Connect with us

تازه خبرونه

د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات د محکمې له سند پرته تر سره شوي – پلاوی

خپور شوی

د

په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور په مزارشریف ښار کې عملیات د چارواکو له اجازې پرته تر سره شوي وه.

په دې برخه کې د ولسي جرګې لخوا ګمارل شوي اته کسیز پلاوي ویلي، د قیصاري پر کور د عملیاتو مشري د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مرستیال خوشحال سادات او د شاهین قول اردو قومندان ولي محمد احمدزي کوله.

د ولسي جرګې لخوا په دې اړه ګمارل شوی پلاوي ویلي، چې د قیصاري پر کور عملیات د لویې څارنوالۍ او محکمې له اجازې پرته تر سره شوي.

د ولسي جرګې د پلاوي غړی مهدي راسخ زیاته کړې؛ په ناقانونه توګه امنیتي ځواکونو د استوګڼې پر کورونو بمبارد کړی دی.          

د ولسي جرګې د پلاوي غړی سید ظاهر مسرور ویلي؛ امنیتي ځواکونو د نظام الدین قیصاري کور ته له ننوتلو وروسته د هغه مالونه او شتمني لوټ کړه.

د  پلاوي د څرګندونو له مخې؛ ځانګړیو ځواکونو دوه کسان، چې یو یې آشپز او بل د نظام الدین قیصاري ساتوونکی دي ژوندي نیولي او وروسته یې پر ډزو وژلي دي.

د نظام الدین قیصاري کور د لیندۍ میاشتې پر ۲۳ شپه د بلخ پولیسو کلابند کړی و.

د بلخ پولیسو قومندان محمد اجمل فایز د هغې شپې پر سبا په یوه اعلامیه کې ښکاره کړې:  د قیصاري کور؛ ځکه محاصره شو، چې محکمې حکم کړی دی. هغه ځمکې غصب کړي، عامه نظم یې ګډوډ  کړی او نامسوول وسلوال لري.

قومندان فایز زیاته کړې؛ د قیصاري پر کور عملیات د مرکزي چارواکو په امر تر سره شوي دي.

د قیصاري د ساتوونکیو او  دولتي ځواکونو په نښتو کې اووه کسان ووژل شول، یوولس نور ټپیان دي او یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د دښمنانو د تبلیغاتو پر ضد دې رسنۍ مبارزه وکړي – مهاجر فراهي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د  خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي  له رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو غوښتي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بې‌اساسه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.

Published

on

 
 
د افغانستان رسنۍ، ژورنالیستان او قلموالو دې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بې‌بنسټه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د  خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي  له رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو غوښتي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بې‌اساسه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
نوموړي په لغمان ولایت کې د ژورناليستانو او  خبريالانو فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې سيمنار ته د وینا پر مهال ويلي، د پاکستان پوځي رژیم د اسلامي امارت پرمختګونه زغملی نه‌شي او د افغانانو پر وړاندې داسې کړنې ترسره کوي، چې د منلو وړ نه دي.
هغه وایي؛  اسلامي امارت جګړه نه غواړي؛ خو که څوک پر افغانستان یرغل وکړي؛ اسلامي امارت به له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.
نوموړي ټینګار کړې، چې د پخواني نظام د چارواکو په ګډون په افغانستان کې د هېواد ټول قشرونه خوندي دي.
Continue Reading

تازه خبرونه

ګوټرش په یوناما کې د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز وکړ

ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د دې ټولنې د ۲۰۲۷ز.کال د وړاندیز شوې بودجې په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز کړی دی.

ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د دې ټولنې خپلواک څېړنیز میکانیزم ته ۳.۲ میلیون ډالره اضافي بودجه ځانګړې شي.

دغه میکانیزم په افغانستان کې د ترسره شویو نړیوالو درندو جرمونو په اړه د څېړنو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ز.کال لپاره وړاندیز شوې پروګرامي بودجه ۳.۳ میلیارډ ډالرو ته رسېږي، چې د ۲۰۲۶ز.کال له تصویب شوې بودجې څخه شاوخوا ۱.۲ سلنه کموالی ښيي.

