لوبی
فیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.
فیفا د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته د نرینه فوټبال تازه نړیوال نوملړ خپور کړ، چې له مخې یې د نړیوال جام اتله اسپانیا د نړۍ د غوره لوبډلو په سر کې راغلې ده.
اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.
نوی نوملړ د نړیوال جام او نورو رسمي نړیوالو سیالیو د پایلو پر بنسټ جوړه شوی دی. لوبډلو ته د سیالانو د ځواک او د سیالیو د ارزښت له مخې نمرې زیاتې یا کمې شوې دي.
د تازه نوملړ له مخې، افغانستان په یو سلو یواویاوم ځای کې راغلی او اوس هم د آسیا د ټیټې درجې لرونکو لوبډلو په ډله کې دی؛ خو هڅه کوي پر نړیواله کچه خپل ځای ښه کړي.
په همدې حال کې پاکستان د فیفا د ۲۱۰ غړو ټولنو ترمنځ په یو سل او اتهنويوم ځای کې دی.
د فیفا نړیوال نوملړ د نمرو پر یوه ځانګړي سیسټم ولاړ دی، چې د رسمي نړیوالو سیالیو پایلې، د سیالانو ځواک او د هرې سیالۍ اهمیت په کې په پام کې نیول کېږي.
د نړیوال جام سیالۍ تر ټولو ډېر ارزښت لري؛ له همدې کبله په دې سیالیو کې ښې پایلې د لوبډلو پر نړیوال مقام د پام وړ اغېز کوي.
دغه نوملړ په نړیوال فوټبال کې مهم رول لري؛ ځکه د فیفا او سیمهییزو سیالیو لپاره د لوبډلو د ډلبندۍ او پچې له مهمو معیارونو څخه ګڼل کېږي. لوړ مقام لرونکې لوبډلې معمولاً په پچهاچونه او ډلوېش کې غوره موقعیت ترلاسه کوي.
د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته به ملي لوبډلې خپلې پاملرنې قارهییزو اتلولیو، د نړیوال جام غوراوي پړاوونو او دوستانه سیالیو ته واړوي، چې پایلې به یې د فیفا په راتلونکي نوملړ کې اغېز ولري.
لوبی
په کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
د سیالیو لومړۍ لوبه د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټهګورۍ کې د کهکشان لوبډلې د امار احدي او د قلعه بست لوبډلې د محمد اکبري ترمنځ ترسره شوه.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ(ایډبلیوپيال) لومړی پړاو د دوشنبې ماښام مهال په کابل کې پیل شو، چې د مینهوالو پراخ هرکلی یې ترلاسه کړ.
د پرانیستې مراسمو ته ګڼ شمېر مینهوال ورغلي وه؛ د پلرونو او زامنو پر ګډون ډېر شمېر لېوال ورغلي وه او د افغانستان د لومړي غوره غېږنیونې لیګ د پیل ننداره یې وکړه.
د سیالیو لومړۍ لوبه د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټهګورۍ کې د کهکشان لوبډلې د امار احدي او د قلعه بست لوبډلې د محمد اکبري ترمنځ ترسره شوه.
په دې سیالیو کې د هېواد ۱۰ لوبډلې او ۱۰۰ مخکښ غېږنیوونکي ګډون لري، چې د سیالیو په اوږدو کې به یو له بل سره سیالي وکړي. تنظیموونکي هیله لري، چې دا لیګ به د افغانستان د ورزشونو له مهمو سیالیو څخه وګرځي.
ګډونوالې لوبډلې یې دا دي:
اخوت
بالاحصار
دوستي
سپین غر
ستارهها (ستوري)
سوله
قلعه بست
فتح
قوشتېپه
کهکشان
هره لوبډله ۱۰ غېږنیوونکي لري، چې پر ټولیزه بڼه ۱۰۰ لوبغاړي د هېواد له بېلابېلو سیمو سره راټولوي.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو او ټلوېزیون او د هغې د ټولنیزو رسنیو له رسمي پاڼو خپرېږي، چې د هېواد دننه او بهر مینهوال وکولی شي د خپلې خوښې دا سیالۍ نه یوازې وڅاري، بلکې کولی شي هره ورځ د کابل پر وخت د ماښام له شپږو بجو څخه یې پر ژوندۍ هم بڼه وګوري.
