Connect with us

تازه خبرونه

د کابل په پلخشتي سیمه کې بمي چاودنې یو ماشوم وواژه

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

Kabul Attack Photo

د کابل ښار د بلخشتې جومات مخامخ په نادر پښتون جاده کې بمي چاودنې یو تن وژلي او بل ټپي شوی دی.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي آریانا نیوز ته په ډاگه کړه، چې :

نن د غرمې په یوه بجه د یوه مقناطیسي بم د چاودنې پر لامل، چې د پولیسو په رنجر موټر کې ځای په څای شوی و؛ یو ماشوم وژل شوی دی.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

عیني شاهدان وايي، چې په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ملکي وگړی ټپي دی.

تر اوسه هیچا د پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

Advertisement

تازه خبرونه

په چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې

د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.

Published

on

سرچینو د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د چین په اورومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې رسماً پیل شوې دي.

د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې په دې خبرو کې لوړپوړي چارواکي ګډون لري.

نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې دا یوازې د ټیټې کچې خبرې دي.

اندرابي دا ډول راپورونه «ناسم» وبلل.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان د چین ګاونډیان دي او بېجینګ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو د حل ملاتړ کوي.

هغې زیاته کړې، چې چین په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې تر هغې روانې ساتي، د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی کم او اړیکې ښې شي.

اسلام‌آباد هم تائید کړې؛ یو پلاوی یې اورومچي ته استولی او یو ځل بیا یې خپل پخوانی دریځ تکرار کړی، چې افغانستان باید د وسله‌والو ډلو په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنې حل کړي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو رد کړې او پاکستان یې د خپل کورني امنیت مسوول بللی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

سېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بې‌ځایه‌کېدا ته اړ کړل

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

Published

on

په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي؛ خو په کندهار او روزګان ولایتونو کې وروستیو اورښتونو کرنیزو چارو ته هیلې زیاتې کړې دي.

د کندهار کرنې ریاست وایي، په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۲۴ ملي مټره باران شوی او د روان کال ټول اورښت ۱۷۹ ملي مټرو ته رسېدلی؛ خو اوس هم د وچکالۍ د بشپړ مهار لپاره نورو اورښتونو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د روزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وايي؛ په دې ولایت کې وروستي اورښتونه ۲۳.۱۸ ملي مټره ثبت شوي، چې د سږني کال ټوله کچه ۱۷۲.۱۶ ملي مټرو ته رسېدلې ده.

ویل کیږي، چې د یوه سمسور کال لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملي مټرو باران ته اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول

په دوبۍ کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت ته؛ د کښتۍ او همدارنګه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې، د ایرانیانو د لېږدولو د اجازې غوښتنه سپارل شوې ده.

Published

on

د ایران تسنیم خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راپدېخوا په دوبۍ، متحده عربي اماراتو کې میشت ۱۲۶۲ ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې ایران ته راستانه شوي دي.

په دوبۍ کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو حکومت ته؛ د کښتۍ او همدارنګه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې، د ایرانیانو د لېږدولو د اجازې غوښتنه سپارل شوې ده.

له دې مخکې د اماراتو هوايي شرکت اعلان کړی و، چې له دې هېواد څخه د ایراني وګړو راتګ یا لیږد  منع دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!