Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په لغمان كې چاودنې درې محلي پوليس وژلي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

4

د لغمان والي وياند سرحدي ځواك وايي، چې دا چاودنه نن سهار په نهو بجو د دغه ولايت د بادپښ ولسوالۍ په تور راغه سيمه كې د محلي پوليسو په موټر شوې ده .

هغه وايي، چې په وژل شويو كې د سيمې د محلي پوليسو د يوه سيمه ييز قوماندان په گډون درې محلي پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي .

ددې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى .

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

مونږ به د ایران پر ضد د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورنکړو

ایراني رسنیو هم راپور ورکړی، چې پزشکیان محمد بن سلمان ته ویلي؛ تهران له هر هغه بهیر هرکلی کوي، چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي او د جګړې مخه ونیسي.

Published

on

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته ویلي، چې ریاض به د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د سعودي هوايي حریم یا خاورې کارولو اجازه هیڅکله ورنکړي.

محمد بن سلمان ویلي؛ هېواد یې له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي« چې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

ایراني رسنیو هم راپور ورکړی، چې پزشکیان محمد بن سلمان ته ویلي؛ تهران له هر هغه بهیر هرکلی کوي، چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي او د جګړې مخه ونیسي.

د سعودي ولیعهد دا څرګندونې له هغې وروسته وړاندې کړي، چې متحده عربي اماراتو هم ورته دریځ ونیو او اعلان یې وکړ؛ د ایران پر ضد به د هيڅ پوځي هڅې لپاره خپل هوايي حریم او یا هم خپلې سمندري اوبه په واک کې ورنکړي.

دغه راز دوه امریکایي چارواکو رویټرز خبري سرچینې ته ویلي؛ یوه امریکايي الوتکه‌وړونکې بېړۍ او څو جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې وروستیو کې له پراخو اعتراضونو سره مخ و، چې په کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

اروپايي ټولنه او هند د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته لېواله شول

دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ اروپايي ټولنه او هند غواړي د دفاعي برخې همکاري پراخه او په اروپايي دفاعي نوښتونو کې د هند د ګډون شونتیا ارزول هم راونغاړي.

دا وړاندیز شوی ګډون په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې اروپا هڅه کوي له امریکا او چین څخه خپله سټراتیژیکه تکیه راکمه او هم له اړینو شریکانو سره خپلې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.

د هند لپاره له اروپايي ټولنې سره ژوره همکاري دا فرصت برابروي، چې پر خپلو دودیزو دفاعي شریکانو سربېره همکاري وغځوي او لکه یوه ستر امنیتي لوبغاړی خپل رول نور هم پراخ کړي.

د دې مسودې له مخې، چې تمه ده د سې‌شنبې پر ورځ لاسلیک شي؛ اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه منظمې سلا مشورې کوي، چې په کې د دفاعي صنعتونو اړوند معلوماتو او تجربو تبادله هم رانغاړي.

په سند یا مسوده کې راغلي:«اروپايي ټولنه او هند به د خپلو دفاعي نوښتونو په اړه سلا مشورې روانې ساتي او دا به د دفاعي صنعت پورې اړوند تبادلې هم راونغاړي.»

دې سند زیاته کړې؛ دواړه لوري به د هغو فرصتونو څېړنه وکړي، چې هند وکولی شي د اروپايي ټولنې په اړوند دفاعي نوښتونو کې برخه واخلي؛ ګډې ګټې او همغږي شوي امنیتي لومړیتوبونه موجود وي او دا به د دواړو لورو د حقوقي چوکاټونو له مخې ترسره کېږي.

په دې مشارکت کې همدارنګه د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د کلني امنیتي او دفاعي خبرو اترو د جوړولو وړاندیز شوی او ورسره به په سمندري امنیت، سایبري امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخو کې هم ژوره همکاري وشي. دا هغه برخې دي، چې د جیوپولیټیک تاوتریخوالي د زیاتېدا، په اروپا او منځني ختیځ کې د شخړو او د مهمو سمندري سوداګریزو لارو د بې‌ثباتۍ له کبله ډېرې مهمې شوې دي.

