Connect with us

لوبی

محمد نبي په شل‌آوریزو لوبو کې ۲۵۰۰ منډې پوره کړې

نبي دغه ریکارډ په خپله یوسل و دوه حلوېښتمه شل‌‌آوریزه نړیواله لوبه کې ثبت کړ. نوموړي په دې بڼه کې ۲۵۰۰ منډې بشپړې کړې دي او تر دې دمه یې لوړې منډې ۸۹ دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۵, ۱۴۰۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي یو بل مهم ریکارډ جوړ کړ او لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په نړیوالو شل‌آوریزو لوبو کې یې ۲۵۰۰ منډې پوره کړې دي.

نبي دغه ریکارډ په خپله یوسل و دوه حلوېښتمه شل‌‌آوریزه نړیواله لوبه کې ثبت کړ. نوموړي په دې بڼه کې ۲۵۰۰ منډې بشپړې کړې دي او تر دې دمه یې لوړې منډې ۸۹ دي.

دغه تجربه‌کار آل‌راونډر اوس هم په خپل سپورټي ژوند کې د نویو ریکارډونو پر جوړولو بوخت دی او په نړیوال کرکټ کې د افغانستان له تجربه‌کارو او اغېزناکو لوبغاړو څخه شمېرل کیږي.

افغانستان اوس له هند سره د درې شل‌آوریزو لوبو د لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې بوخت دی. په افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي دغه لړۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

لوبی

افغان لوبڅار د سوک‌وهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ويلي، سلطاني د سوک‌وهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سین‌کیانګ ته استول شوی دی.

Published

on

د افغانستان د سوکوهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوکوهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره چین ته تللی دی.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ويلي، سلطاني د سوک‌وهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سین‌کیانګ ته استول شوی دی.

دغه سیالۍ په چین کې د سپټمبر له یوویشتمې څخه تر دېرشمې ترسره شوي دي.

د سیالیو له پیل مخکې د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې وه؛ د سیالیو لپاره د چمتووالي لپاره یې دوه ورځنۍ روزنیزې هڅې کړی دی.

د افغانستان په پلاوي کې اووه لوبغاړي؛ دوه روزونکي او د لوبډلې یو مسوول ونډه لري او په دې نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

د خیبر سلطاني ټاکل کېدا د دې لامل شوه، چې یو افغان مسوول هم د دغو سیالیو د نړیوالو لوبڅارانو په ډله کې راشي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي

افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوه‌یمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځه‌ویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.

Published

on

د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.

افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوه‌یمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځه‌ویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.

په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.

دغه راز هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.

د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټ‌ساتونکي ټاکل شوي دي.

د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسی‌خېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.

افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.

Continue Reading

لوبی

محمد خالد هوتک خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه

محمد خالد هوتک خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه

Published

on

د افغانستان ووشولوبغاړي محمد خالد هوتک د جاپان د ناګویا د شلم پړاو آسیایي لوبو د ووشو په لوبه کې خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

هوتک په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې ولوبېد او خپله لومړۍ لوبه یې له یمني سیال څخه وګټله.

نوموړی به سبا په خپله دوه‌یمه لوبه کې د انډونیزیا له یوه لوبغاړي سره ولوبېږي.

افغانستان د ناګویا د شلم پړاو آسیایي لوبو د ووشو په سیالیو کې د اووه لوبغاړو په لوبډله کې ګډون لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!