Connect with us

تازه خبرونه

د شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د راپور له مخې، د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.

خپور شوی

د

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې(سي‌اس‌ټي‌او) ویلي، د دې ټولنې د ګډې قومندانۍ یوه پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو د سرحدي ادارو د مشرانو په دولسمه غونډه کې ګډون کړی دی.

د راپور له مخې، د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د ګډې قومندانۍ مشر جنرال اندري سردیوکوف غونډې ته ویلي، چې د دې ټولنې د مسوولیت په حوزه کې د راټوکېدونکو کړکېچونو پر وخت پېژندنه او د هغو د مدیریت لپاره د مناسبو تدابیرو نیول د ټولنې یوه اړینه دنده ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ګډ امنیت خوندیتوب د ټولو اړوند نړیوالو بنسټونو له نږدې همکاریو پرته شونی نه‌دی.

په دې غونډه کې د شانګهای همکاریو ټولنې د ترهګرۍ ضد سیمه‌ییز جوړښت، د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز او د دغو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د قومندانانو د شورا د همغږۍ د خدمتونو مشرانو هم ګډون کړی و. ګډونوالو د ګډو همکاریو د پراختیا او د دغو بنسټونو د کاري برخو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

تازه خبرونه

افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.

دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ډې‌کارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

Published

on

 

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډې‌کارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

همدارنګه په دې خبرو کې د دوحې بهیر د چوکاټ له مخې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې بهیر په چوکاټ کې د راتلونکو ناستو د وخت او موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

Published

on

 

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»

نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.

پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.

د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!