Connect with us

تازه خبرونه

د غزني په ده یک ولسوالۍ کې یوه مسافر وړونکې الوتکه راغورزیدلې

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۸, ۱۳۹۸

د غزني والي منلې، چې نن غرمه نږدې یوه بجه/ د سلواغې ۷ یوه مسافر وړونکې الوتکه د غږني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې راغورزیدلې ده.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي منلې،  چې راغورزیدلې الوتکه له کورنیو هوایي شرکتونو سره تړاو نلري او کیدی شي، چې د کوم بهرني شرکت الوتکه وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ الوتکه د طالبانو تر څارنې لاندې سیمه کې راغورزیدلې، چې  بشپړه سوزیدلې او دا ترې نه په ډاګه کیږي، چې د کوم بهرني شرکت الوتکه ده.  

نوموړی زیاتوي، چې د سیمې اوسیدونکیو د الوتکې له کابین څخه د یو پیلوت مړی راایستلی، چې بهرنی معلومیږي.

کورنیو چارو وزارت که څه هم پېښه تائیدوي؛ خو وایي، چې دغه مسافر وړونکې الوتکه یوه نیمه بجه د طالبانو تر څارنې لاندې د سدوزو په اړوند سیمه کې راغورزیدلې ده

د هرات ولایت هوایي ډګر څارونکیو له دې مخکې ویلي وه، چې د آریانا افغان هوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکه، چې د دیلي پر لوري یې له هرات ولایته الوت کړی و؛ د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې راغورزیدلې ده.

آریانا هوایي شرکت او نورو هېوادنیو شرکتونو د خپلو الوتکو راغورزیدل رد کړي او وایي، چې د دوي ټولې الوتنې په ښه توګه تر سره شوې دي.

طالبانو ویلي، چې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د سدوخېل په اړوند سیمه کې د امریکایي ځواکونو هغه الوتکه رانسکوره شوې، چې د استخباراتي موخو لپاره یې سیمې ته الوت کړی و.

د طالبانو د خبرپانې له مخې؛ په دې پېښه کې د الوتکې ټوله عمله او په کې ناست د سي آی ای ګڼ لوړپوړي مشران وژل شوي دي.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې د الوتکې بدنه او د وژل شویو کسانو مړي په سیمه کې پراته دي.

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو  ویاند سوني لګیت په خپل یوه تویت کې د طالبانو لخوا د الوتکې د رانسکورولو ادعا رد کړه.

سوني لګیت زیاته کړې، چې د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي او تر دې دمه داسې کومه نښه نده لیدل شوې، چې هغه دې د دښمن لخوا پر نښه شوې وي.

د امریکایي ځواکونو ویاند تر دې دمه د پېښې له مرګ و ژوبلې څه ندي ویلي؛ خو څرګندوي، چې دغه الوتکې د جګړې په ډګر کې د پوځیانو لخوا د معلوماتو راټولولو لپاره کاریږي.

لومړنۍ څېړنې ښيي، چې الوتکه د  تخنیکي ستونزو له کبله راغورزیدلې ده. 

تازه خبرونه

له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

Published

on

د تاجکستان چارواکو ویلي؛ د هېواد سرحدي ساتونکو له هغو وسلوالو سره نښته کړې، چې له افغانستان څخه د تاجکستان ختلان ولایت ته دننه شوي وه.

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

د یادې کمیټې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې د شپې لید وسایل، وسلې، لاسي بمونه او نور مهمات نیول شوي دي.

دا په تېره میاشت کې د تاجکستان په خاوره کې درېیم برید دی. په دې بریدونو کې چینایي وګړي پر نښه شوي وه.

اسلامي امارت له دې مخکې تاجکستان ته ډاډ ورکړی و، چې د سرحدي امنیتي تدابیرو د ټینګولو او ګډو پلټنو ترسره کولو ته چمتوالی لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د ‌المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

Published

on

امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.

امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.

لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.

د اف‌بي‌ای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!