تازه خبرونه
د روان کال په څلورمه ربع کې له ۷۱زره ډېرې قضیې څېړل شوې دي – احصائیوي راپور
د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د ۱۴۴۷ سپوږمیز لېږدیز کال د څلورمې ربعې د قضایي او اداري فعالیتونو احصائیوي راپور خپور کړ، چې له مخې یې د هېواد پر کچه له ۷۱زره ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې محاکمو د ښځو د میراث اړوند ۳زره او ۳۸۸ او د نشهیي توکو او مسکراتو اړوند ۴زره او ۵۶۵ قضیو ته هم رسېدنه کړې ده.
د سترې محکمې د راپور له مخې، په څلورمه ربعه کې ۳۷زره او ۱۷۶ بېلابېلې شرعي او قانوني وثیقې هم صادرې شوې دي.
دغه راز د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست او د قضایي معاونیت له لوري ۴زره او ۴۱۳ عرایضو ته رسېدنه شوې او د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱زر او ۱۸۹ عرایضو، غوښتنو(استهداآتو) او نورو اداري موضوعاتو اړوند اجراآت ترسره کړي دي.
راپور زیاتوي، چې د قضایي مسوولانو، عالمانو، سپینږیرو او قومي مخورو پر منځګړیتوب د قتل د ۱۲۰ قضیو په اړه د شرعي احکامو له مخې د دیت، سولې، جوړجاړي او ابراء پر بنسټ حکمونه هم صادر شوي دي.
سترې محکمې ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت د احکامو پر بنسټ به د خلکو د حقونو د خوندي کولو، قضیو ته د پر وخت او عادلانه رسېدنې او د معیاري قضایي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
تازه خبرونه
اسلامآباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان واک له لاسه ورکړی ــ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر
سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونهلټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مهکوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نهدي.»
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پاکستان د مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو سختې نیوکې کړي او څرګندوي؛ اسلامآباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان خپل واک له لاسه ورکړی او د دغو سیمو خلک باید د ناکامو امنیتي تګلارو قرباني نهشي.
سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونهلټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مهکوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نهدي.»
هغه په دغو ایالتونو کې د ناامنۍ د زیاتېدا په اړه ویلي؛ اوسنی امنیتي کړکېچ ښيي، چې د اسلامآباد امنیتي تګلارې جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: هغه ادارې، چې د هېواد د امنیت او دفاع مسوولیت لري؛ د خپلو اصلي دندو پر ځای پر سیاسي سیالیو بوختې شوې دي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا ادعا هم کړې، چې د پاکستان حکومت مخکې پر لوی لاس په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بېثباتۍ زمینه برابره کړې وه او اوس یې د دواړو ایالتونو واک له لاسه ورکړی دی.
اپریدي د کشمیر په اړه د اسلامآباد پر تګلارې هم نیوکه کړې او وایي، پاکستان کلونه کشمیر د خپلې خاورې برخه بلله؛ خو اوس د همدې سیمې پر خلکو ډزې کوي.
هغه زیاته کړې:« که وسله د ستونزو حل وای؛ نو په خیبرپښتونخوا کې به له ۲۲ کلونو وروسته سوله ټینګه شوې وای. همدارنګه، که زور د تېرو ۷۸ کلونو د ستونزو حل وای؛ نن به پاکستاني چارواکي د کړکېچ او د نظام د احتمالي ړنګېدا خبره نه کوله.»
دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو میاشتو راپدېخوا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه او ناامني ډېره شوې او د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپارېدلي دي.
تازه خبرونه
د نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د سیلابونو قربانیانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت او جنتالفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ(د زمري دولسمه) د یوه پلاوي پر مشرۍ نورستان ولایت ته سفر کړی او د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د سیلابونو قربانیانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت او جنتالفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي، د سیلابونو له رامنځته کېدا سره سم د اسلامي امارت اړوند ادارو مسوولانو سیمې ته ځان رسولی و او د شته امکاناتو له کارولو سره یې د زیانمنو شویو د ژغورنې او د وضعیت د کابو کولو هڅې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیانمنو شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو ټولو شته امکاناتو په کارولو ورسره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت مسوولان د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.
په دې سفر کې د خصوصي سکټور یو شمېر استازو هم ګډون کړی او له سیلابځپلیو کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د نورستان یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیلابځپلیو د اسلامي امارت د پلاوي له حضور او شویو مرستو مننه کړې او خپلې غوښتنې او ستونزې یې ملا عبدالغني برادر ته وړاندې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر هم ډاډ ورکړی، چې د یادو شویو ستونزو د ارزونې او اواري لپاره به اړوندې ادارې لازمې هڅې ترسره کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او مالداویا کرنیزه همکاري؛ د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی اروپا ته تللی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، دا سفر د زمري تر شپاړلسمې / د اګست تر اوومې روان وي او موخه یې د افغانستان او مالداویا ترمنځ د کرنیزو، علمي او تخنیکي همکاریو پراخول دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني پر مشرۍ، د مالداویا جمهوریت د کرنې او خوړو صنعت وزارت پر رسمي بلنه اروپا ته پر رسمي سفر روان شوی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، دا سفر د زمري تر شپاړلسمې / د اګست تر اوومې روان وي او موخه یې د افغانستان او مالداویا ترمنځ د کرنیزو، علمي او تخنیکي همکاریو پراخول دي.
ټاکل شوې، چې د سفر پر مهال د بوټو ساتنې، د آفتونو د مدغم مدیریت، د فیرومون ټکنالوژۍ، کرنیزو څېړنو، د سوداګریزو بڼونو د مدیریت او د عصري کرنیزو ټکنالوژیو د کارونې په برخو کې له مالداویايي چارواکو او څانګوالو سره ګډې تخنیکي غونډې او لیدنې ترسره شي.
د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر پایلې به د پرمختللیو اروپايي تجربو د لېږد، د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا، د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د هېواد د کرنې عصري کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی4 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
-
توسعه3 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر پلي کېدا ټینګار
-
Opinion1 day agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او ایران سوداګرو د ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