په مسوده کې راغلي:« د نړیوالو امنیتي ګواښونو مخ پر زیاتېدونکې پېچلتیا، جیوپولیټیک تاوتریخوالی او چټک ټکنالوژیک بدلون، د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د امنیت او دفاع په برخه کې د نږدې خبرو او همکارۍ اړتیا نوره هم زیاتوي.»

دا اعلان په داسې ورځ شوی، چې د هند لپاره ځانګړی سمبولیک ارزښت لري؛ ځکه هند په نوي ډیلي کې د جمهوریت د ورځې د پوځي نندارتون پر مهال د برهموس توغندیز سیستم هم نندارې ته وړاندې کړی دی.

تمه ده دا دفاعي ګډون هممهاله د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ د آزادې سوداګرۍ د اوږدو خبرو اترو له پای ته رسېدا سره اعلان شي؛ ځکه، چې دا د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي او سټراټیژیکو اړیکو د نورې ژورېدا نښه ښیي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په کراچۍ کې د سوداګریز مارکیټ د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر نږدې ۵۰ ته ورسېد

دغه اورلګېدنه، چې په تېرو لس کلونو کې د بندري ښار کراچۍ تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي؛ د شنبې پر شپه ناوخته ولګېد او د «ګل پلازا» سوداګریز مرکز ټولو برخو ته چټک خپور شو.

Published

on

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ په کراچۍ کې د یوه سوداګریز مارکیټ د پراخې اورلګېدنې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰ ته هغه مهال لوړ شو، چې اوروژونکو د نړېدلو ودانیو له ویجاړیو ۲۵ نور مړي راوویستل.

دغه اورلګېدنه، چې په تېرو لس کلونو کې د بندري ښار کراچۍ تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي؛ د شنبې پر شپه ناوخته ولګېد او د «ګل پلازا» سوداګریز مرکز ټولو برخو ته چټک خپور شو.

په دې مارکیټ کې شاوخوا د کورنیو ۱۲۰۰ دوکانونه ول، چې د واده جامې، لوب‌توکي، لوښي او نور د اړتیا وړ توکي یې پلورل.

د کراچۍ مرستیال والي (ډپټي کمېشنر) جاوید نبي کوسو خبریالانو ته ویلي: «مونږ له ۲۰ تر ۲۵ پورې مړي یا د مړو پاتې شوني را ایستلي دي».

هغه زیاته کړې، چې دا پاتې شوني د ډي‌ان‌اې د پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړی وایي؛ د مړو د خراب حالت له کبله د دقیق شمېر تثبیت کول ستونزمن دي.

له دې مخکې د سې‌شنبې پر ورځ رسمي شمېر ۲۹ کسان ښودل شوی و.

اوروژونکو څو ورځې د اور له لمبو سره مبارزه وکړه او د سې‌شنبې پر ورځ یې پرې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. تر هغه وخته ګل پلازا بشپړه ویجاړه او هر څه اېره شول.

د دولتي ژغورنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له اورلګېدنې وروسته د ۸۴ کسانو د ورکېدا راپور ورکړ شوی دی.

پولیسو ویلي؛ شونې ده، چې ډېر ورک کسان مړه شوي وي او د قربانیانو د شمې ر د لوړېدا اندېښنه هم شته دی.

د ویجاړ شوي سوداګریز مرکز مخې ته د قربانیانو خپلوان او خواخوږي د هغوی پر یاد شمعې بلولي او ځینو د هغو کسانو انځورونه هم له ځان سره لرل، چې ګومان کېږي په پېښه کې مړه شوي دي.

دوکاندار رحمت خان دغه پېښه ناورین وباله او څرګندوي؛ اور د هغه په دوکان کې ولګېد له ۱۸ څخه تر ۲۰ پورې پر کسان سربېره زمونږ  شپږ کارکوونکي هم موجود ول، چې پر وینا یې ټول اوس ورک دي.

دا اورلګېدنه له ۲۰۱۲ کال وروسته د کراچۍ تر ټولو خونړۍ پېښه ده؛ هغه مهال په یوه صنعتي کارخونه کې د اورلګېدنې له کبله له ۲۶۰ ډېر کسان وژل شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!