Connect with us

تازه خبرونه

په كندز كې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

Kunduz

 

ويل كيږي، چې نن غرمه مهال د پولیسو پر رنجرموټر چاودنه شوې ده. دا چاودنه د هغه مقناطييسي ماين له کبله رامنځته شوې، چې د پوليسو په موټر كې ځاى پرځاى شوى و .

د كندز امنيتي چارواكي وايي، په دې پیښه كې څو تنه ټپيان شوي؛ خو بشپړ شمېر یې معلوم نه دي.

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۶, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه

د دې شورا غړو نن شپه د سلواغې درویشتمه په خپله غونډه کې  د  رایو  بر اتفاق هغه پرېکړه لیک  تصویب کړو چې له مخې یې  پر اسلامي امارت د امنیت شورا بندیزونه وغځول شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ختیځ زلزله‌ځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو

دا پروګرام، چې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب لپاره د فرانسې د نوښت په چوکاټ کې تمویلېږي؛ موخه یې د خوړو خوندیتوب راګرځول، د تغذیې وضعیت ښه کول او د کورنیو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د ژوندانه پیاوړتیا ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د فرانسې حکومت پر ګډه د ۲ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړ، چې د ۲۰۲۵ ز.کال د زمری زلزلې له کبله زیانمنو شویو ختیځو سیمو سره مرسته وکړي.

دا پروګرام، چې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب لپاره د فرانسې د نوښت په چوکاټ کې تمویلېږي؛ موخه یې د خوړو خوندیتوب راګرځول، د تغذیې وضعیت ښه کول او د کورنیو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د ژوندانه پیاوړتیا ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ دا پروژه به په مستقیم ډول په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۵۱ زره او ۸۷۰ کسانو ته مرسته ورسوي او شاوخوا ۱۹۰ زره نور کسان به هم په غیرمستقیمه توګه ترې ګټه واخلي.

د پروګرام اصلي تمرکز د تولیدي شتمنیو بیارغونه، د کورنیو پر کچه د خوړو تولید پیاوړتیا او د خوارځواکۍ کمېدا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د «نغدي مرستې» د تګلارې له مخې، دا اداره به کورنیو ته له ‌قید او شرط پرته نغدي مرسته، د مالدارۍ د ساتنې بستې، د چرګانو او سابو د روزنې ملاتړ او د تغذیې اړوند روزنې برابرې کړي.

یونیسف به ماشومانو ته مغذي خواړه برابر کړي؛ د ماشومانو مناسبې تغذیې ته وده ورکړي او د اوبو او حفظ‌‌الصحې خدمتونه پیاوړي کړي، چې د خوارځواکۍ مخه ونیول شي.

د یادو بنسټونو مسوولانو ټینګار کړی، چې دا ګډ اقدام هم د بیړنیو اړتیاوو ځواب ووایي او هم به په هغې سیمه کې، چې اوس هم د طبیعي پېښو له اغېزو سره مخ ده؛ د خوړو، تغذیې او معیشت د سیسټمونو د ښه‌والي لپاره زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!