Connect with us

لوبی

افغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی

د دغې لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د اګست پر پېنځمه او اوومه د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او درې نورې لوبې به د اګست پر لسمه، دولسمه او بېنځلسمه د بلفاسټ ښار په سیول سروس لوبغالي کې ترسره شي.

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۱۴, ۱۴۰۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا(چارشنبه) له ایرلنډ سره د پېنځه نړیوالو یو ورځنۍ سیالیو لړۍ پیلوي؛ هغه سیالۍ، چې افغانستان هیله لري د ښو پایلو پر خپلولو د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام د غوراوي له ټاکلې نېټې مخکې د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځنۍ درجه‌بندۍ کې خپل ځای پیاوړی کړي.

د دغې لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د اګست پر پېنځمه او اوومه د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او درې نورې لوبې به د اګست پر لسمه، دولسمه او بېنځلسمه د بلفاسټ ښار په سیول سروس لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان دا سیالۍ په داسې حال کې پیلوي، چې د کرکټ نړیوالې شورا په تازه یو ورځنۍ درجه‌بندۍ کې له ۹۰ امتیازونو سره په اتم ځای کې دی. په داسې حال کې، چې ایرلینډ له ۵۴ امتیازونو سره دولسم ځای لري.

دا سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه د ۲۰۲۶ز.کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې د کرکټ نړیوالې شورا درجه‌بندي به هغو لوبډلو په ټاکلو کې مهم رول ولري، چې د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام ته مستقیمه لار مومي.

د کوربه هېواد، سویلي افریقا، پرته د درجه‌بندۍ اته غوره لوبډلې به نېغ پر نېغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

افغانستان په وروستیو یو ورځنۍ سیالیو کې پر ایرلینډ برلاسی پاتې شوی او د دې لوبډلې پر وړاندې یې خپلې وروستۍ شپږ لوبې ګټلې دي. ایرلنډ وروستی ځل د ۲۰۱۹ز.کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته په یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړې وه.

دا لړۍ به د افغانستان د نوي لوبډلمشر رحمت شاه لپاره د یو ورځنۍ سیالیو لومړنۍ لړۍ وي. هغه د روان کال په جون میاشت کې د حشمت‌الله شهیدي له لوبډلمشرۍ تر لاسه کولو وروسته د لوبډلې مشري پر غاړه واخیسته.

افغانستان همداراز هیله لري، چې د روان کال په پیل کې له هند څخه د یو ورځنۍ سیالیو په لړۍ کې له درې ـ صفر ماتې وروسته بېرته د بریاوو لارې ته وګرځي.

بل لور ته ایرلینډ له لوړې روحیې سره دغو سیالیو ته راځي. دې لوبډلې تېره میاشت د شل آوریزو نړیوالو سیالیو په لړۍ کې د شل آوریز نړیوال جام اوسني اتل هند ته دوه ـ صفر ماتې ورکړه. جای مونډرا، چې د دغې لړۍ غوره لوبغاړی نومول شوی و؛ د لومړي ځل لپاره د ایرلینډ یو ورځنۍ لوبډلې ته بلل شوی دی. بن کالټز او بایرون مک‌ډونا هم د لوبډلې په نوملړ کې شامل دي.

کوربه لوبډله د څو مهمو لوبغاړو د ټپي کېدو له ستونزې سره مخ ده او جاش لټل، مټ هالارډ، کریګ یانګ، بېري مک‌کارټي، جورډن نیل او ډیوېډ ډیلني د ټپونو له کبله په دغو سیالیو کې نه‌لوبېږي.

د آریانا راډیو ټلوېزیون نړیواله شبکه په افغانستان کې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ

News on Facebook, Instagram and X for match schedules, live updates, breaking news, and comprehensive coverage throughout the series.

International Sports

ټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینه‌والو ته د ای‌اف‌ال جام لوبه خپروي

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

Published

on

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن( چارشنبه د وږي څلورمه / د اګست شپږویشتمه) د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اټلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

دواړه لندنۍ لوبډلې د ای‌اف‌ال جام په دوه‌یم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.