د لیګ تنظیموونکي وایي، له دې سیالیو موخه د افغانستان د غېږنیونې وړتیاوو راڅرګندول، د سالمې سیالۍ دودول او لوبغاړو ته د مسلکي سیالیو د یوه مناسب ډګر برابرول دي، څو خپل مهارتونه وښيي او د غېږنیوونکو نوي نسل ته الهام ورکړي.
له مینهوالو غوښتل شوي، چې د سیالیو د مهالوېش، پایلو، مهمو خبرونو او غوره شېبو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا راډیو او ټلوېزیون رسمي ټولنیزې پاڼې وڅاري.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ پیل په هېواد کې د مسلکي سپورټ د ودې په لړ کې یو بل مهم ګام ګڼل کېږي، چې هم مینهوالو ته نوې او په زړه پورې سیالۍ وړاندې کوي او هم غېږنیوونکو ته د کورنیو لوړې کچې سیالیو فرصت برابروي.
لوبی
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
دا سیالۍ به د چنګاښ له نههویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ (اېډبلیوپيال) د لومړي پړاو د پیل لپاره د ورځو شمارلو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ اووه ورځې وروسته په کابل کې پیل شي.
دا سیالۍ به د چنګاښ له نههویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.
آریانا راډیو او ټلوېزیون شبکه، چې د افغانستان د غېږنیونې له فډراسیون سره یې د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ د دې لیګ ټولې سیالۍ به پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې کړي.
تمه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د لس سیمهییزو لوبډلو پر استازیتوب د لس بېلابېلو وزني کټګوریو په سیالیو کې برخه واخلي. دا به په هېواد کې د غېږنیونې له سترو سیالیو څخه وي.
یادې سیالۍ په اصل کې ټاکل شوې وې، چې د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي؛ خو تنظیموونکو د لوبغاړو، لوبډلو او د سیالیو د ښه تنظیم او ډېر چمتووالي لپاره وځنډولې.
غېږنیونه په افغانستان کې له دودیزو او ډېر مینهواللرونکو لوبو څخه ده.
چارواکي باور لري، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ پیل به د دې لوبو د منظم ملي جوړښت په رامنځته کولو او راتلونکي پیاوړتیا کې اړین ګام وي.
تنظیموونکي هیله لري، چې دا لیګ به افغان غېږنیوونکو ته د ځان ښودنې ښه فرصتونه برابر کړي؛ نوي استعدادونه به وروزي او په هېواد کې به د غېږنیونې د ودې لپاره اوږدمهاله اغېز ولري.
مینهوال کولی شي د سیالیو د مهالوېش، د لوبډلو د خبرونو او وروستیو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا راډیو او ټلوېزیوني رسنۍ له خپرونو او ټولنیزو پاڼو څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
زرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیبالرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینهوالو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.
زرګونو کسانو د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د هېواد د کرکټ له یوې اغېزمنې څېرې سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.
د نوموړي د جنازې لمونځ د پنجشنبې پر سهار(۱۰ بجو) د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او وروسته یې جسد د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیبالرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینهوالو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.
د شاپور ځدراڼ جسد د چارشنبې پر ورځ( د چنګاښ اووهلسمه) له هند څخه، چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره په یوه روغتون کې بستر و؛ د کامایر په الوتکه کابل ته راولېږدول شو او د سېشنبې( دچنګاښ پر شپاړلسمه) پر ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړې وه.
شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو، ۳۶ شلآوریزو نړیوالو او یوې ټسټ لوبه کې برخه اخیستې وه او نړیوالو سیالیو ته یې د افغانستان په لاره موندلو کې یې خپله ونډه ترسره کړه.
د نوموړي له مړینې وروسته د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو برخو د کرکټ لوبغاړو، پخوانیو ملګرو او مینهوالو د خواخوږۍ او درناوي پیغامونه خپاره شوي دي. ډېری کسان شاپور ځدراڼ د افغانستان کرکټ د بریاوو له بنسټګرو او هغو لوبغاړو څخه ګڼي، چې افغانستان یې د نړیوال کرکټ د راڅرګندېدونکي ځواک په توګه نړۍ ته وروپېژاند.
-
تازه خبرونه2 days agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
لوبی2 days agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
سوداگري3 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان په سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ نور نادرکه دي
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
International Sports3 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoخلیل الحیه د حماس نوی مشر شو