ګوټرش ویلي، دغه بودجه د اصلاحاتو، کاري وړتیا لوړولو، حساب‌ورکونې پیاوړتیا او د ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د سرچینو د اغېزمنې کارونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو څرګندونه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بزګران د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له نويو لارو چارو کار اخلي- ملګري ملتونه

دې ادارې د خوړو نړیوالې ورځې په درشل کې شپږ نوښتونه وړاندې کړي، چې له ځايي خلکو سره د کرنیزو ستونزو په اواري کې مرسته کوي؛ د اوبو له کمښت څخه نیولې د خوراکي توکو تر ساتنې پورې.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(اف‌ای او) وايي؛ په ټول افغانستان کې بزګران د اوبو د سپما، د حاصلاتو له ټولولو وروسته د ضایعاتو کمولو او د کورنیو د عوایدو زیاتولو لپاره له نويو کرنیزو لارو چارو کار اخلي.

دې ادارې د خوړو نړیوالې ورځې په درشل کې شپږ نوښتونه وړاندې کړي، چې له ځايي خلکو سره د کرنیزو ستونزو په اواري کې مرسته کوي؛ د اوبو له کمښت څخه نیولې د خوراکي توکو تر ساتنې پورې.

په کندوز کې د لیزر پر مټ د ځمکې د اوارولو ټکنالوژۍ له بزګرانو سره مرسته کړې، چې د اوبو لګولو چارې ښې او اوبه او کیمیاوي سرې په کرنیزو ځمکو کې یوشان ووېشي.

اف‌ای‌او له ۲۰۲۵ز.کال راپدېخوا اوبو لګوونکو ته د دغو وسایلو د ګډې کارونې زمینه او د هغو د کارولو روزنه برابره کړې، چې له ۲۳ زره ډېرې بزګرې کورنۍ ترې ګټه اخلي.

په فاریاب کې د مرخیړیو روزنې په هغو سیمو کې ښځو ته د عاید ګټلو زمینه برابره کړې، چې اوبه په کې کمې دي.

یوه ښځه هره میاشت تر ۴۰ کیلوګرامه مرخیړي تولیدوي او په ځايي بازارونو کې یې له پلورلو شاوخوا اته زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

دغه راز یې برابرې شوې روزنې او وسایل له ښځو سره مرسته کوي، چې خپل تولیدات زیات او ځايي بازارونو ته لاسرسی ښه کړي.

په پکتیا کې بزګران د مېوه‌لرونکو ونو ترڅنګ رشقه هم کري، چې د ونو د ودې پر مهال د خپلو څارویو واښه برابر کړي. دا لاره د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو په تولید کې مرسته کوي او د خاورې او اوبو د ساتنې چارې د کرنیزو ځمکو له ویجاړېدا څخه مخنیوی کوي.

په تخار کې لمریزې وچوونکې دستګاوې له ښځو سره مرسته کوي، چې مېوې او سابه د ژمي د اړتیاوو لپاره وساتي یا یې وپلوري.

د اف‌‌ای‌او د څرګندونو له مخې؛ هغو کورنیو، چې له دغو دستګاوو کار اخیستی، د حاصلاتو له ټولولو وروسته یې ضایعات له شاوخوا ۲۶ سلنې څخه اوو سلنې ته راکم کړي دي. د دغو کورنیو نږدې څلورمه برخه توانېدلي، چې د خپلو وچو شویو محصولاتو یوه برخه وپلوري.

په بامیان کې د لمریزې انرژۍ پر مټ د پخلي دستګاوو کارونې د لرګیو او بوټو پر سون د کورنیو اړتیا راکمه کړې او پر هغو څړځایونو یې فشار کم کړی، چې وچکالۍ او د څارویو څرولو زیانمن کړي دي. دغه نوښت د اړوند سیمو د خلکو له هغو هڅو سره یوځای پلي کېږي، چې موخه یې د نباتي پوښ بېرته راژوندي کول او د تخریب شویو ځمکو بیارغول دي.

په هرات کې د انګورو د وچولو هغو خونو، چې هوا په کې چلیږي؛ د ممیزو کیفیت او د ساتنې بهیر ښه کړی دی.

د اف‌ای‌او د راپور له مخې، د انګورو د وچولو وخت له شاوخوا ۳۰ ورځو څخه ۱۵ ورځو ته راکم شوی او د حاصلاتو له ټولولو وروسته ضایعات له ۴۰ او ۵۰ سلنې څخه ۱۰ یا ۱۵ سلنې ته راټیټ شوي دي.

دې ادارې د هغو زېرمو له جوړولو ملاتړ کړی، چې په کې پیاز، مڼې او کچالو له برښنايي سړوونکو سیسټمونو پرته ساتل کېدی شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!