ټوټنهام د کاغذ پر مخ د دې لوبې غوره لوبډله بلل کېږي او په غوره لیګ کې د دې لوبډلې تجربه ښايي د سیالۍ په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو د جام سیالۍ د ناڅاپي پایلو لپاره هم مشهورې دي او چارلټن له هر رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه وکړي.

دا لوبه ټوټنهام ته د دې پړاو په پیل کې د ډېرې همغږۍ او بریاوو د لړۍ د رامنځته کولو بل فرصت برابروي. په داسې حال کې، چې چارلټن به له دې لوبې د انګلستان له یوه ستر کلب سره د خپلې وړتیا د ازمېښت لپاره کار واخلي.

ای‌اف‌ال جام د انګلستان فوټبال په بېلابېلو کچو کې د لوبډلو لپاره د اتلولۍ د ګټلو له مهمو لارو څخه دی او لوبډلې هڅه کوي له هر پړاو څخه تېرې شي او د ویمبلي لوبغالي تر پایلوبې ځان ورسوي.

افغان فوټبال مینه‌وال کولی شي نن شپه د کابل پر وخت له ۱۱:۱۵ څخه د آریانا ټلویزیون له لارې د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اتلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د کرکټ په آسیايي شورا کې د څوکۍ لرلو حق ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

Published

on

افغانستان د آسیايي کرکټ شورا«ای‌سي‌سي» په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې د دې شورا د مشرتابه په بهیر کې د څوکۍ لرلو او د آسیايي کچې د مهمو سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ ترلاسه کول په آسیا کې د افغانستان پر کرکټ د زیات شوي باور او اعتبار څرګندونه کوي او هېواد ته زمینه برابروي، چې د آسیایي کرکټ د پرېکړو په بهیر کې نور هم اغېزمن حضور ولري.

دې ادارې زیاته کړې؛ افغانستان به په راتلونکي کې د آسیايي کرکټ شورا د مهمو سیالیو په کوربتوب کې هم مهم رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د آسیايي کرکټ شورا له غړیو څخه د دوی د باور او ملاتړ له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان او آسیا کې د کرکټ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

د آسیايي کرکټ شورا وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه پرون د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړه شوه، چې د غړیو هېوادونو د کرکټ ادارو عمومي او اجرائیوي مشرانو په کې ګډون کړی و.

Continue Reading

لوبی

آباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۵

آباسین ډیفنډرز لوبډلې د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ په څلورم پړاو لوبو کې کابل زلمي ته ماتې ورکړه او د دغې سیالۍ اتلولي یې وګټله.

آباسین ډیفنډرز په پایلوبه کې، چې نن(جمعه) ترسره شوه، کابل زلمي ته د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.

آباسین ډیفنډرز د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه او په ۲۰آورونو کې یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۴ منډو هدف وټاکه.

کابل زلمي د دغه هدف په تعقیب کې مقاومت ونه‌شو کړی او په ۱۷.۲آورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او له ماتې سره مخ شو.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ څلورم پړاو د اګست پر لسمه، چې د شنبې ورځ وه؛ د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې پیل شوی و او نن د آباسین ډیفنډرز پر اتلولۍ پای ته ورسېد.

په دې پړاو کې شپږ لوبډلو؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین‌غر وارییرز، آباسین ډیفنډرز او بندامیر د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړې.

دغو سیالیو کورنیو لوبغاړو ته زمینه برابره کړه، چې پر لوړه کچه لوبې وکړي او خپل استعدادونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو ټولې سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې خپرې شوې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه‌والو وکتلې.

آریانا ټلوېزیون له دې مخکې هم د کابل کرکټ غوره لیګ لومړي، دوه‌یم او درېیم پړاوونه تولید او خپاره کړي او ژمن دی، چې د افغانستان د سپورټ مینه‌والو ته د غوره سپورټي سیالیو پوښښ وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!