تازه خبرونه
د ټاکنو کمیسیون قفل ماتوونکي لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قفل د ماتولو څېړونکيو ویلي؛ د قفل ماتولو په قضیه کې نهه ملکي او پوځي مامورین، چې په دې تړاو تورن پېژندل شوي، د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله په دې اړه ویلي؛ موندنې مو ښیي، چې د قفل له ماتیدو او د معلوماتو د بانک مرکز ته د افرادو له ننوتو وروسته په رایو کې هیڅ راز لاسوهنه نده شوې.
تر سره شوې سرغړونې ته په پاملرنه، یاد پلاوي پرېکړه کړې؛ هغه کسان، چې په دې قضیه کې ښکېل دي، د قانوني څېړنو لپاره دې عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله زیاته کړې: هر هغه کس، چې په دې قضیه کې لاس لري، سپارښتنه یې کړې او عمل پرې شوی؛ مونږ یې په بشپړه توګه لویې څارنوالۍ ته ورپېژنو.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکي یونس نواندیش ویلي؛ اوس هم په دې اړه پوره ډاډ ندی تر لاسه شوی، د ودانۍ د کمرو تصویرونه بهر شوي ندي او دا دوسیه نورو څېړنو ته هم اړتیا لري.
وروستیو ننګونو په کمیسیون کې چارې له ننګونو سره مخ کړي دي او اوسه کمیسیون ندی توانیدلی، چې پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې کړي او دا هم څرګنده نده، چې د ټاکنو لومړنۍ پایله به کله اعلانیږي.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکي شیرآقا روحاني زیاتوي؛ ستونزې د کمیسیون په اداري کارونو کې دي، چې کارونه یې بشپړ شوي ندي.
په کمیسیون کې ټولې فزیکي چارې پای ته رسیدلي او اوس توپ د درملوګ کمپنۍ په ډګر کې دی؛ د رایو تر غورچاڼ وروسته ټاکل شوې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.
امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.
لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.
د افبيای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه3 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه4 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تازه خبرونه2 days agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
تحول5 days agoتحول: له افغانستان سره د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د ایران هڅې
-
تازه خبرونه3 days agoکابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
-
لوبی3 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
