تازه خبرونه
ازبک پلاوی په سوداګریز فورم کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نن(شنبه د زمري درېیمه) له غرمې وروسته د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي په کې دي؛ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف پر مشرۍ کابل ته راورسېد.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، د دې سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.
تازه خبرونه
د هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمهییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.
د هرات سیمهییز مسوولانو ويلي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو اقتصادي، تولیدي، خدماتي او بېخبنايي برخو کې نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه جذب شوې ده.
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمهییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هرات د سمنټو، لمریزې او بادي برښنا، ښاري ماسټر پلان، ټاپي او یو شمېر نورو لویو پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي.
سعیدي زیاته کړې؛ د هرات په سویل کې د نړیوال ټرمینل، د پل هاشمي سبسټېشن او د یو شمېر ښاري او بینالولایتي سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي.
د هرات سیمهییزو مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د پانګونې د جذب، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د اقتصادي بېخبناوو د پراختیا لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول یې اړین لومړیتوبونه دي.
هرات د ایران او ترکمنستان له پولو سره د نږدېوالي او د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو پر سر د موقعیت له کبله د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه ګڼل کیږي.
تازه خبرونه
افغانستان او بنګلهدېش د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف د بنګلهدېش له یو شمېر دیني عالمانو، سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر ښهوالي او د پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.
د اقتصاد وزیر د بنګلهدېش د پلاوي له سفر هرکلی کړی او په بېلابېلو برخو( کرنې، کانونو، صنعتونو، انرژۍ، کورنیو تولیداتو، ترانزیټ او سوداګرۍ) کې یې د پانګونې پر فرصتونو او لاستهراوړنو خبرې وکړې.
نوموړي د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ پراختیا او د بهرنیو پانګونو راجلبول د افغانستان د اقتصادمحوره تګلارې له مهمو برخو وبلل.
د اقتصاد وزیر زیاته کړې، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا به په منځنۍ او اوږده موده کې د سوداګرۍ له زیاتوالي، د پانګونې ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کېدا، د کورنیو تولیداتو زیاتوالي او د افغانستان د صادراتو پراختیا سره مرسته وکړي.
په دې لیدنه کې د بنګلهدېش له سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو جوړ پلاوي هم له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لېوالتیا څرګنده کړه او له اقتصاد وزارت سره یې د همکاریو او پانګونې د برخو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
تازه خبرونه
د پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
مجاهد د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او افغان زدهکړیالانو ته د خپلو زدهکړو د دوام زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام اتمې خبري ناستې ته د پاکستان له لوري د طبي څانګو افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ وړ بللې ده.»
مجاهد د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او افغان زدهکړیالانو ته د خپلو زدهکړو د دوام زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، چې افغان زدهکړیالان له پاکستان څخه وتلو ته اړ نهکړي او په ښوونیزو بنسټونو کې یې جذب کړي.
له هغې وروسته، چې د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنځیو افغان زدهکړیالانو ته د ستنېدا امر وکړی او تحصیلي بنسټونه یې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو منع کړل؛ پر وړاندې یې د افغانستان حکومت خپل غږ پورته کړ.
د دې شورا د سپټمبر د لومړۍ د لارښود له مخې: هغه افغان وګړي، چې له دې مخکې په پاکستان کې د طب یا غاښونو په ښوونیزو پروګرامونو کې شامل شوي؛ باید افغانستان ته ستانه شي. ښوونیز بنسټونه هم اړ دي، چې د زدهکړیالانو د وتلو اړوند ټول اداري پړاوونه، د نهممانعت سند (NOC) په ګډون، بشپړ کړي.
دې شورا زیاته کړې، په روان ښووننیز کال کې به تر بلې خبرتیا پورې افغان وګړو ته د طب او غاښونو په برخه کې د نوې شاملېدا، لېږد، انتقال، ښوونیز مهاجرت او نورو آسانتیاوو اجازه نهورکول کېږي.
د پاکستان طبي او غاښونو شورا دا نهدي ویلي، چې اوسمهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په پوهنځیو کې څو افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي او آیا هغه زدهکړیالان، چې د خپلو زدهکړو د بشپړولو په درشل کې دي؛ له دې پرېکړې مستثنا دي که نه.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې سختې ترینګلې شوي او اسلامآباد د افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر پراخ کړی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoپنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز
-
تازه خبرونه4 days agoله امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول
-
تازه خبرونه4 days agoایران پر ویلچر ناست یو زنداني معلول افغان اعدام کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoهرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول
-
تازه خبرونه2 days agoله امریکا پاتې پوځي تجهیزات اوس د افغان دولت دي – اسلامي امارت
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان او د منځنۍ آسیا د امنیت پر سر د قدرتونو سیالي
-
تازه خبرونه3 days agoپه کابل پولیتخنیک کې د هوافضا او پرمختللیو هوایي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد بدخشان په واخان کې یو اسټرالیایي سېلانی د زړه له درېدا مړ شو
