تازه خبرونه
مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې دریځ رد کړ؛ «افغانستان دا بنسټ پر رسمیت نهپېژني»
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د اعلامیې په غبرګون کې د دغې محکمې دریځ غندلی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
دغې محکمې دغه څلور چارواکي پر ښځو او نجونو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې پر تور تورن کړي دي.
مجاهد ویلي، افغانستان د جرمونو نړیواله محکمه پر رسمیت نهپېژني او د دغې محکمې دریځونو ته ارزښت هم نهورکوي.
هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت مشرانو؛ الحمدلله داسې هېڅ کار نهدی کړی، چې د کومې محکمې لهخوا د نیول کېدو یا سزا وړ وګرځي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د اسلامي شریعت او د هغه د محکمو د احکامو تابع دی؛ نه د هغو بنسټونو او محکمو، چې نوموړي« استخباراتي بنسټونه او تش پر نوم محکمې» بللي دي.
مجاهد له دغو بنسټونو غوښتي، چې د خپل حیثیت او اعتبار د ساتلو لپاره دې له خپلو صلاحیتونو او واکونو پورته ادعاوې نهکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبةالله آخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه تېر کال په جولای او سپټمبر کې صادر شوي وه. په داسې حال کې، چې د حبیبالله آغا او ندا محمد ندیم د نیولو اسناد د دوشنبې پر ورځ مهر شول.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتووالی لرو- روسیه
کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو خواوو پر غوښتنه؛ مرسته وکړي.
کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدني پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییزو بدلونونو خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
متقي او لاوروف د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییزو بدلونونو خبرې کړې دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، امیرخان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهالو همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي.
لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو پر دوام ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
دواړو لوریو د سیمهییز ثبات، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په اړه هم خبرې کړې دي.
دغه راز کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل وړ دي – امیرخان متقي
متقي د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي؛ افغانستان نه غواړي، چې له پاکستان سره اړیکې د یو بل پر وړاندې د تورونو لګولو او تبلیغاتو پر ډګر بدلې شي او ټینګار یې کړی: د کابل موخه د«ستونزې حل» دی، نه د هغې د دوام لپاره د نویو لارو موندل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې؛ که امنیتي، سیاسي او که اقتصادي وي، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل وړ دي.
متقي د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي؛ افغانستان نه غواړي، چې له پاکستان سره اړیکې د یو بل پر وړاندې د تورونو لګولو او تبلیغاتو پر ډګر بدلې شي او ټینګار یې کړی: د کابل موخه د«ستونزې حل» دی، نه د هغې د دوام لپاره د نویو لارو موندل.
هغه زیاته کړې:« زمونږ اساسي دریځ دا دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې، که امنیتي، سیاسي او که اقتصادي وي، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.»
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم پر چلند نیوکه کړې او څرګندوي، اسلامآباد د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې له «پوځي ژبې» کار اخلي.
متقي ویلي، پاکستان په وروستیو کلونو کې د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې پوځي اقدامات کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغه هېواد د وروستیو بریدونو له کبله په کونړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
امیرخان متقي ویلي؛ افغانستان د امنیت، له داعش سره د مبارزې، نشهيي توکو او قاچاق په برخو کې د سیمهییزې همکارۍ د پراختیا غوښتونکی دی او چمتو دی، چې د سرحدي امنیت د پیاوړتیا او د منظمو جرمونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو لپاره له سیمهییزو هېوادونو سره همکاري وکړي.
متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت خپله بهرنۍ تګلاره له بشپړې خپلواکۍ سره تنظیموي او «د فشار په پایله کې به له خپلو اساسي سیاستونو شاتګ ونهکړي».
هغه ویلي، افغانستان د هر ډول تېري پر وړاندې له ځان دفاع خپل «منلی حق» ګڼي.
متقي د خپلو خبرو په بله برخه کې له سیمهییزو هېوادونو غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې او پانګونې پراخې کړي او څرګندوي؛ کابل غواړي افغانستان د سیمهییزو سیالیو پر ډګر د بدلېدا پر ځای پر «سیمهییزو همکاریو د نښلوونکې نقطې» بدل شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه5 days agoپه ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
-
لوبی5 days agoراشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
-
تازه خبرونه5 days agoپه بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک
-
سوداگري5 days agoد افغانستان او بېلاروس چارواکو د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
