریه کې فعال دي.

ترکیه، چې د ناټو دوه‌یم لوی پوځ لري او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع له مهمو متحدانو څخه بلل کېږي؛ اسرائیل د سوریې د بې‌ثباته کولو او د دغه هېواد د نوي حکومت د کمزوري کولو پر هڅه تورنوي. انقرې پر ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي او د سوریې ځمکني بشپړتیا ته د درناوي لپاره یې اړ کړي.

ترکیې د سوریې د پوځ په روزنه کې مرسته کړې، د دولتي بنسټونو او بېخبناوو په بیا رغونه کې یې ملاتړ کړی او پوځي او ډیپلوماټیکې مرستې یې هم ورسره کړې دي.

تېر کال ترکیې او اسرائیلو، چې د غزې د جګړې پر سر هم سخت اختلافات لري؛ د سوریې په دننه کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره د اړیکو یوه کرښه جوړه کړه.

د سوریې او عراق لپاره د امریکا ځانګړي ولسمشریز استازي ټام بارک د سې‌شنبې له بریدونو وروسته رویټرز ته وویل؛ واشنګټن هڅه کوي، چې د اسرائیلو، ترکیې او سوریې ترمنځ د پوځي شخړو د مخنیوي یو میکانیزم رامنځته کړي. هغه زیاته کړې، چې امریکا د دغو لوریو ترمنځ د معلوماتو شریکولو او خبرو اترو یو میکانیزم آسانه کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د هند د کلکتې په يوه هوټل کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي

پولیسو ویلي، اور د سهار شاوخوا ۲:۵۰ د هوټل په دوه‌یم پوړ کې لګېدلی او د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، د یوه ساعت په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.

Published

on

د چارشنبې پر سهار د هند په کلکته ښار کې د یوه هوټل د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان، چې یو ماشوم هم په کې دی؛ مړه شوي دي.

پولیسو ویلي، اور د سهار شاوخوا ۲:۵۰ د هوټل په دوه‌یم پوړ کې لګېدلی او د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، د یوه ساعت په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوی دی.

شاوخوا ۳۰ کسان په خوندي توګه له ودانۍ ایستل شوي دي.

پولیس وايي، ښايي اور د برښنا مزو د لګېدو له کبله رامنځته شوی وي؛ خو د پېښې کره علت معلوم نه‌دی.

ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي هم دي او په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د هند خبري آژانس «ای‌ان‌ای» د اور وژنې ادارې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په وژل شویو کسانو کې ځینې د بنګله‌دېش وګړي دي، چې د درملنې لپاره کلکتې ته تللي وه. «ان‌ډي‌ټي‌وي» بیا راپور ورکړی، چې ټول ۹ وژل شوي کسان بنګله‌دېشیان دي.

د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د وژل شویو کسانو تابعیتونه تر اوسه تائید شوي نه‌دي.

دغه هوټل د کلکتې ښار په ګڼه ګوڼه لرونکې مرکزي سیمه کې موقعیت لري او ارزانه استوګنځایونه او رسټورانټونه لري.

چارواکي د اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې کوي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!